د افغانستان ټول ملت ته د کمال خان بند مبارکي وایم
د افغانستان ملي شتمنيو، ارزښتونو او عام المنفعه پروژو لکه بندرونو، بندونو او ترانزیتي لارو ساتنه او ښه مدیریت د هیواد د اقتصادي او اجتماعي پرمختګ تضمین کوي، څو د هیواد وګړي مو په صحیح توګه ترې مستفید شي دا ځکه چې ملي پروژې د ملت نماینده ګي کوي او د خلکو د پرمختګ او بهبودۍ په خاطر رامینځ ته کیږي.
بالاخره د الله تعالی په مرسته د افغانستان ملي پروژې د حامد کرزي په ولسمشرۍ کې د سلما او د کمال خان بندونو باندې عملي کارونه پیل شوو، له نیکه مرغه دواړه ملي پروژې اوس مهال د ولسمشر اشرف غني په دوره کې په بشپړ ډول تکمیل او مکمل شوي دي.
خو له بده مرغه په شلو کالونو کې چې څومره نړیوالو له افغانستان سره مرستې کړې هومره د هیواد په ملي پروژو باندې مصرف شوي نه دي، د ملت سرمایه د حکومت چارواکو په خپل مینځ کې حيف او میل کړې او تر اوسه پورې په اخته دي.
بيا هم ډیر په خوشحالۍ سره د افغانستان ټول ملت ته د کمال خان بند مبارکي وایم الله تعالی دې زمونږ په هیواد کې تل پاتې سوله او د ټولو افغانانو په خوښه اسلامي نظام رامینځ ته کړي.
