د ممتاز جهانگير لیکنی

اشغال تر اخيره نه شي کولای چې خپل لاسپوڅي حکومتونه او پرديپاله اشخاص وژغوري

اشغال تر اخيره نه شي کولای چې خپل لاسپوڅي حکومتونه او پرديپاله اشخاص وژغوري، فقط د لنډ  وخت او د یو ځانګړي هدف لپاره خپل کار ترې اخلي، نور هیڅ ورته ضرورت نه لري، په امریکا کې بعضې متعصبه حکومتي چارواکې د مسلمانانو په رابطه یوه اصطلاح کاروي وایي چې “used them and killed them “ اوس په پردیپالو وطن پلورونکو باندې همدغه اصطلاح تطبیق کیږي. واشنګټن وایي چې د غني حکومت اوس په افغانستان کې منزوي شوی، حتی په نړۍ کې ېې هم خپل حیثیت او ارزښت له لاسه ورکړي. هغه څومره ښه ېې ویلي چې پردی کټ تر نیمې شپې وي. له بده مرغه په دې شلو کلونو کې دغه خلک خپلو بادارانو ته څومره وفادار پاتې شوي دي، خو هغوی اوس ورسره بل ډول چلند کوي...
نور ولوله

ځينې ځوانان د خپلو نیکو مشرانو او د اسلامي شعائرو نه به دفاع نه شي کولې

حضرت عمر رضی الله عنه فرمايي : إنا كنا أذلَّ قومٍ فأعزَّنا اللهُ بالإسلام، فمهما نَطلب العزَّ بغير ما أعزَّنا اللهُ به أذلَّنا اللهُ.! ژباړه : مونږ یو ذلیل قوم وو بیا الله تعالی مونږ ته په اسلام سره عزت راکړ او کله هم چې مونږ په بل شي کې عزت ولټولو بیا به مو الله تعالی ذلیل کوي . تردې زیات ذلت به نور څنګه وي چې بعضې  ځوانان د خپلو نیکو مشرانو او د اسلامي شعائرو نه به دفاع نه شي کولې فقط په داسې حساس وخت کی بیا خاموشي اختیار کړي، حتی د دوی په ګرمو مجالسو کی داسې هم ویلکيږي چی د کفري استعمار لپاره مونږ کولای شوو چی د خپل اسلام وطن او عنعناتو ارزښتونو څخه تېر شوو، دا د ډیموکراسې او د اشغال برکت دی؛ هر وخت چی په مسلمانانو باندی په زغرده ظلم او وحشت کیږي ک...
نور ولوله

صلح آميز لاريون

حکومتونه د ولسونو په خوښه او په کلکې ارادې او عزم رامینځته کیږي کله چی پرديپاله بې ثباته حکومتونه د ملت ارزښتونو او غوښتنو ته ژمن ونه اوسي او په هر څه کې ناکام او پاتې راشي، ناامني جنګ او بې عدالتي بد اخلاقي اوج ته ورسيږي خپل باور اعتماد له لاسه ورکړي، نو د یو ويښ ملت مسلم حق او مسؤلیت دا جوړیږي چې د ناکامو، مفسدو او  خاینانو حکومتونو په مقابل کې یو افغان شموله او صلح آمیز لاریون ترسره شي، تر څو ملت خپل مقدس اهداف او حقوق ترلاسه کړي؛ لارېون په ټولې نړۍ کې د ظلم استبداد او بې عدالتۍ په مقابل کې یو مهم اصل دی، له دې اصل نه باید هر افغان د خپلو حقوقو نه په صلح آمیز ډول دفاع وکړي څو دغو ناخوالو او بدبختیو ته د پای ټکی کيږدي. هر هغه څوک چې د ولس په صلح آمیز حرکتونو کې اشتراک ونه...
نور ولوله

په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل خارجیان او د دوی لاسپوڅي اشخاص دي

هغه څوک چې په افغانستان کې د خارجیانو نظامي شتون لپاره هلې ځلې کوي، هغوی د جنګ او د اشغال دوام غواړي، دوی ته افغان وژنه یو ډول سیاست او تجارت ښکاري یوازې خپلو شخصي ګټو په خاطر هر ډول معاملو ته تیار دي. امریکا او ناټو شل کاله مخکې د یو غیر مشروع هدف لپاره په افغانستان باندې تجاوز وکړو، په داسې حال کې چې دوی یو ځل اشتباه وکړه او په خپلو تیروتنو او خطاګانو  باندې اعتراف کوي، سره له دې د اوږد مهاله جګړو او اشتباهاتو په درشل کې مجبور شول له طالبانو سره په دوحه کې د سولې په تړاو یو قانوني توافق وکړي چې لا تر اوسه پورې جریان لري، اما بیا داسې لویه اشتباه نه کوي چې په افغانستان کې جګړې ته مخه کړي، او یا د دې هڅه وکړي چې افغانستان ته خپل سرتیري راولیږي، البته سیاسې او استخبارتي لاسوهنه به ترهغه پورې کوي ترڅو چې دوی خپل هدف ت...
نور ولوله

د اوسني بحران، بدبختيو او ناخوالو پر ځای راتلونکی حکومت د ولس په خير بولو

هغه څوک چې د سولې او نوي موُقت حکومت پر ضد منفي تبلیغات او یا د جګړې او قدرت دوام غواړي، هومره د سولې او نوي موقت حکومت په رابطه به د ملت اړتیا او لیوالتیا پیدا کيږي. د دې اوسني وضعیت پر ځای چې هر ډول حکومت راځي د افغانستان غوڅ اکثریت ولس په خیر ېې بولو، دا په دې معنا چې د افغان ولس وینه به توقف پیدا کړي او سرتاسري اوربند به رامینځ ته شي او جنګ به پاې ومومي. نو هیله مو دا ده چې ملت باید د سولې او نوي حکومت تر څنګ کلک ودریږي او د دې پروسې حمایت او ملاتړ وکړي، څو د دې اوسني بحران، بدبختیو، ناخوالو او د افغان وژنې څخه خپل ځانونه وژغورو. ...
نور ولوله

د 2021 نوي کال لپاره خپل پلان او نقشه تياره کړې اوسي

په افغانستان کی د نړیوالو جګړه له (2001) نه تر  دې دمه (2021) پوری دوام لري خو له بده مرغه په افغانستان کی د نړیوالو ترمنځ دا جګړه لا هم سړه شوې نه ده او د هیچا په ګټه هم نه ده. ځکه چې دې جګړې د نړۍ ټول هیوادونه له اقتصادي او ناامنیو ستونزو سره مخ کړي،  هیڅوک د جنګ په واسطه خپل هدف ته نه شي رسیدلی.  ځکه وايو چې سوله د وخت اړتیا ده، يقينا په سوله ېيز محیط کې د هر چا ژوند، اقتصاد او پرمختک خوندي او تضمین دی، خو که څوک د سولې او یووالي په ارزښت پوه شي.! په 2021 نوي کال کی په داسې یوه اوږد مهاله نړیواله جګړه او په دې بد اقتصاد کې د نړۍ زيات خلک او هیوادونه به څنګه د ژوند د هر نوي پړاو لپاره يو نوي تصميم نيسي؟  مګر ځينو خلکو او قو...
نور ولوله

د جدی شپږمه په افغانستان کې یوه نه هېرېدونکې توره کرغيړنه ورځ یادیږي

د نن څخه څلویښت ۴۰ کاله مخکې په د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په ۶ افغان مظلوم ولس د اتحاد جماهیر شوروي د نظامي هوايي او ځمکني یرغل شاهد ؤ، د جدی شپږمه په افغانستان کې یوه نه هېرېدونکې توره کرغيړنه ورځ یادیږي، افغانان د جدي شپږمه (د شوروي اتحاد د يرغل) په ورځ پيژني او هر کال يې په هېواد کې د تورې ورځې په نوم يادونه کېږي. د شوروي تر سلو زرو ډیرو عسکرو، په زرهاوو ټانګونو او سوونو جنګي طیارو د شپې په تیاره کې د افغانستان په حریم یرغل وکړ او په لومړیو عملیاتو کې یې د وخت واکمن خلقي مشر حفیظ الله امین وواژه او پرځای یې د دوي ګوډاګی ببرک کارمل په ټانګونو سپور راوسته او د نجیب په ملتيا يې د قدرت په ګدۍ کیناوه. د روسانو کمونستیانو  د ظلم وحشت او بربریت تجاوز له لاسه په ملیونو افغانان ېې په مرګ محکوم او دغه راز ميليونونه افغانان ېې...
نور ولوله

اوسني چارواکي په جرئت سره د ملت پر وړاندې استعفاء ورکړي

زمونږ په هیواد او ټولنه کې یو بل ډیر بد فرهنګ دا مروج شوی دی چې کله یو مشر په خپل مسؤلیت او موقف کې پاتې او ناکامۍ سره مخ شي، نو له بده مرغه بیا د دې توان، جرأت او جسارت نه لري چې خپل ملت ته جوابګوی اوسي، او په خپلې ناکامۍ او تیروتنې باندې اعتراف وکړي، او یا خپل ملت ته د ناکامۍ او د غلطو فېصلو لامل په ښکاره توګه تعریف کړی شي، ترڅو ملت د ده په ناکامۍ، غلطو پاليسېو او پریکړو باندې پوه شي چی اصلي او اساسي ستونزه مشکلات په کوم ځای کې دي؟ څو په اینده کې خلک د شفافې حکومدارۍ په مفهوم پوه شي او د داسې لویو اشتباهاتو نه درس او عبرت واخلي. متاسفانه زمونږ په هیواد کې یو بله لویه بدبختي دا هم ده چې په نظام کې مونږ داسې یوه قوي باصلاحیته شفافه قوه نه لرو چې د مرکزي حکومت څارنه او نظارت په صحیحه توګه ...
نور ولوله

د ملي بوديجې له ۹۱ کوډ څخه سلګونه میلیونه افغانۍ د حکومتي چارواکو فساد

د ملي بوديجې له ۹۱ کوډ څخه سلګونه میلیونه افغانۍ د حکومتي چارواکو او وګړو په شخصي لګښت باندې مصرف کړي دي. هغه ۹۱ کوډ چې د عامې بودجې یوه برخه ده. تاسې وینئ چې له دغه کوډه د شخصي اهدافو لپاره ولسمشر او مخکیني اجرائیه رئیس په امر دوی ته نېږدې کسانو استفاده کړې. ایا دغه او دې ته ورته فساد ظلم له ملت او د دوی په لاس جوړ شوي قانون سره لوی خیانت نه دی؟ زما په نظر د فساد مخه په هغه صورت کې نیول کيږي چې دلته یو مستحکم باصلاحیت او قانونمند حکومت او اداره موجوده وي. ترڅو چې قانون په رښتيني بڼه حاکمیت او مشروعیت ونه لري فکر نه کوم چې د فساد مخه دې ونیول شي او یا شفافیت رامینځ ته شي. څوک چې خپل هیواد ملت او قانون ته ژمنتیا و...
نور ولوله

د چاپلوسانو دې مخ تور وي!

زه خو شخصاً دې نتيجې ته رسیدلی یم چې چاپلوس هغه غلام دی چې د غلامې اخري حد ته رسیدلی وي، اصلاً دوی په ډیرو شیانو کې د دین تابعداري نه کوي، د ښو اخلاقو په نامه هيڅ نه پېژني، یوازې د خپل بادار منې، خو دا په هغه وخت کې چې د چا چاپلوسي کیږي، هغه یو څه صالح حاکم وي، نو بیا شاید چې د چاپلوس دین او اخلاق به یوه څه د منلو وړ وي! او چې حاکم ېې فاسد وي نو بیا خو چاپلوس چې په هره جامه کې وي نو له تربيې او ښو اخلاقو خلاص دی. د چاپلوس یو بل ښکاره عادت دا دی چې د چاپلوس په خوله د حق وینا جاري کیدل یو ناشونی کار دی، ځکه د ده هر څه د بل په واک او اختیار کې اچول شوي وي، او خپله یې ځان له حسنه خوي څخه خلاص کړی دی، که کوم نیک کار کوي نو هغه د خپل بادار لپاره چاپلوسي کوي، دا ځکه چې په دې وخت کې د خپل واک اخت...
نور ولوله

کمونیستې مفکوره په نړۍ کی له منځه تللې ده له بده مرغه افغانستان کې اوس هم د لينن پيروي او متابعت کوي

کمونیستې مفکوره په ټولې نړۍ کی له منځه تللې ده، حتی روسان په خپله ترې کرکه لري خو له بده مرغه په افغانستان کې يو شمېر بدبخته مخلوق اوس هم د لینن پيروي او متابعت کوي. غربیان هم بلا خلک دي د پخوانيو کمونیستانو زامن ېې ډیر په اسانه او سیستماتیک ډول upgrade کړل، په سیکولارانو ېې بدل کړل، خلک هماغه یو مخلوق دی، خو یوازې ترفیع او رتبه یې ورکړه او سیکولرېزم نوم یې ورته انتخاب کړو! په غلامۍ کې عادت شوي دي، دوی ته د خپل عزت معیارونه مهم نه دي، يوازې هغه څه کوي چې په سيستماتيک ډول يې مغزو ته پيچکاري کېږي. د افسوس ځای دا دی چې په ډیر کم شي باندې د هر چا غلامي کوي. ...
نور ولوله

ځینو ځوانانو له صلیبي یرغل سره سم خپل افغاني او اسلامي کلتور په غربي، هندي او ایراني کلتورونو بدل کړ

افغانان چې له كومې ورځې مسلمانان شوي له هماغې ورځې تر اوسه اسلام د دوی دين، شريعت يې قانون او اسلامي فرهنګ او کلتور یې د ژوند بڼه ده. خو متاسفانه ځینو ځوانانو له صلیبي یرغل سره سم خپل افغاني او اسلامي کلتور په غربي، هندي او ایراني کلتورونو بدل کړ، د غربي رسنیو تر اغیز لاندې راغلي، انحراف او بۍ لارېتوب ته یې مخه کړې، د لمونځونو په اړه په کې بې باکي رامنځته شوې، حتی دوی په دې نه پوهیږي چې  دغه پردي دودونه او رواجونه زمونږ په اسلامي ټولنه کې جواز لري، او که نه؟ ديني زده کړو ته يې يو مخ شا کړې، د اسلام په ارزښت باندې ځانونه نه پوهوي علماء کرامو پسې بد رد ویل، شرابخوري، زنا، لواطت، موسيقي او هر ډول اخلاقي فساد یې اوج ته رسېدلی، او ځينو یې لا بیا صلیبي یرغلګرو سره په هر ډول وحشتونو کې پوره...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک