No-IMG

په دوحه کې د سولې موضوع ولې د بن بست خواته لاړه؟

په دوحه کې د سولې موضوع ولې د بن بست خواته لاړه؟

عامل  یی څه وو؟

دوه ډیر مهم علتونه ېې درلودل؛

د اشرف غني حکومت په نړۍ کې یو ناکام بې ثباته او مفسد حکومت پیږندل شوی دی، بلکې خپل سیاسي ارزښت او باور ېې هم په داخل کې او هم د نړۍ  په کچه له لاسه ورکړی.

لومړی لامل د بن بست؛

سوله او د جنګ توقف دا یوه ډیره مهمه او ملي معضيله ده، د هیچا شخصي موضوع نه ده، او نه په شخصي توګه څوک کولای شي ملي مسایلو په اړه غیر مسؤلانه او جذباتي  فيصلې وکړي، ملي مسایل په ملت کې مسلکي او د ملت با صلاحیته استازو پورې تړاو  لري. ملي مسایلو کې د ملت مؤثر، بانفوسه او مسلکي با صلاحیته اشخاص باید دخیل واوسي، البته د دوی مسؤلیت هم دا دی چې د یوې ملي اسلامي اجماع په تناسب کې او په یو ځانګړې طرحې باندې توافق وکړي څو د سولې موضوع په نړیوالو باندې ومني.

په دوحه کې چې کله بین الاافغاني مذاکرات شروع شول، له بده مرغه ارګ میشتو مامورینو د افغانستان احزابو او مشرانو د ملت مخورو علماوو، قومي مشرانو او فعاله ځوانانو ته د مشورو او د طرحو رامینځ ته کولو چانس او فرصت ورنه کړ، بلکی پر وړاندې ېې توطئې او دسيسې رامینځ ته کړی.

ارګ قصداً دې ته تیار نه و چې خپل قدرت او موقف د سولې لپاره قرباني کړي او د ملت غوښتونو ته ژمن پاتې شي، یوازې په پردۍ جګړې باندې ېې تمرکز کاوه او لا يې هم کوي.

متاسفانه د ارګ میشتو مامورینو  د دوحې سولې لپاره د مذاکراتو ټیم د داسې اشخاصو څخه رامینځ ته کړ چې اکثره غیر مسلکي او بې صلاحیته خلک و او د جنګ په دوام يې ټینګار کاوه، اصلاً له دوی سره د سولې په رابطه هیڅ اراده او برنامه موجوده نه وه، حتی دوی ټول د ملت له استازیتوب نه مطلقاً عاجز و، بالاخره دوی هم ملت ته او هم نړیوالو ته د سولې په اړه ناکام او

ډیر بې ثباته معلوم شول، له بده مرغه د دوحی د سولې فرصت ېې له لاسه ورکړو ټولو ته مالومه شوه چې د ارګ مامورینو ته د سولې موضوع دومره مهمه نه ده لکه څومره چې په خپل قدرت ساتلو باندې ټینګار کوي، دوی د مؤقت حکومت تصوير داسې وړاندې کړ، لکه مؤقت حکومت چې کومه ستره بلا وي، په داسې حال کې چې اشرف غني په خپله د پاکستان نه د مؤقت حکومت د مشر په حیث د پاتې کیدلو غوښتنه کړې وه، ويلي يې و که چیرې تاسو ما د مؤقت ادارې د مشر په حیث ومنئ نو زه به سولې ته غاړه کیږدم.

د ارګ له غلطو او بې ځایه فیصلو له وجې د دوحی مذاکراتو نتیجه ورنه کړه.

دوهم لامل د دوحی د سولې د بن بست دا و چې کله امریکا او ناټو په افغانستان باندې تجاوز وکړو د ټولو نړیوالو قوتونو په همکارۍ او مصلحت باندې افغانستان ېې اشغال کړو، البته دا کار يې د يوې جوړ جاړي په ذريعه وکړ او د نړې د ټولو قوتونو  په خوښه افغانستان ېې اشغال کړ.

اوس مهال چې امریکا او ناټو خپل شکست ومنلو غواړي چې خپل سرتیري له افغانستان څخه وباسي نو په يوازې ځان يې له طالبانو سره د سولې په تړاو د دوحې توافق رامینځ ته کړو، نو د سولې په دې برخه کې یوازې درې جهتونو ډیر مهم رول درلود امریکا، طالبان، او پاکستان، د دوحې د سولې پروسې په رابطه دا یو بلاک تشکيل شو، دوی غوښتل چې سوله او له نوي حکومت په شتون کې د دوی په خوښه سولې پروسه به تطبیق کړي.

د دوی په مقابل کې د سولې د سبوتاژ کولو پر ضد یو بل بلاک ته موقع مساعده شوه چې عبارت له روس، چین، هند، ایران، او د کابل ارګ میشت مامورین.

حال دا چې د کابل ارګ میشت مامورین د دوحی په مذاکراتو کې موجود وو خو د قدرت په خاطر ېې نه غوښتل چې سولې ته ژمن پاتي شي، خپل بلاک سره د سولې پرضد ودریدل او د دوحې مذاکرات د بن بست خوا ته لاړل.

د سولې په رابطه د روس او د ترکیی ناستې او د سولې يو نوی پړاو؛

جوباډین چې کله د سپينې ماڼۍ واګې په لاس کې واخيستې د دوحی سولې په رابطه يې یوه نوې ځانګړې ستراتېژي طرحه کړه، هغه داسې چې په افغانستان کې چې هر ډول سوله او نوی حکومت راځي باید د ټولو نړیوالو په خوښه رامینځ ته شي او بهرني هېوادونه د دغه توافق خپل سرتیري له افغانستان وباسي، د افغانستان په اړه تقريباً ټولې خواوې دې نتيجې ته رسېدلي دي چې دلته د جنګ دوام د هیچا په ګټه نه دی ټول مجبور دي چې جنګ ته د حللاره پیدا کړي.

او بل افغانان یو تریخ حقیقت باید ومني چې د افغانستان د سولې معضیله یوازی د افغانانو موضوع نه ده په دې سوله کې ټول نړیوال ځانونه  شریک ګڼي.

لکه څنګ چې ټول نړیوال له امریکا ناټو سره د افغانستان په اشغال کې شریک او همکار وو، همداسې نړېوال اوس د افغانستان د سولې په اړه خپل امتیاز او ګټې په نظر کې لري. امریکا په دې ښه پوهیږي چې پرته د نړیوالو له مرستې او همکاریو؛ ناممکنه ده چې د افغانستان د سولې په معضیله کې موفق او بریالی شي، مجبور او مکلف دی چې ټولو نړیوال ته یو څه ومني.

حتی د دوی له خبرو داسې مالومیږي چې د سولی مذاکراتو په اړه به نوې ترکیب او تشکیلات د ځای محل به یو څه متفاوت وي، په مذاکراتو کې به د رهبریت په کچه مشران ګډون کوي مسلکي او باصلاحیته مشران به دعوت کیږي البته ډیر کم تعداد مشرانو ته به بلنه ورکول کیږي.

د افغانستان ساسي مشران او علماء د سولې په اړه باید څه وکړي؟

لومړی د دوحی د سولې مذاکراتو نه باید عبرت واخلي، د حکومت بی ځایه غلطې فیصلې او اشتباهات باید بل ځل تکرار نه شي. دوهم مخکی د دې نه چې مونږ د ترکیی او مسکو ناستو کې ګډون کوو د افغانستان بانفوسه افغان شموله د احزابو مشران ټول په خپل مینځ کې کیښني او د افغانستان د سولې په رابطه یوې ځانګړې طرحه باندې توافق وکړي، که چیری افغانان په خپل مینځ کې د سولې په اړه هماهنګي او همنظره نه شي فکر نه کوم چې دغه د سوله مذاکرات کومه نتيجه ورکړي.

مونږ افغانان باید په داسې یوې منظمې طرحی باندې توافق وکړو څو ټولو ذيدخلو سیاسي جهتونو ته د منلو وړ وي.

د یوې تل پاتې سولې په هیله

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک