ناټو د اوکراین جګړه یوه نړیواله جګړه بولي
د مونیخ له امنیتي کنفرانس څخه داسې انګیرل کیږي چې ګواکې د اوکراین جګړې نړۍ بدله کړې ده. په دې غونډه کې ناټو د اوکراين جګړې ته نړيوالې جګړې نوم ورکړو. د اوکراین د جګړې پر سر د نړۍ د زبرځواکونو ترمنځ سیاسي، نظامي او اقتصادي رقابتونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دی. په داسې حال کې چې د دې جګړې له کبله تر ټولو زیات اوروپايې هیوادونه له امنيتي او اقتصادي ګواښنو سره مخ دي. له بده مرغه د اوروپا ځيني هیوادونه واک او اختیار نه لري چې خپلو ستونزو لپاره په مستقل شکل د حل لاره ولټوي، یوازې په یو شکل نه یو شکل منحصر او لاس تړلي دي.
حقیقت دا دی چې روسان په هیڅ قیمت نه غواړي چې په اوکراین جګړه کې ماتې وخوري، که روسان په دې جګړه کې مات شول دا به د دوی لپاره یو تاریخي شکست وي او د تسلیمپدو په معنا به وي؛ که بريالي شول نو د تیر په څیر به خپل تاریخ یو ځل بیا په اوروپا کې ژوندې کړي.
همدا راز ناټو او امریکا نهایي هڅه کوي چې روسان په اوکراین جګړه کې له تاریخي شکست سره مخ کړي.
اما چین يې په لوی لاس مخالفت او مزاحمت کوي، امریکا ناټو او چین یوازې اوکراین کې په نيابتي جګړې باندې تمرکز او پانګونه کوي، څو د جګړې ډګر او بازار ګرم وساتي؛ ښايي دغه جګړه نورو هیوادونه ته هم وغځوي. په ډیر لنډ وخت کې به ځیني هیوادونه د اوکراین جګړې په اړه خپل بلاکونه او مؤقف مالوم کړي.
