No-IMG

په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل خارجیان او د دوی لاسپوڅي اشخاص دي

هغه څوک چې په افغانستان کې د خارجیانو نظامي شتون لپاره هلې ځلې کوي، هغوی د جنګ او د اشغال دوام غواړي، دوی ته افغان وژنه یو ډول سیاست او تجارت ښکاري یوازې خپلو شخصي ګټو په خاطر هر ډول معاملو ته تیار دي. امریکا او ناټو شل کاله مخکې د یو غیر مشروع هدف لپاره په افغانستان باندې تجاوز وکړو، په داسې حال کې چې دوی یو ځل اشتباه وکړه او په خپلو تیروتنو او خطاګانو  باندې اعتراف کوي، سره له دې د اوږد مهاله جګړو او اشتباهاتو په درشل کې مجبور شول له طالبانو سره په دوحه کې د سولې په تړاو یو قانوني توافق وکړي چې لا تر اوسه پورې جریان لري، اما بیا داسې لویه اشتباه نه کوي چې په افغانستان کې جګړې ته مخه کړي، او یا د دې هڅه وکړي چې افغانستان ته خپل سرتیري راولیږي، البته سیاسې او استخبارتي لاسوهنه به ترهغه پورې کوي ترڅو چې دوی خپل هدف ترلاسه کړی نه وي.

زمونږ ملت اوس په دې پوه شوی چې  په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل خارجیان او د دوی لاسپوڅي اشخاص دي، ترڅو چې مونږ خپل سیاسي استقلالیت ونه لرو تر هغه به خارجیان لاس وهنه کوي او د خپلې خوښې حکومتونه به په مونږ باندې تحميلوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک