يرغلګر هڅه کوي چې افغانان له سیاسي او استخباراتي تهدیدونو او بندیزونو سره مخ کړي او بد نام يې کړي
افغان تاريخ په وار وار دا ثابته کړې چې افغانستان د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګيانو هديره او ګورستان دی او هر ځل چې دې خاورې ته راغلي له تور برخليک سره مخ شوي.
همدا وجه ده چې يرغلګر او د هغوی لاسپوڅي دا هڅه کوي چې افغانان په نړۍ واله کچه له سیاسي او استخباراتي تهدیدونو او بندیزونو سره مخ کړي او بد نام يې کړي. له همدې کبله يې زموږ د لومړني (جهاد او تاریخي فتحې) د بدنامولو هڅه هم وکړه، او له بده مرغه نن هم د همغه تېر ځل په څېر بيا هم د بدنامۍ له سناريو او توطئو سره لاس او ګرېوان یو او له همدې لارې غواړي يرغلګر ځواکونه او د هغوی لاسپوڅي خپلو شومو موخو ته لاسرسی پیدا کړي.
خو دوی دې پوه شي چې افغانان به هيڅکله هم د خپل هېواد او ملت د کورنيو او بهرنيو دښمنانو په منفي تبليغاتو دوکه نشي او نه به هم د هغوی په لاسونو لیکل شويو کرايي او استخباراتي کتابونو ته د تاريخ په سترګه وګوري، او نه به يې هم ولولي.
بلکې باور لرو چې زموږ بااحساسه او بافهمه افغانان په دې ښه پوهیږي چې په دې حساس وخت کې يوازې د هېواد د قسم خوړلو دښمنانو د دروغجنو او منفي تبليغاتو او استخباراتي کتابونو خپرېدو ته فقط ناپوه، کم عقله او ذهناً اغوا شوي ځوانان خوشالېږي او استناد پرې کوي.
زموږ سپارښتنه هغو ټولو افغانانو ته چې پر حقايقو باور لري او واقعیتونه درک کولای شي؛ داده چې په خپلو کې سره متحد او منسجم شئ، څو ستاسو د وحدت او يووالي په نتيجه کې دا ملت او هېواد د پرديو له شرارتونو او د هغوی له شيطاني توطئو وژغورل شي.
په همدې هيله إن شاء الله!
