No-IMG

د چاپلوسانو دې مخ تور وي!

زه خو شخصاً دې نتيجې ته رسیدلی یم چې چاپلوس هغه غلام دی چې د غلامې اخري حد ته رسیدلی وي، اصلاً دوی په ډیرو شیانو کې د دین تابعداري نه کوي، د ښو اخلاقو په نامه هيڅ نه پېژني، یوازې د خپل بادار منې، خو دا په هغه وخت کې چې د چا چاپلوسي کیږي، هغه یو څه صالح حاکم وي، نو بیا شاید چې د چاپلوس دین او اخلاق به یوه څه د منلو وړ وي! او چې حاکم ېې فاسد وي نو بیا خو چاپلوس چې په هره جامه کې وي نو له تربيې او ښو اخلاقو خلاص دی.

د چاپلوس یو بل ښکاره عادت دا دی چې د چاپلوس په خوله د حق وینا جاري کیدل یو ناشونی کار دی، ځکه د ده هر څه د بل په واک او اختیار کې اچول شوي وي، او خپله یې ځان له حسنه خوي څخه خلاص کړی دی، که کوم نیک کار کوي نو هغه د خپل بادار لپاره چاپلوسي کوي، دا ځکه چې په دې وخت کې د خپل واک اختیار خاوند نه دی.

تر ټولو غوره جهاد د ظالم او خاین پاچا په وړاندې د حق خبره کول دي او یا د ظالم امیر په وړاندې بغاوت کول دي، نو هغه که بیا د حق په ویلو دار ته هم خيژي، نو دار ته په خندا ورځي او په دار کې خپل جنت له ورایه ګوري، مسلمان پرته له الله نه بل هیچا ته د سر ټيټولو مستحق نه دی.

الله تعالی مو دې چاپلوسۍ نه ساتي، او رب دې مونږ د حق په صف کې لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک