No-IMG

ځينې ځوانان د خپلو نیکو مشرانو او د اسلامي شعائرو نه به دفاع نه شي کولې

حضرت عمر رضی الله عنه فرمايي : إنا كنا أذلَّ قومٍ فأعزَّنا اللهُ بالإسلام، فمهما نَطلب العزَّ بغير ما أعزَّنا اللهُ به أذلَّنا اللهُ.!

ژباړه : مونږ یو ذلیل قوم وو بیا الله تعالی مونږ ته په اسلام سره عزت راکړ او کله هم چې مونږ په بل شي کې عزت ولټولو بیا به مو الله تعالی ذلیل کوي .

تردې زیات ذلت به نور څنګه وي چې بعضې  ځوانان د خپلو نیکو مشرانو او د اسلامي شعائرو نه به دفاع نه شي کولې فقط په داسې حساس وخت کی بیا خاموشي اختیار کړي، حتی د دوی په ګرمو مجالسو کی داسې هم ویلکيږي چی د کفري استعمار لپاره مونږ کولای شوو چی د خپل اسلام وطن او عنعناتو ارزښتونو څخه تېر شوو، دا د ډیموکراسې او د اشغال برکت دی؛ هر وخت چی په مسلمانانو باندی په زغرده ظلم او وحشت کیږي کله د هغوی په کورونېو او ځانونو تجاوز وشي، او کله د علماوو او د قوم مخورو مشرانو کادرونو توهین ترور او عام وژنه وشي، کله چی د هغوی په حق او حقوقو باندی تیری کوي او هېڅ باک ورباندې نه راوړي ، او ددې تیری ظلم نه خوند او لذت اخلي.!

د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه خبره بالکل صحیح ده چې مسلمانانو ته الله تعالی په اسلام سره عزت ورکړی دی او همدا عزت یې بس دی او که کله هم مسلمانان په بل شي کې عزت ولټوي الله تعالی به یې ذلیل کړي.

له بده مرغه مونږ همداسې یو بد وضعیت سره مخ یوو دا هر ځه په خپلو سترګو ګورو.!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک