No-IMG

د افغانستان اوبه وړيا او بې بها نه دي چې چاته يې خيرات کې ورکړو

ځينې بهرمېشتي افغانان او بالخصوص سیاسي اشخاص له ایران دومره ډارېږي چې حتی د افغانستان پر ضد خپلو څرګندونو ته حقوقي بڼه ورکوي او ډېر په منافقانه ډول هڅه کوي څو خلکو ته وښيي چې ګویا ایران له موږ سره په هر څه کې شریک دی او بايد حق يې ورکړل شي. دوی فکر کوي چې د دوی دا بزدلانه نظريات او تحليل د ټولو افغانانو د نظر څرګندويي کوي او هېڅ‌ راز مخالفت ورسره نه لري. تر ټولو جالبه يې لا دا ده چې په خپلو خبرو کې دا هم وايي چې ایران زموږ سپیسونه او نظريات تعقیبوي او د ريکارډ په شکل يې له ځانه سره ساتي، نو څه چې وایو نو باید په احتياط يې ووايو. له بده مرغه په ځينو کې د ایران سیاسي، فکري او استخباراتي کړيو دومره ژورې رېښې ځغلولي چې اوس ورته له خپلو ملي شتمنيو هم ورتېر دي او وړيا يې وربښي.

خو په دې نه پوهېږي چې افغانانو ته هغه څه هېڅ‌کله هم د منلو وړ نه دي چې ملي ګټې يې په کې زيان ويني.

د افغانستان اوبه وړيا او بې بها نه دي چې چاته يې خيرات کې ورکړو، بلکې اوبه د افغانستان هغه ملي او قيمتي شتمني ده چې هېڅوک يې چاته د ورکړې او بښلو واک او اختيار نه لري. البته؛ افغانان د دې طرفدار دي چې د ايران د ګاونډيتوب حق ادا کولو لپاره پر يو عادلانه، سوله‌ييز او منطقي ميکانيزم بيا له سره کار وشي؛ او د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو د پخوانۍ معاهدې له مخې څومره حقابه چې د ايران حق جوړېږي د امکان په صورت کې ورته خوشې شي. او که نه؛ خبره د زورګويۍ وي نو بيا افغانان حق لري چې له ايران د هغه جګړو د غرامت غوښتنه وکړي چې د دوی په لمسون او همکارۍ پر افغانستان بار بار تحميل شوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک