No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د پاسپورټ ریاست وايي، له نن څخه وروسته به د پاسپورټ لپاره لیکل شوي غوښتنلیکونه ونه منل شي. د پاسپورت ریاست مشر علم ګل حقاني زیاتوي، چې له دې وروسته باید هېوادوال د انلاین فورمې په ډکولو سره د پاسپورټ ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.

: ‏د ښځو د حقونو فعالې او له طالبانو سره د پخواني نظام د مذاکراتي پلاوې غړې حبیبه سرابي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د اوسنیو ټولو ستونزو لامل له واک سره د اشرف غني لیونۍ مینه وه.

: ‏طالبانو په موټرو کې د موسیقۍ په غږولو بندیز لګولی.

د اسلامي امارت د امربالمعروف وزارت ویاند کابل نیوز ته ومنله، چې ټولو موټرچلوونکو ته یې په لیکلې بڼه سپارښتنه کړې، څو موټرو کې د موسیقۍ له غږولو ډډه وکړي او له حجاب پرته ښځې پورته نه کړي.

‏د اسلامي امارت په دې توصیه پاڼه کې همداراز راغلي، چې موټر چلوونکي باید نسبتا اوږده مزل کې له محرم پرته ښځه پورته نه کړي، موټرو کې دې د نشه يي توکي له کارولو ډډه وکړي، د لمانځه په وخت کې دې موټر درول کیږي او د ږیرو د رخلو په تړاو دې هم خلکو ته تصویه وشي.

: ‏د پاسپورت عمومي ریاست ویاند وايي، په کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ تر بل خبر پورې ځنډول شوې، خو په ولایتونو کې په عادي ډول دوام لري.

: ‏نورالدین عزیزی، سرپرست وزارت صنعت و تجارت در یک نشست خبری با وزیر تجارت قزاقستان امروز در کابل گفت که قزاقستان یکی از کشورهایی است که افغانستان روابط تجارتی گسترده با آن دارد و کار روی ایجاد یک اتاق مشترک تجارتی میان دو کشور ادامه دارد.

‏سرپرست وزارت صنعت و تجارت گفت که برای گسترش و تسهیل بیش‌تر تجارت میان افغانستان و قزاقستان، دهلیزهای هوایی و نماینده‌گی‌های برخی از بانک‌های قزاقستان در افغانستان، ایجاد می‌شود.

: ‏وزارت خارجه ا.ا.ا. با نشر اعلامیه‌یی از اظهارات رییس‌جمهور روسیه ولادیمیر پوتین استقبال کرده که گفته است؛ "اهانت به پیامبر بزرگ اسلام محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم آزادی بیان نه بل‌که مخالفت از آزادی دینی ‌و توهین به احساسات مقدس مسلمانان است".

‏همچنان وزارت خارجه ا.ا.ا. از آن اظهارات رییس‌جمهور روسیه استقبال می‌کند که  گفته است؛ "کشورش برای به رسمیت شناختن دولت جدید افغانستان به پیش می‌رود و خواسته است که باید‌ ذخایر‌ بانک مرکزی افغانستان آزاد شود".

: ‏مولوی امیر خان متقی وزیر خارجه ا.ا.ا. با باخیت سلطانوف وزیر سوداگری قزاقستان درکابل دیدار کرد.

دراین دیدار، وزیر سوداگری قزاقستان گفت که قزاقستان آماده است که با افغانستان در زمینه سهولت در روابط بانکی، آغاز مجدد پروازها و فراهم کردن سکالرشیپ‌ها برای شاگردان افغان ادامه می‌دهد.

‏هم‌چنان در این دیدار، هر دو جانب روی گسترش روابط سیاسی و اقتصادی میان افغانستان و قزاقستان تاکید کردند.

: ‏تیم ملی کرکت زیر ۱۹ سال افغانستان در ادامه مسابقات جام آسیایی، تیم ملی کرکت زیر ۱۹ سال امارات متحده عربی را با تفاوت ۱۴۰ دوش شکست داد.

: ‏ورزشکاران موتای افغان در مسابقات دو روزه که میان ورزشکاران افغانستان، پاکستان و ایران در نیمروز برگزار شده بود، مقام نخست را کسب کردند.

در این مسابقات، ورزشکاران افغان ۲۱مدال طلا و یک مدال نقره، ورزشکاران پاکستان یک مدال طلا و۲۰ نقره و ورزشکاران ایران یک مدال نقره به‌دست آوردند.

: ‏د قندهار په مرکز کې نن زرګونو کسانو د استسقاء لمونځ وکړ. له لمانځه وروسته د ا.ا.ا. د مشر شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخند زاده پیغام هم شریک شو چې په کې پر یووالي ټینګار شوی و.دا په داسې حال کې ده چې وچکالۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

: ‏د افغانستان ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ا.ا د مشرانو شورا او عامه شورا پر جوړلو کار پیل کړی دی. نوموړي ویلي چې دوی یو شمېر دولتي تشکیلات له منځه وړي دي او غواړي چې پر ځای یې د مشرانو او عامه شوراګانې رامنځته کړي.

: ‏ويل کيږي چې د جمهوريت له پرځېدو وروسته په تېروتنې ۷لکه او ۸۶زره ډالر تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته لېږول شوي.

ظاهر اغبر، د تېر حکومت پرمهال تاجکستان کې د افغانستان سفیر، چې اوس هم ځان سفیر ګني، حکومت ته دغه پيسو د بېرته سپارلو غوښتنه رد کړې؛ نوموړي تېره ورځ رسنيو ته ويلي چې دا پيسې طالبانو ته نه سپاري او دی طالبان په رسمیت نه پېژني؛ ظاهر اغبر د احمد مسعود له کسانو دی او په تېر کې يې هم تاجکستان کې د سفارت قومي مسايلو ته لمن وهله.

: ‏د اشرف غني د ټاکنيز دفتر مشر او د پاکستان په چارو کې د ولسمشر پخوانی ځانګړی استازی عمر داودزی وايي چې د حکومت په سقوط کې له هرچا ډېر مسوول اشرف غني وو نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې ويلي، چې د اشرف غني د خبرو او عمل ترمنځ ژور توپیر وو، غني په تېر ډسمبر (۲۰۲۰) کې ماته ويلي وو، چې طا_لبان به د جګړې ډګر کې موږ مات کړي.

: ‏د پنجشېر ولايت امنيت امر حمید خراساني د احمد مسعود، بسم الله محمدي او يو شمېر نورو ملاتړو ته په خپل تازه پيغام کې ويلي دي، چې اوسني اسلامي حکومت سره دښمني مو، اسلام سره دښمني ده ‏د نوموړي په وینا چې دغه کسانو شل کاله د امريکا او ناټو په ملاتړ له کفري حکومتونو سره وو او اوس هم د کفارو پيسې اخلي او اسلام سره دښمني پرې کوي.

: ‏پاکستانۍ ټرېبيون رسنۍ د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو د مالوماتو پر بنسټ لیکلي،  افغان او پاکستاني لورو هوکړه کړې، چې ننګرهار ولايت کې پر ډيورنډ کرښې وروستۍ راپورته شوې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي تېره اونۍ ننګرهار کې افغان ځواکونو د پاکستاني ملېشه وو د نیواکګرو کړنو مخه ونېوله او د ډيورنډ کرښې له يوې برخې يې اغزن تار راټول کړ.

: ‏د روسیې  بهرنیو چارو وزارت مرستیال اولګ سیرومولوتوف ویلي، امریکا پر ا.ا بندیزونو ته دوام ورکوي او د فشار په توګه ترې کار اخلي، د نوموړي په خبره دا اقدامات افغانستان کې وضعیت لا پېچلی کوي.

: ‏په بنګله دېش کې تېره ورځ له مسافرو په یوې ډکې بېړۍ کې د اورلګېدنې له امله رامنځته شوې پېښه کې د مړه شویو کسانو شمېر ۳۹ ته لوړ شوی دی. د فرانسې خبري اژانس ویلي چې تر اوسه د ماشومانو په ګډون د کښتۍ ډېری مسافر لادرکه دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک