No-IMG

د افغانستان شل کلنه جګړه او پردي سیاستونه

د افغانستان شل کلنه جګړه او پردي سیاستونو له وجې زمونږ قومونه او په ټولنیز ژوند کې خورا زیات له کرکو ستونزو او شخصي دښمنيو سره لاس او ګریوان دي،

ډیر په تأسف سره باید ووایم چې زمونږ بعضې افغانان په خپل قوم او ټولنه کې سیاسي او قومي ښه تعامل او تعادل صفتونه ېې له لاسه ورکړي دي، د دوی له غلطو او بې ځایه سیاستونو او نامشروع فیصلو له لاسه په قوم او ولسونو کې قومي مشران، ځوانان، علماء او د قوم کدرونه هر ورځ ترور او وژل کیږي، دا خلک د دوی د غلطو پالیسیو، سیاستونو او شخصي خصومتونو ښکار کیږي، دا ځکه چې په قوم ولس کې غیر مسلکي او نااهله اشخاص واکمن دي؛ سیاست دیته نه ویل کیږي چې د قوم او ولس حقوق او امتیازات خپله شخصي او یا ميراثي وګڼي او هر څه په خپله انحصار کړي، سیاست دیته هم نه ویل کیږي چې په قوم کې نفاق، کرکه او

تفرقه او یا شخصي دښمنیو ته لمنه ووهل شي! هوښیار سیاست پوه خلک چې سیاست کوي د خپل ولس او د هیواد سوکالي او بهبودۍ په خاطر یې کړي، هغه څوک چې خپل شخصي موقف او ګټو په خاطر سیاست کوي هغوی له قوم ولس سره یو لوی خیانت جرم کوي، حتی خپل شخصیت لپاره یې هم تاریخي بدنامي پاتې کیږي او د غلط سیاست او بې ځایه غیر منطقي فیصلې او په ټولنه کې خصُومت، کینه او غیر سالم رقابتونو له لاسه ممکن ډیر بې ګناه خلک خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په سياست کې د غلطې لارې انتخاب هغه بدبخته مرض دی چې بالاخره په کې انسان خپل ځان، مال، کورنۍ او قوم له لاسه ورکوي.

زمونږ اساسي ستونزه دا ده چې نه د اسلام په رڼا کې شرعي اصولو باندې ځان خبروو او نه په خپلې پښتو، افغاني او قومي اصولو او عنعناتو باندې قناعت او بسنه کوو،

خو له بده مرغه مونږ هره ناروا او بد کار ته د سیاست نوم ورکوو.

الله تعالی دې په قومونو کې اتحاد او یووالی رامینځ ته کړي، څو د دغو  بدبختیو نه خپل خلک وژغورو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک