د حکمتيار صاحب شپږمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې سره شوه
جُمعه، د جدي ۳مه:
د (سلفي شم که مذهبي پاته شم) تر عنوان لاندې د قدرمن حکمتيار صاحب شپږمه درسي حلقه د حزب اسلامي افغانستان مرکزي دفتر د غونډو په تالار کې دائره شوه. نننۍ درسي حلقه کې چې ګڼ شمېر ورونو او خویندو په کې برخه اخيستې وه، د (قرائت خلف الإمام) په موضوع تفصيلي بحث وشو.
قدرمن حکمتيار صاحب د يادې إختلافي موضوع په اړه وويل:
د مذاهبو تر منځ يوه إختلافي موضوع داده، چې آيا مقتدي به قرائت خلف الإمام کوي او که نه؟ آيا د فاتحې لوستل پر إمام او مقتدي دواړو فرض دي، که يوازې پر إمام؟ آيا د فاتحې لوستل فرض دي او که غوره؟ آيا له فاتحې پرته لمونځ صحيح کېږي؟ د فاتحې لوستلو په اړه قرآن او أحاديث څه وايي؟
قدرمن حکمتيار صاحب همدې پوښتنو ته د ځواب ويلو په پار د قرآن کريم ګڼ شمېر آيتونو ته إشاره وکړه چې مفهوم يې په لاندې ډول دی.
الف: په لمونځ کې د قرآن اسانه برخه ووايئ.
ب: کله چې قرآن لوستل کېږي، غوږ ورته کېږدئ او چوپ واوسئ.
ج: کله چې تاته وحی کېږي نو تلوار مه پرې کوه او له ځان سره يې مه وايه.
او...
پورتنيو قرآني لارښوونو ته پر کتو حکمتيار صاحب وويل؛ د دې معنیٰ داده چې په لمانځه کې يوازې د قرآن اسانه برخه لوستل فرض دي او دا أمر په کې نشته چې تاسې به په لمانځه کې د فاتحې سوره لولئ. خو په رواياتو کې راغلي هغوی چې په لمانځه کې فاتحې نه لولي، لمونځ يې ناقص دی. په داسې حال کې چې د إمام د قرائت لوستلو پر وخت غوږ نه نېول او چوپ نه پاتېدل د قرآن د صريح حکم خلاف عمل دی.
حکمتيار صاحب زياته کړه؛ که موږ ته دوه روايات مخ ته راشي چې يو يې وايي: د إمام قرائت د مقتدي قرائت هم دی او بل يې وايي: چې د إمام تر څنګ به مقتدي هم فاتحه له ځان سره لولي، نو بې له ځنډه ويلی شو چې دا دوهمه رأيه د قرآن له صريح حکم سره تعارض لري او لومړۍ يې په بشپړه توګه توافق.
حکمتيار صاحب د بېلګې په ډول د عباده بن صامت رضی الله عنه هغه روايت ته إشاره وکړه چې په کې ويل شوي، څوک چې په لمانځه کې فاتحه و نه لولي د هغه لمونځ، لمونځ نه دی.
حکمتيار صاحب وويل؛ د دې روايت په تعبير کې د محدثينو او فقهاءو تر منځ إختلاف دی. ځينې يې وايي: په لمانځه کې د فاتحې لوستل فرض دي، هم د جماعت په لمانځه کې او هم په انفرادي، هم په جهري او هم په خفيه لمونځونو کې، او...
د دې له پاره چې په دې اړه صحيح رأيه معلومه کړو بايد لاندې ټکي په پام کې ونيسو.
الف: د لمانځه په پيل کې بسم الله.
ب: قبلې ته مخ کول.
ج: قيام.
د: رکوع.
ر: سجده.
س: د قرآن اسانه برخه لوستل.
حکمتيار صاحب زياته کړه؛ په پورتنيو مواردو کې هيڅ داسې شاهد نه مومو چې په لمانځه کې د فاتحې لوستل ترې معلوم شي بلکې په مکرره توګه د قرآن اسانه برخې د لوستلو سپارښتنه شوې.
هغه همدا راز وویل؛ څوک چې په إمام پسې لمونځ کوي د إمام قرائت د مقتدي له پاره هم دی، همغه ډول لکه مدرک الرکوع چې مدرک الرکعة حسابېږي. همدا راز د قرآن اورېدل د لوستلو ځايناستي دي، همغه ډول لکه سجده تلاوت چې د لوستونکي په څېر په اورېدونکي هم لازم بلل کېږي. حکمتيار صاحب دا يادونه هم وکړه؛ په خفيه لمونځونو کې په إمام پسې قرائت داسې دی، لکه له قرائت پرته نور تکبيرونه او تسبيحات ويل، نه يوازې مانع نه لري، بلکې د جهري قرائت اړوند حکم غلط تعبيرول او خفيه قرائت ته يې غزول دي.
د درس په پای کې د قدرمن حکمتيار صاحب له لورې د سوال کوونکو پوښتنو ته د مدلل، مقنع او تفصيلي ځواب ويلو تر څنګ ياده درسي او تعليمي حلقه د هغه په دعائيه وينا پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.
https://twitter.com/daily_shahadat/status/1474686301727305730
https://twitter.com/daily_shahadat/status/1474686382304116739
https://twitter.com/daily_shahadat/status/1474686462834716677
