No-IMG

د حکمتيار صاحب اوومه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې سره شوه

پنجشنبه؛ د ۱۴۰۰ھ ش کال د جدي ۹مه:

د «سلفي شم، که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې د محترم حکمتيار صاحب ۷مه درسي او تعليمي حلقه د حزب اسلامي افغانستان  د غونډو په تالار کې دائره شوه. په نننۍ درسي حلقه کې مشر د نوي درس تر پيل وړاندې د رفع اليدين او ورته نورو إختلافي رواياتو په اړه په تېرو درسونو لنډه رڼا واچوله او له هغه وروسته يې د «جمع صلاتين» په اړه خپله نوې درسي مُحاضره وړاندې کړه.

محترم حکمتيار صاحب وويل: د مذاهبو تر منځ يوه بله إختلافي موضوع داده چې آيا په سفر کې دوه لمونځونه يو ځای کول جائز دي او که نه؟ آيا په قرآن کې يې د جواز له پاره کوم دليل او شاهد مومو؟

همدې پوښتنو ته مشر د ځواب ويلو په پار د سورة النساء ۱۰۱ نمبر آيت او د سورة البقرې ۲۳۸-۲۳۹-۱۴۳ نمبر آيتونو تفسير ته تفصيلاً إشاره وکړه او ويې ويل؛ د دې له آيتونو له محتویٰ لاندې مفاهيم لاس ته راځي:

الف: کله چې له دښمن وېره موجود وي، نو کولای شئ لمونځ لنډ کړئ.

ب: له «الصلاة الوسطیٰ» هغه لمونځ مراد دی چې په ټولو شرائطو برابر وي، خشوع، خضوع او د زړه حضور په کې وي، هغه چې د خطر او سفر پر وخت امکان نه لري.

ج: له «الصلاة الوسطیٰ» د مازيګر لمونځ اخيستل داسې توجيه ده چې له ټول آيت او په ځانګړي ډول له وروستۍ برخې سره يې اړخ نه لګوي.

مشر وويل: دلته څو نورو پوښتنو ته هم بايد ځواب ومومو:

1: آيا په سفر کې د قصر حکم له دغو آيتونو اخيستل شوی او که بله مرجع هم لري؟

2: دلته قصر د سفر په وجه جائز شوی که د خطر په وجه؟

3: له قصر يوازې د رکعتونو کمولو شمېر مراد دی او که د لمانځه هيئت، کيفيت، مخکې او وروسته کول هم؟ محترم حکمتيار صاحب زياته کړه؛

دغو پوښتنو ته د ځواب ويلو په برخه کې لاندې خبرې مرسته کوي.

1: له دې وروسته چې کوم آيت راځي له هغه معلومېږي چې د خوف او خطر په وجه قصر جائز شوی.

2: له قصر مراد د لمانځه کيفيت او هيئت هم دی، ځکه چې په لمانځه کې له يو ځای بل ته د خوځېدو إجازه هم ورکړل شوې.

3: رسول الله صلی الله عليه وسلم په سفر کې قصر کړی په داسې حال کې چې د خطر وېره هيڅ نه وه.

4: له دې پرته د لمانځه د قصر په اړه بل آيت نه مومو.

له دې ټولو په ډاګه څرګندېږي چې د سفر، خطر، د رکعتونو قصر، د کيفيت او هيئت ټولو قصر ترې مراد دی.

مشر همدا راز وويل؛ د لمانځه له پاره خپل خپل وختونه ټاکل شوي، خو د سفر او خوف په حالت کې لمونځ له خپل ټاکلي وخت د مخکې او وروسته کولو په اړه دوه رأيې دي:

د ماسپښين او مازيګر لمونځونه يو ځای او په يو وخت کې يو بل پسې، په يو آذان او دوه إقامته أداء کول، د ماښام او ماسخوتن لمونځونه هم همداسې، لکه څنګه چې د حج په دوران کې په عرفات او مُزدلفه کې أداء کېږي.

دوهمه رأيه داده، چې له حج پرته په نورو سفرونو کې دوه لمونځونه يو ځای کول، داسې چې د يو آخري وخت وي او د بل لومړنی چې جمع صوري او شکلي ورته ويل کېږي او دا د أحنافو رأيه ده. له أحنافو پرته نور ټول مخکنی صورت غوره ګڼي او په دې برخه کې د حج او نورو سفرونو تر منځ په توپير باور نه لري.

د دې له پاره څو دلائل وړاندې کوي، لومړی دا چې صوري جمع تر دې ډېر ګران کار دی چې هر لمونځ په خپل خپل وخت او بېل بېل أداء شي، دوه لمونځونه په دې توګه يو وخت ته برابرول، هغه هم په سفر او په خطر کې بيخي ګران دي. قصر او جمع صلاتين خو د تخفيف له پاره وي چې صوري جمع دا تخفيف او سهولت له منځه وړي.

په دې اړه د لا وضاحت له پاره محترم حکمتيار صاحب د بخاري هغو رواياتو ته تفصيلي إشاره وکړه چې امام بخاري رحمه الله په مختلفو عبارتونو د جمع صلاتين په اړه ذکر کړي او د ټولو مفهوم يو دی، او دا ترې جوتېږي چې د أحنافو د جمع صوري خلاف؛ د نورو مذاهبو رأيه جمع حقيقي «په يو وخت دوه لمونځونه پرله پسې په يو آذان او دوه إقامته أداء کول» غوره او راجح رأيه ده.

د حزب اسلامي افغانستان  د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک