د 2021 نوي کال لپاره خپل پلان او نقشه تياره کړې اوسي
په افغانستان کی د نړیوالو جګړه له (2001) نه تر دې دمه (2021) پوری دوام لري خو له بده مرغه په افغانستان کی د نړیوالو ترمنځ دا جګړه لا هم سړه شوې نه ده او د هیچا په ګټه هم نه ده. ځکه چې دې جګړې د نړۍ ټول هیوادونه له اقتصادي او ناامنیو ستونزو سره مخ کړي، هیڅوک د جنګ په واسطه خپل هدف ته نه شي رسیدلی.
ځکه وايو چې سوله د وخت اړتیا ده، يقينا په سوله ېيز محیط کې د هر چا ژوند، اقتصاد او پرمختک خوندي او تضمین دی، خو که څوک د سولې او یووالي په ارزښت پوه شي.!
په 2021 نوي کال کی په داسې یوه اوږد مهاله نړیواله جګړه او په دې بد اقتصاد کې د نړۍ زيات خلک او هیوادونه به څنګه د ژوند د هر نوي پړاو لپاره يو نوي تصميم نيسي؟
مګر ځينو خلکو او قوتونو ته د کاليزې د پاڼو اوښتل بابېزه ښکاريږي او پروا يې نه کوي، خو حقيقت دا دی چې ژوند تير شي بيا بېرته په شا نه راګرځي، خو ګټه هغه چا وکړه چې له وخت نه يې په ښه توګه استفاده وکړه.
کله چې د کال وروستۍ شپې ورځې شي، فعال او ژوندي خلک د خپل ځان او چارو د ارزونې لپاره له خپل ځان سره حساب کوي او ګوري چې په تير کال کې يې څه لاسته راوړنې درلودې او څه يې له لاسه ورکړي دي، په لاسته راوړنو خپل ځان ته ډاډ او حوصله ورکوي او د ژوند د چارو په بيلابيلو برخو کې د نوي کال لپاره د نويو پلانونو په اړه فکر کوي او د تير ژوند له تېروتنو او زيانونو څخه عبرت او درس اخلي.
نو دا چې نن د نوی کال لومړنۍ ورځې دي،
که د دې نوي کال لپاره خپل پلان او نقشه تياره کړې اوسي، ښه تر ښه عمل او اقداماتو ته چمتو شه او که نه وي نو همدا اوس پورته شه، مهالوېش جوړ کړه، د پردیپالو له منفي تبلیغاتو او مفکورو څخه ځان وساته،
دا ځکه چی د وخت تقاضا ده او پرته له سولیز او ټولنیز ژوند کولو نه پرمختک ناممکنه دی.
