No-IMG

بالاخره به مونږ ته يو پوروړی افغانستان په ميراث پریږدي!

ممتاز جهانگير

 

د ارګ ناکامو او بې ثباته مفسدو واکمنانو د ضعیف مديریت له وجې افغانستان له نړیوالو په ملیاردونو ډالر پوروړی دی، ارګ مېشت د دې توان نه لري چې خپل قرض نړیوالو ته بیرته ورکړي او نه يې په قصه کې دي، له بده مرغه دا هر څه دوی د مرستو په نامه راوړي او خپله یې حيف او ميل کړي دي.

د نړۍ اقتصاد پوهان وایي چې افغانستان به په راتلونکي وخت کې د قرض نه ورکولو په خاطر د افلاس (Bankruptcy) په نوملړ کې شامل شي؛ د IMF او د اسيايي پراختیايي بانک په شمول د نړۍ ټولو بانکونو او هیوادونو نه قرضداري دي. د نړۍ اقتصادي او نظامي زبرځواکونه کوشش کوي چې په غریبو او جنګځپلو هیوادونه کې خپل لاسپوځي حکومتونو رامینځ ته کړي او هغه ډول اشخاص يې په رأس کې وګماري، لکه نن سبا يې چې افغانستان لري؛ څو د دوی په واسطه هر څه په خپل تسلط کې راولي، د نظامي اشغال ترڅنګ هڅه کوي چې خلک او هیواد ېې هم په اقتصادي لحاظ پوروړی او اسیر کړي او هم په فکري لحاظ د خلکو ذهنیت انحصار کړي! کله چې یو هیواد اقتصادي بحران سره مخ شي نو د ټولې نړۍ پوروړی شي، نو طبعاً نړیوالو ته به په بدل کې خپل سیاسي او اقتصادي  واک په بشپړه ورته سپاري،که دې خوښه وي يا نه دا کار بیا تا پورې مربوط نه دی.

حتی ستاسو د هیواد ټولې پریکړې فېصلې به بیا بادار درته کوي، د هیواد داخلي او خارجي سیاست به د پور ورکوونکي اختیار کې وي.

نن سبا هغه هیوادونه چی اقتصادي قوت لري هغوی ډیر په اسانۍ سره غریب هیوادونه په خپل تسلط کې راولي.

 له بده مرغه د دغو هېوادونو له جملې یو زمونږ ګران افغانستان دی چې د اقتصاد پوهۍ دعوه دارانو دې ځای ته راورساوه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک