No-IMG

اوس هم ځينې پرديپال امرالله ناصالح ته په خپلو ولایتونو او ولسوالیو کې کمپاين کوي‌

د امر ناصالح تر واکمنۍ لاندې ډیری نااهلو، مادیات پرستو، غولېدلو فراري ځوانانو او وکیلانو د خپلې غلامۍ د اثبات لپاره خپل قوم، ملت او ایمان ډېر په کمه بیه خرڅ کړ. آن تر دې چې ځینو «پخو پتیرو!!» د ناصالح بوين اصطلاحات ډېر په فخر کارول او دې هر یو یې د «روند سبز!!» کارتونه هم لرل. د کابل او پکتیا ځينو وکیلانو به ورته کمپاینونه کول. خو بده ورځ چې راغله ټولو کابل پرېښود او غرب ته وتښتېدل. اوس همدغه سرکوزی او فراري مخلوق يو ځل بيا لګیا دی او له اروپا او امریکا نه امر ناصالح ته په خپلو ولایتونو او ولسوالیو کې کمپاين کوي‌.
دا که پرديپالنه، غلامي او وطن پلورنه نه وي، نور به څه وي؟
د دوی د حماقت او جهالت لپاره همدا کافي ده چې لا هم امر ناصالح خپل مشر بولي او کمپاينونه ورته کړي.
دې احمقانو لا تر اوسه خپل دوست او دښمن و نه پېژندو. د دوی پر حال افسوس په کار دی!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک