دلته هر اشغال تر ماتې وروسته په کرار نه دی ناست، څو يې له افغانانو د خپلې ماتې غچ نه وي اخستی
دلته چې هر اشغال له يوې شرمېدلې تاريخي ماتې سره مخ شوی، تر هغو بيا په کرار نه دی ناست، څو يې له افغانانو د خپلې ماتې غچ نه وي اخستی.
حقیقت دا دی چې د نړۍ پرمختللي هیوادونو په خپلو استخباراتي ايجنسيو او مطبوعاتي اورګانونو باندې دومره پانګونه کړې چې سړی يې آن تصور هم نه شي کولای. هغوی په خپلو استخباراتي تکتیکونو او مهارتونو کې خورا ډېر مسلکي او فعال دي. دا بيخي واضح ده چې په فعلي شرایطو کې جګړه استخباراتي او مطبوعاتي ده؛ او نړۍوالو په هره برخه کې او د هر کار لپاره داسې افراد روزلي او په مهمو موقفونو کې يې داسې ځای پر ځای او نصب کړي چې په خپله همدا ګمارل شوي هم ډېر په دې نپوهېږي چې د څه لپاره او چاته لګیا دي؟ یوازې د خپلې مؤقتي ګټې او کاذب شهرت په نشه کې غرق دي او بس!
متأسفانه نړۍوال د خپلو شومو اهدافو په خاطر همداسې منفعت جويه او احساساتي افراد استخداموي او د همغوی پر توسط له بېوزلو افغانانو خپل غچ واخلي.
