No-IMG

ځینو ځوانانو له صلیبي یرغل سره سم خپل افغاني او اسلامي کلتور په غربي، هندي او ایراني کلتورونو بدل کړ

افغانان چې له كومې ورځې مسلمانان شوي له هماغې ورځې تر اوسه اسلام د دوی دين، شريعت يې قانون او اسلامي فرهنګ او کلتور یې د ژوند بڼه ده.

خو متاسفانه ځینو ځوانانو له صلیبي یرغل سره سم خپل افغاني او اسلامي کلتور په غربي، هندي او ایراني کلتورونو بدل کړ، د غربي رسنیو تر اغیز لاندې راغلي، انحراف او بۍ لارېتوب ته یې مخه کړې، د لمونځونو په اړه په کې بې باکي رامنځته شوې، حتی دوی په دې نه پوهیږي چې  دغه پردي دودونه او رواجونه زمونږ په اسلامي ټولنه کې جواز لري، او که نه؟ ديني زده کړو ته يې يو مخ شا کړې، د اسلام په ارزښت باندې ځانونه نه پوهوي علماء کرامو پسې بد رد ویل، شرابخوري، زنا، لواطت، موسيقي او هر ډول اخلاقي فساد یې اوج ته رسېدلی، او ځينو یې لا بیا صلیبي یرغلګرو سره په هر ډول وحشتونو کې پوره برخه لرلې چې له امله یې په ټولنه کې زياتې ناخوالې او ناوړه کړنې رامنځته کړي.

الحمد لله، يوه ډله بااحساسه ځوانان هم په ټولنه کې شتون لري او هر څه ته متوجه دي خپل اسلامي او افغاني مسؤلیت په ميړانه ترسره کوي.

صلیبي یرغلګرو هم همدا واقعيت درک کړی چې په کومه ټولنه کې بااحساسه، باشعوره او با استعداده ځوانان شتون ولري، په هغې ټولنه باندې هیڅکله دښمن نه شي بریالی کیدلی، او هیڅ ډول دسيسې يې پر وراندې پایلې نه لري.

د تاریخ په اوږدو کې الله تعالی تل د خپل دين لپاره ساتونکي اتلان او بااحساسه ځوانان پیدا کړي دي.

الله دې په ټولنه کې همداسې باشعوره ځوانان نور هم زیات کړي څو د خپل مبارک دين او د هیواد ملي ګټو ته ژمن وي.

آمين يارب

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک