د اشغال آمرانه ظلم او افغان وژنه منم، اما امرانه سوله نه منم
عجیبه نه ده؟ د اشغال آمرانه ظلم او افغان وژنه منم، ملاتړ، همکاري او غلامي یې کوم،
اما امرانه سوله نه منم بلکې پر وړاندې یې مخالفت کوم او موانع رامینځ ته کوم!
ایاً دا څرګندونې په رښتیا سره د ولسونه په خیر دي؟ هیڅکله نه.
پرون د همدغه اشغال په څنګ کې ولاړ وو، د افغانستان ملي اسلامي ارزښتونه یې په پردیو وپلورل، پر افغان وژنې باندې يې افتخار کاوه، د طالب مجاهد او پښتون په نوم مو څومره افغانان بمبار کړل، افغانان يې ونیول، په شخصي زندانونو کې يې په شهادت ورسول، حتی په رسنیو کې يې په خپلو جنایتونو اعتراف وکړ چې ګویا ۵۰ شخصي زندانونه يې لرل او په زرګونه خلک يې وژلي دي، د شخصي زندانونو د جنایتونو دوسیه تر اوسه پورې په حقوق بشر که موجوده ده چې ټول بیګناه افغان یې وژلي دي، تر ننه ورځې پورې د پردیو په چوپړ کې د غلامۍ ژوند کاوه، خو چې کله هم د دوی قدرت، موقف او امتیاز په خطر کې شو، بیا نو ډیر په سپین سترګۍ سره خپل بادار او افغان ملت ته وایي چې مونږ امرانه سوله نه غواړو، دا ځکه چې سوله د دوی قدرت سلب کوي او د خپلو شخصي ګټو او قدرت ساتلو په خاطر د جنګ او افغان وژنې دوام غواړي او د سولې مخالفت او موانع رامینځ ته کوي.
مونږ خو دوی ته پخوا مشوره ورکړې وه چې مخکې له دې چې جوبایډین ورته د استعفا پېشنهاد ورکړي، ښه به دا وي چې دا کار د افغان ملت په خوښه ترسره کړي.
