د هېواد او نړۍ خبرونه
مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: په کابل ښار کې یو شمیر میرمنو نن په یوه اعتراضي ناسته کې امریکا نه غوښتنه وکړه چې د افغانستان مرکزي بانک کنگل شوې شتمني باید آزاده کړي.
✒: د بلخ سیمهییز چارواکي وايي، د مزار-شبرغان لویې لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پېښې پر مهال ۹ کسان ټپیان شوي دي.
✒: د ملي پخلاینې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله نن دوشنبه په افغانستان کې د ناروې له سفیر او مل پلاوي سره کتلي. ښاغلي عبدالله ویلي، د دې لېدنې پر مهال یې د افغانستان روان اقتصادي وضعیت تر څنګ د ناروې او نورو هېوادونو له لوري د بشري مرستو په اړه ...
نور ولوله
مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د عمران خان د تېرې ورځې څرګندونو پر غبرګون خبریالانو ته ویلي، د افغانستان حکومت هېڅ داسې خلاء نه ده محسوس کړې چې هغه تشه دې د پردیو هېوادونو پر کدرونو ډکه شي.
✒: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د چین هېواد له سفیر وانګ یو سره کتلي ډی.
کورنیو چارو وزارت وايي په دې لیدنه کې د چین سفیر په افغانستان کې د افغانانو د خوښې حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کړی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي څو افغان خاوره د هېچا پرضد ونه کارول شي.
د چین سفیر په امريکا نی...
نور ولوله
مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د اسلامي امارت چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره د افغانستان بودجه له بهرني تمویل پرته له کورنیو عوایدو جوړه شوې ده.
چارواکو کابل کې د مالیاتي اونۍ د پرانستغونډې پر مهال په هیوادوالو غږ وکړ، چې په ټاکلي وخت مالیه اړوندو ادارو ته ورکړي.
✒: کاناډايي چاپ ګلوبل نيوز رسنۍ تایید کړې، چې د (فرانسوا خاوير پاراديس) په نوم کاناډايی تبعه د طالبانو له لوري په اروزګان ولايت کې نيول شوی دی.
تر دا مهاله نه ده معلومه چې نوموړي ولې او د څه لپاره اروزګان ولایت ته سفر کړی دی.
...
نور ولوله
مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د المپیک ملي کمېټې رئیس نظر محمد مطمئن وايي، چې د تکواندو فدراسیون مشر او د جمهوریت روغتون ډاکټر نجیب الله سکندر د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد شوی دی.
سکندر درې ورځې وړاندې کورته د تګ پر مهال د کابل په پنځه حوزه کې نادرکه شو، چې دا دی اوس بېرته ازاد شوی او تښتوونکي یې نیول شوي.
✒: وزارت صحت عامه از ۶۸۰۰ تن دیروز امتحان شمولیت در برنامه اکمال تخصص وزارت صحت عامه را اخذ کرد.
در میان آنان ۱۷۳۹ تن از طبقه اناث نیز شامل بودند.
گفته میشود که برای راهیابی داکتران ان...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب دوولسمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه
جُمعه؛ د ۱۴۰۰ھش کال د جدي ۲۴مه:
د حزب اسلامي افغانستان امير ښاغلي ګلبدين حکمتيار د تېر په څېر نن هم د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې خپله دولسمه درسي مُحاضَره وړاندې کړه چې ګڼ شمېر ورونو او خويندو په کې ګډون کړی وو.
په نننۍ درسي مُحاضَره کې پر دې بحث وشو چې «آيا الله تعالیٰ په هر ځای کې راسره دی او که نه؟» همدې پوښتنې ته د ځواب ويلو په ترڅ کې قدرمن مشر وويل:
د مذاهبو تر منځ يوه بله إختلافي موضوع داده چې الله تعالیٰ چیرې دی؟ آیا په هر ځای کې له خپلو بنده ګانو سره دی؟ او که له اسمانونو پورته پر عرش؟
ښاغلي حکمتيار وو...
نور ولوله
مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: نن تر غرمې وروسته د کابل ښار دریم پروان مېنه کې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایي، چاودنه کې چاته ځاني او مالي زیان نه دی رسیدلی.
✒: د ازبیکستان وارداتي برېښنا بېرته عادي حالت ته را وګرځېده.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، نن سهار شاوخوا ۷ بجې ازبیکستان هېواد وارداتي برېښنا عادي حالت ته را وګرځوله.
مسوولان وایي، چې له دې وروسته لنډمهاله پرچاوۍ به د برېښنا کموالي او د مزو د اضافه بارۍ له امله وي.
...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب يوولسمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه
د تېر په څېر نن هم د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير ښاغلي ګلبدين حکمتيار د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې (د سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې خپله يوولسمه درسي مُحاضَره وړاندې کړه، چې ګڼ شمېر ورونو او خويندو په کې ګډون کړی وو.
په ياده درسي مُحاضَره کې په دې بحث وشو چې «آيا الله تعالیٰ إنسان ته ورته صورت لري، او که نه؟» ښاغلي حکمتيار همدې پوښتنې ته د ځواب ويلو په اړه لنډه مقدمه کېښوده او ويې ويل:
د إنسان يوه لويه ستونزه داده چې پر غيبي شيانو باور کول ورته ګران وي، هر هغه څه ژر مني چې په خپلو سترګو يې وويني، پر غوږونو يې واوري او پر حواسو يې لمس او احساس کړي، خو بالعکس؛ د عقل په مرسته د حقيقت منل ورته ګران وي. غيبي شيانو ته هم...
نور ولوله
مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د حاا د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه: نن له غرمې مخکې د حاا امير ښاغلي حکمتيار د بغلان ولايت له يو شمېر جهادي قومندانانو او قومي مشرانو سره وکتل، په دغه کتنه کې د هېواد او په ځانګړي ډول د شمال په أمنيتي او سياسي وضعيت تفصيلي خبرې وشوې.
ښاغلي حکمتيار وويل: الحمدلله په ټوليز ډول وضعيت تر پخوا ښه دی، څه مو چې غوښتل په نسبي ډول ترلاسه شوي، اوسنی حالت که د ښه والي له پلوه د تېرو څلوېښتو کلونو له وضعيت سره پرتله کړو، نو ډېر ښه والی په کې راغلی، په دې معنیٰ چې أصلاً له پخواني حالت سره يې هيڅ د مقايسې وړ نه شو بللای.
قدرمن مشر زياته کړه؛ شمال کې مو ټولو ورو...
نور ولوله
محترم حکمتيار صاحب د بغلان، کندهار او خوست ولايت له مسئولينو سره وکتل
چهارشنبه؛ د ۱۴۰۰ھ ش کال د جدي ۲۲مه:
نن له غرمې مخکې د حزب اسلامي افغانستان امير ښاغلي حکمتيار د بغلان ولايت له يو شمېر جهادي قومندانانو او قومي مشرانو سره وکتل، په دغه کتنه کې د هېواد او په ځانګړي ډول د شمال په أمنيتي او سياسي وضعيت تفصيلي خبرې وشوې.
ښاغلي حکمتيار وويل: الحمدلله په ټوليز ډول وضعيت تر پخوا ښه دی، څه مو چې غوښتل په نسبي ډول ترلاسه شوي، اوسنی حالت که د ښه والي له پلوه د تېرو څلوېښتو کلونو له وضعيت سره پرتله کړو، نو ډېر ښه والی په کې راغلی، په دې معنیٰ چې أصلاً له پخواني حالت سره يې هيڅ د مقايسې وړ نه شو بللای.
قدرمن مشر زياته کړه؛ شمال کې مو ټولو ورونو او مجاهدينو ته توصيه او سپارښتنه داده چې د اوضاع په ...
نور ولوله
مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي تاجکستان او ازبکستان باید د افغانستان الوتکې بېرته را ولیږي.
مولوي محمد یعقوب وایي یاد هیوادونه دې په ډېر درناوي د افغانستان الوتکې را ولیږي، د افغانانو حوصلې دې نه ازمايي که حکومت کمزوری دی خو افغانان بېر غیرته نه دي او د هرې الوتکې حساب غواړي.
✒: د افغان پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین وایي، له پاکستان څخه یې غوښتي څو پر ډیورند کرښه نور د اغزن سیم له غځولو ډډه وکړي.
نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې پر ډیورند کرښه څومره اغزن تار چې غځول شوی پر هماغه ځای یې ودر...
نور ولوله
مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د اسلامي امارت ویاند رسما تایید کړه، چې اسماعیل خان او احمد مسعود تهران کي د متقي په مشرۍ پلاوي سره لیدلي.
مجاهد وایي، په دې لیدنه کې د اسلامي امارت له لوري ډاډ ورکړل شوی، چي هغوی کولای شي له کوم تشویش پرته هیواد ته راشي او دوی هڅه کوي هیچاته د مخالفت دلیل پاتې نه شي.
پرون د لومړي ځل لپاره کابل نیوز د امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي سره د اسماعیل خان او احمد مسعود د لیدنې کتنې خبر خپور کړ.
✒: د ننګرهار ولایت لعلپورې ولسوالۍ بېګانانو کلي کې د جوارو پولیو پلورونکي له لوري د یوې زړې هاوان مرمۍ د ټکولو ...
نور ولوله
محترم حکمتيار صاحب د هېواد له عالمانو، قوماندانانو او ځوانانو سره وليدل
يکشنبه؛ د ۱۴۰۰ھ ش کال د جدي ۱۹مه:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير پرون له غرمې مخکې په څو جلا جلا کتنو کې د کونړ د مشهور ديني عالم مولانا خان زاده په ملتيا د جماعت اسلامي ګوند له دوه تنو مخکښو غړو هر يو مولانا عنايت الرحمن، مولانا ولي أکبر، او همدا راز د خوست ولايت له مشهور جهادي قوماندان حضرت محمد، د غزني ولايت حاجي عبدالبصير، په ننګرهار کې د يونيسف ادارې د کليوالي ښوونځيو ساحوي څارونکی او فعال ځوان ډاکټر عتيق الرحمان حبيبي، له بلجيم هېواد راغلي مېلمه انجينير شريف الله عمرخیل او د کندهار ولايت يو شمېر ځوانانو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د هېواد په روان سياسي، إجتماعي، أمنيتي او تعليمي وضعيت تفصيلې خبرې وشوې.
قدرمن مشر د هېو...
نور ولوله
امريکا در ۲۰ سال اخیر اولینبار است که قوای ما در افغانستان حضور ندارد
وزیر امور خارجه امريکا برای صدای امريکا میگوید که در ۲۰ سال گذشته این نخستینبار است که نیروهای امریکایی در افغانستان حضور ندارند و سال نو میلادی را در کشور خود جشن گرفتند.
انتونی بلینکن روز شنبه هشتم جنوری (۱۸ جدی) با نشر بیانیهای به مناسبت تعطیلات عید میلاد مسیح و سالنو میلادی گفت: "در ۲۰ سال گذشته این اولینبار است که سربازان امریکایی تعطیلات کرسمس و سال نو را در افغانستان سپری نمیکنند وما سومین نسل سربازان امریکایی را برای جنگ کردن و کشتهشدن به آنجا [افغانستان] نمیفرستیم."
بلینکن بار دیگر از خروج قوای امریکایی و ناتو از افغانستان دفاع کرد و گفت که همانگونه که رییس جمهور بایدن وعد...
نور ولوله
مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: کابل کې یوشمېر مېرمنو په یوه اعتراضه غونډه کې د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال د ژر ازادولو غوښتنه کړې.
پرون د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، چې فیض الله جلال یې د هغو پاروونکو څرګندونو د وضاحت په خاطر نیولی چې د نظام خلاف یې کړي او د خلکو عزت ته یې زیان رساوه.
✒: د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار ، د سروبي ولسوالۍ اړوند د "سورۍ تیګې" سیمه کې غر ښویېدلی، چې له کبله یې دغه لویه لار د اوس لپاره په بشپړ ډول د هر ډول ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
عیني شاهدان وايي چې ددې پېښې پر مهال څو کسان تر خا...
نور ولوله
مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی ایران ته روان شو.
امیرخان متقي ویلي، چې له ایراني چارواکو سره پر روان وضعیت او دوه اړخیزو مسائیلو خبرې کوي.
✒: د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست د کابل ښار محتسبینو ته ویلي: « دلته شل کاله غربيانو او ناټو حکومت کړى او په خلکو يې خپل فکر تحمیل کړى، اوس وخت راغلى چې تاسو هغوئ اصلاح کړئ، ځکه چې په اوسنيو حالاتو کې اسلامي امارت او په ځانګړي ډول امر بالمعروف وزارت د دين ترجمان دى.»
✒: یک منبع امنیت...
نور ولوله
