No-IMG

اوسني چارواکي په جرئت سره د ملت پر وړاندې استعفاء ورکړي

زمونږ په هیواد او ټولنه کې یو بل ډیر بد فرهنګ دا مروج شوی دی چې کله یو مشر په خپل مسؤلیت او موقف کې پاتې او ناکامۍ سره مخ شي، نو له بده مرغه بیا د دې توان، جرأت او جسارت نه لري چې خپل ملت ته جوابګوی اوسي، او په خپلې ناکامۍ او تیروتنې باندې اعتراف وکړي، او یا خپل ملت ته د ناکامۍ او د غلطو فېصلو لامل په ښکاره توګه تعریف کړی شي، ترڅو ملت د ده په ناکامۍ، غلطو پاليسېو او پریکړو باندې پوه شي چی اصلي او اساسي ستونزه مشکلات په کوم ځای کې دي؟ څو په اینده کې خلک د شفافې حکومدارۍ په مفهوم پوه شي او د داسې لویو اشتباهاتو نه درس او عبرت واخلي.

متاسفانه زمونږ په هیواد کې یو بله لویه بدبختي دا هم ده چې په نظام کې مونږ داسې یوه قوي باصلاحیته شفافه قوه نه لرو چې د مرکزي حکومت څارنه او نظارت په صحیحه توګه وکړي، دلته قانون، عدالت او دقيق قضاوت نه شته مطلق اکثريت د چارواکو په فساد کې تر ستوني غرق دي.

هغه څوک د ملت پر وړاندې مسؤلیت او صلاحیت لري چې نه خپل ځان اصلاح کولای شي او نه په هیواد او حکومت کې د تغیراتو او د بدلون اراده او توان لري، بلکې ملت مو ورځ تر بلې له بد وضعیت سره مخ کوي. ښه به دا وي چې اوسني چارواکي خپل ملت ته په جرئت سره رجوع وکړي او د ملت پر وړاندې استعفاء ورکړي ترڅو ملت خپل زعیم د اسلام او د خپل قانون په معیارونو مطابق په خپله انتخاب کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک