د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير د مختلفو ولاياتو له يو شمېر جهادي قومندانانو سره وکتل
سه شنبه؛ د ۱۴۰۰ھ ش کال د قوس مياشتې دېرشمه
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير نن غرمه د مختلفو ولاياتو له يو شمېر جهادي قومندانانو سره وکتل.
په دې کتنه کې قدرمن مشر د هېواد وروستي وضعيت په اړه له يادو جهادي مخورو سره تفصيلي خبرې وکړې، او د وروستيو پرمختګونو او ننګونو په اړه يې هغوی ته سپارښتنه وکړه چې د حکومت سره اوږه پر اوږه د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
قدرمن مشر همدا راز په شمالي کې وروستیو احتمالي چېلنجونو ته پر کتو سره وويل: حزب په شمالي کې پراخ نفوذ لري او خپلو ټولو افرادو ته مو سپارښتنه داده چې له حکومت سره يو ځای د احتمالي چېلنجونو په دفع کې خپلې مُخلصانه هڅې و نه سپموي.
ناويلي دې پاتې نه وي چې د يادې کتنې په پای کې قدرمن مشر د کونړ ولايت له ځوان حماسي شاعر عبدالله تيزاب سره هم وليدل، په ځينو فرهنګي مسائلو يې ورسره په زړه پوری بحث وکړ او د خپلو شهکارو آثارو له جملې يې د(دين او سياست) پر نوم کتاب هم ورته ډالۍ کړ.
د حزب اسلامي افغانستان د امیر د دفتر مطبوعاتي څانګه
