د ملي بوديجې له ۹۱ کوډ څخه سلګونه میلیونه افغانۍ د حکومتي چارواکو فساد
د ملي بوديجې له ۹۱ کوډ څخه سلګونه میلیونه افغانۍ د حکومتي چارواکو او وګړو په شخصي لګښت باندې مصرف کړي دي. هغه ۹۱ کوډ چې د عامې بودجې یوه برخه ده.
تاسې وینئ چې له دغه کوډه د شخصي اهدافو لپاره ولسمشر او مخکیني اجرائیه رئیس په امر دوی ته نېږدې کسانو استفاده کړې.
ایا دغه او دې ته ورته فساد ظلم له ملت او د دوی په لاس جوړ شوي قانون سره لوی خیانت نه دی؟
زما په نظر د فساد مخه په هغه صورت کې نیول کيږي چې دلته یو مستحکم باصلاحیت او قانونمند حکومت او اداره موجوده وي. ترڅو چې قانون په رښتيني بڼه حاکمیت او مشروعیت ونه لري فکر نه کوم چې د فساد مخه دې ونیول شي او یا شفافیت رامینځ ته شي.
څوک چې خپل هیواد ملت او قانون ته ژمنتیا و نه لري، د هغوی نه پرته له فساد او خیانت نه بل څه طمع توقع نه ده په کار.
