No-IMG

د حکمتيار صاحب پنځمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې سره شوه

پنجشنبه، د جدي ۲مه:

د حزب اسلامي افغانستان مرکزي دفتر د غونډو په تالار کې د (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې د قدرمن حکمتيار صاحب  پنځمه درسي حلقه دائره شوه، چې ګڼ شمېر ورونو او خویندو په کې برخه اخيستې وه. په ياده درسي حلقه کې معزز حکمتيار صاحب  د رفع اليدين إختلافي مسئلې په اړه وويل:

موږ د مسلمانانو يووالی غواړو، په فروعي فقهي مسائلو کې إختلاف د دې وړ نه ګڼو چې له امله يې مسلمانان سره بېل شي او د يو بل پر ضد د دُښمنۍ جبهات پرانېزي. مخصوصاً په داسې حال کې چې ټول کفري ځواکونه په يو صف کې د مسلمانانو پر ضد ودرېدلي. يوازې د دې له پاره چې د دغو فرعي إختلافاتو حقيقت څرګند شي، دا بحث وړاندې کوو.

حکمتيار صاحب  زياته کړه؛ راشئ وګورو چې د لمانځه په تکبيرونو کې لاسونه لوړول د صحيح رواياتو موافق عمل دی که مخالف؟ د أحنافو رأيه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنت موافق ده، که په ياده مسئله کې د هغوی د مخالفینو؟

همدې پوښتنو ته په ځواب کې قدرمن حکمتيار صاحب  د بخاري شريف هغو څلورو رواياتو ته د بېلګې په ډول إشاره وکړه او ويې ويل: چې ياد روايات په بخاري کې په مختلفو شمېرو او بېلابېلو عبارتونو سره راغلي، په داسې حال کې چې د يادو ټولو روايتونو راوي يوازې عبدالله ابن عمر رضی الله تعالی عنهما دی، مګر بيا يې هم په الفاظو کې ډېر توپيرونه تر سترګو کېږي، داسې چې په ځينو کې ويل شوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به د لمانځه په پيل، رکوع ته د تللو او له رکوع د را پورته کېدو پر وخت لاسونه لوړول، خو د سجدې په وخت کې به يې بيا لاسونه نه پورته کول. په بل روايت کې بيا ويل شوي چې د «سمع الله لمن حمده» ويلو پر وخت به يې هم لاسونه لوړول.

حکمتيار صاحب  زياته کړه؛ د بخاري کوم روايتونه چې پورتنۍ خبره کوي، ټول يې عبدالله ابن عمر رضی الله عنه ته منسوب دي، په داسې حال کې له عبدالله ابن عمر بل روايت داسې هم راغلی چې وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم له تکبير تحريمه پرته په نورو تکبيرونو کې لاسونه نه لوړول.

د رواياتو په همدې تسلسل کې حکمتيار صاحب  د أبو هريره رضی الله عنه په استناد داسې يو روايت ته هم إشاره وکړه چې په کې ويل شوي؛ «رسول الله صلی الله عليه وسلم به د سجدې په تکبيرونو کې هم لاسونه لوړول».

له ياد وضاحت وروسته قدرمن حکمتيار صاحب  په هغو رواياتو هم تفصيلي بحث وکړ چې د رفع اليدين په اړه د ذکر شويو روايتونو په رد کې له ګڼ شمېر صحابه ؤ روايت شوي او له بخاري پرته د أحاديثو په ګڼ شمېر کتابونو کې راغلي، په شمول د هغه روايت چې إبن أبي شیبه له عبدالله ابن عمر رضی الله عنه په خپل مصنف کې روايت کړی او په کې ويل شوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به له تکبير تحريمه پرته په نورو تکبيرونو کې لاسونه نه لوړول.

أحنافو همدې رأيې ته ترجيح ورکړې، دا ځکه چې راويان يې زيات هم دي او هم د عبدالله ابن عمر رضی الله عنه په نسبت د پاخه عمر خاوندان هم. او بل دا چې په مصنف إبن أبي شيبه کې د إبن عمر د لاسونو نه لوړولو په اړه راغلی روايت ټول هغه روايتونه نفی کوي، کوم چې په بخاري کې د لاسونو لوړولو په اړه د إبن عمر رضی الله عنه په إستناد راغلي.

حکمتيار صاحب  زياته کړه؛ دې ته پر کتو په بخاري کې د لاسونو لوړولو په اړه يوازې هغه روايت پاتې کېږي چې د سجدې په حالت کې هم د لاسونو لوړولو يادونه په کې شوې، په داسې حال کې چې په رفع اليدين عمل کوونکي هم له هغه روايت سره مخالف دي، ځکه په هغه کې د سجدې په حالت کې هم د لاسونو لوړولو «رفع اليدين» يادونه شوې، مګر دوی يې قائل نه دي.

حکمتيار صاحب  وويل: موږ په دې مورد کې ځکه د أحنافو رأيه غوره ګڼو چې هغه د نورو په نسبت قوي ده. إمام أبو حنيفه «رحمه الله» تابعي دی او له أول او دوهم نسل يې روايات اخيستي. برعکس؛ إمام بخاري «رحمه الله» روايات بيا له درېيم او څلورم نسل ترلاسه کړي.

قدرمن حکمتيار صاحب  د پورتني وضاحت په دوام دا هم وويل:

د لمانځه هر حرکت يو حکمت لري، داسې چې په لومړي تکبير کې د لاسونو لوړول د تسليمۍ مفهوم إفاده کوي، رکوع بيا د تعظيم مظهر دی او په خپله يو ستر حرکت دی. سجده بيا د خالق پر وړاندې د عاجزۍ، تذلل او هغه ته د ځان محتاج ښودنې تر ټولو غوره بېلګه. دلته له هر تکبير سره متصل يو باهدفه حرکت ترسره کېږي، حتیّٰ د تسليمۍ له إعلان «تکبير تحريمه» هم ستر ستر حرکات، په دې حالت کې نه يوازې د لاسونو لوړولو اړتيا نشته او لا چې د مفاهيمو د ګډوډۍ لامل هم ګرځي.

په پای کې د حکمتيار صاحب  له لورې د ګډونوالو پوښتنو ته د ځواب ويلو تر څنګ، ياده درسي حلقه په دعا سره پای ته ورسېده.

 

د ح اا د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک