No-IMG

د حزب اسلامي سیاسي مبارزه د ولس په خیر دي

حزب اسلامي نه یوازې یو نظامي قوت دی، بلکې نړۍ یې اوس په یو فعاله منظم سیاسي قوت باندې پیژني، د حزب اسلامي سیاسي مبارزه او په څنګ کې فرهنګي او اجتماعي فعالیتونه د ولس په خیر دي؛

حزب اسلامي د اکثرو افغانانو په نماینده ګۍ د راتلونکې جمعې په ورځ سوله ييز لاریون ته چمتوالی نیولی دی، لکه څنګه چې ولسونه د دې حق لري چې په سوله ييزه توګه لاریون وکړي او د حکومتونو مسؤلیت  دا دی چې د قانون مطابق لاریون کوونکو ته درناوی وکړي او د لاریون لپاره امنیت تامین کړي.

نو هیڅوک د لاریون کوونکو په مقابل کې د تهدید او یا د تحقیر حق نه لري، ولسونه هر وخت د دې توانايي لري چې خپل سوله يیز قوت وکاروي، دا ځکه چې دا حق ورته قانون ورکړی دی.

څو ولسونه د لاریون له لارې خپلې غوښتنې مطرحې او غږ اوچت کړي او د خپل حق غوښتنه وکړي.

د دې په خاطر چې حکومتونو ته ثابته شي چې مونږ د خپل حق د تحقق لپاره خپلې هلې ځلې به تر هغه جاري ساتو، څو چې د ولس غوښتنو ته غاړه کيښودل شوي نه وي،

منحیث د یو مسلمان او افغان زمونږ ایماني مسؤلیت دا دی چې د خپلو بې وسو خلکو لپاره د حق غوښتنه وکړي همداسې خاموش او بې تفاوته مه پاتې کیږئ. مونږ ټولو افغانانو وروڼو خویندو ته بلنه ورکوو چې په دې سوله يیز لاریون کې ګډون وکړي.

ترڅو حق حقدار ته ورسیږي.

ومن الله توفیق

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک