No-IMG

د جدی شپږمه په افغانستان کې یوه نه هېرېدونکې توره کرغيړنه ورځ یادیږي

د نن څخه څلویښت ۴۰ کاله مخکې په د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په ۶ افغان مظلوم ولس د اتحاد جماهیر شوروي د نظامي هوايي او ځمکني یرغل شاهد ؤ، د جدی شپږمه په افغانستان کې یوه نه هېرېدونکې توره کرغيړنه ورځ یادیږي، افغانان د جدي شپږمه (د شوروي اتحاد د يرغل) په ورځ پيژني او هر کال يې په هېواد کې د تورې ورځې په نوم يادونه کېږي. د شوروي تر سلو زرو ډیرو عسکرو، په زرهاوو ټانګونو او سوونو جنګي طیارو د شپې په تیاره کې د افغانستان په حریم یرغل وکړ او په لومړیو عملیاتو کې یې د وخت واکمن خلقي مشر حفیظ الله امین وواژه او پرځای یې د دوي ګوډاګی ببرک کارمل په ټانګونو سپور راوسته او د نجیب په ملتيا يې د قدرت په ګدۍ کیناوه. د روسانو کمونستیانو  د ظلم وحشت او بربریت تجاوز له لاسه په ملیونو افغانان ېې په مرګ محکوم او دغه راز ميليونونه افغانان ېې هجرت ته مجبور کړل چې ډیر افغانانو مو بې کوره او بې وطنه شول!

خو له نیکه مرغه افغان مسلمان مجاهد ملت د خپلو وینو او قربانیو په برکت روسانو او کمونیزم ته داسې شکست ورکړ چې اتحاد شوروي ېې په ټوټو باندی  تقسیم کړو او یو تاریخي ماتې سره مخ شوو، الله تعالی افغانانو ته په نړۍ او په اسلامي تاریخ کې د بریا یو لوی سعادت په نصیب کړ او دغه لوی افتخار د افغانانو په برخه شو او د دې بريا په ترڅ کې د مسلمانانو اشغال شوي هیوادونه هم د روسانو د ظلم او استبداد له منګولو ازاد او خلاص شول.

نن د ۶ د جدي ۱۳۹۹ مونږ د روسي اشغال په داسې حال کې یادونه او غندنه کوو چې په افغانستان کې د امریکایی اشغال شاهدان یو.

امریکایان په داسې حال کې چې په افغانستان کې د روسي اشغال له سرسختو مخالفینو څخه وو او په نړیواله سطحه یې ددې اشغال پر خلاف کمپاین کاوه او د اشغال په مقابل کې یې د افغان مجاهدینو سیاسي او مالي حمایت هم کاوه ، د افغانانو میړانه، قرباني او د اتحاد جماهیر شوروي شکست او ټوتې کیدل یې په سترګو ولیدل، بیا یې هم په افغانستان د حملې جسارت وکړ او د تسخیر خوبونه یې ویني، افغانانو د روسي یرغل په څیر امریکایي یرغل ته هم سر ټیټ نکړ او په داسې حال کې یې په مبارزه لاس پورې کړ چې د روس په شمول ټوله دنیا د امریکا په څنګ کې ولاړه وه، د پنځوس ملکونو عسکر عملا د امریکایانو سره افغانستان ته راغلل اوپاتې نورو هیوادونو یې سیاسي او مالي حمایت وکړ ، د روسي اشغال برخلاف چې روسانو ته په افغانستان کې یوې ډلې ښه راغلاست وویل، بلکه د یوې ډلې پرته ټول د اشغالګرو سره ودریدل او د مظلومو افغانانو د وژلو او ځورولو ننداره یې وکړه. دا هماغه ډله وه چی پرون د روسانو په چوپړ کې د افغان  ولس پر ضد جنګیدل او افغانان ېې وژل اوس هم هماغه اشخاص او افراد دي چې د افغان ولس پر ضد بمبارۍ او هدفي وژنې او ترورونه کوي، د بیګناه افغانانو نه ېې زندانونه ډک کړي، تراوسه تقريباً یو ملیون افغانان ېې وژلي دي، هر چا چې د ولس پر وړاندې ظلم، وحشت او خیانت کړی هغه به د ولسونو له مقاومت سره ضرور مخامخ کیږي او تور برخلیک به د دوی په انتظار وي.

الله تعالی انسان ازاد او خپلواک پیدا کړی لکه څنګه چې د نړۍ نور وګړي په خپلواکۍ او ازادۍ کې ژوند کوي مونږ افغانان هم د دې حق لرو چې په خپل هیواد کې پرته له جنګ تهدید او اشغال نه خپلواکه ازاد او د ملت په خوښه مستقل اسلامي نظام ولرو.!

 ومن الله التوفیق

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک