No-IMG

د امريکايانو پاتې کيدل او راتلونکی سیاسي، نظامي او اقتصادي پروژې

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، راتلونکې د می په مياشت کې له افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتل ګران کار دي، خو په دې اعتراف او ټینګار کوي چې ګواکې د امریکا ولسونه يې نه غواړي تر ډېره دغه هېواد کې پاتې شي او دا اوږد مهاله جګړه د هیچا په ګټه نه ده.

ولسمشر بايډن د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه داسې دلایل وړاندی کړي "د تکتيکي دلايلو له مخې د می لومړنۍ نېټې ضرب الاجل عملي کول به ګران وي"

خو نوموړي زياته کړه چې له خپلو ملګرو او متحدينو هیوادونو سره مشورې کوو چې څرنګه دغه جګړه ختمه کړو.

خو له بلې خوا د جرمني پارلمان په افغانستان کې سم دلاسه خپل پوځي ماموریت د یو کال لپاره تمدید کړ.

په دا سی حال کې چې د طالبانو اسلامي امارت په وینا د امریکا ولسمشر فیصله د دوحه د سولې تړون پر خلاف یو بې ځایه عمل بولي،  وایي که چیرې امریکا او ناټو خپل سرتیري له افغانستانه په خپلې ټاکلې نيټه ونه ایستل مونږ مجبور یوو چې د دوی پر ضد وسله واله جګړې ته دوام ورکړو.

د جوبایډن د تکتیکي دلایلو نه ېې هدف څه دی؟

په امریکا کې چې هر کله نوی حکومت او ولسمشر انتخاب کیږي هغوی لپاره نوې تګلاره پلانونه او ځانګړې ستراتيژۍ مشخص شوي وي، لومړی هغه څه کوي چې د جمهوري غوښتونکو ولسمشر ټرمپ ټول تړونونه توافقنامې لغوه کړي څو خپلو نویو تګلارو او پلانونو لپاره لاره تصفیه کړي؛ د امریکا ډیموکرات ولسمشر د یو خاص پلان لپاره انتخاب شوی.

 ښاغلی جو بایډین په خپلو خبرو کې وایي مونږ د تکتیکي دلایلو له مخې نه شوو کولای چې خپل سرتیري د می په میاشت کې وباسو. دا په دې معنا چې ډیموکرات په نوو تکتیکو باندې بوخت دي  تر اخیره پوری هڅه کوي چې خپلو شومو تکتیکونو او پلانونو نه سوءاستفاده وکړي او یا به هیوادونو سره جوړجاړې کوي، افغانان په خپل مینځ کې مجبور او مصروف وساتي، ترڅو خپل سیاسي، نظامي او اقتصادي پاتې شوي اهداف او پروژې تکمیل کړي. د دوی له اوسنېو طرحو ستراتیژیکو پلانونو خبرو او تکتیکونو نه داسې مالومیږي چې جګړه یوازې د خپل شخصي اهدافو لپاره متوقف کوي، حال دا چې  دلته یو څه پروژې دي چې تراوسه تکمیل شوي نه دي د هغوی لپاره نوي تکتیکونه په کار اچوي، نو بناً جګړه او سوله یوازې خپلو شخصي ګټو په خاطر کاروي.

«سیاسي نظامي او اقتصادي پروژې»

ټاپي هغه نړیواله پروژه ده چې د ترکمنستان نه د افغانستان په پراخه خاوره کې به د تیلو او ګاز نل لیکه تیریږي پاکستان هندوستان ته به تیل او ګاز لیږدوي.

ټاپي پروژه له دریو لسیزو را په دېخوا نړیوالو ته مطرح او مهمه پروژه ده، څو نړیوال په دې وتوانیدلی شي چې له منځنۍ اسیا سوېلي اسیا ته د انرژۍ لېږدولو زمینه سازي وکړي، نو په دې برخه کې امریکا غواړي چې په مستقیم ډول په دې پروژه کې دخیل واوسي او مالي پانګونه وکړي. د ټاپي پروژې په برخه کې د امریکا او ترکمنیستان تر مینځ یوه ډیره مهمه ناست وشوه.

داسې مالومیږي چی د ترکمنستان نللیکې د امنیت لپاره چې له افغانستان تېرېږي طالبانو ته د دې نل لیکې د امنیت خوندیتوب لپاره "د تېرېدو حق" ور کړي.

دا نللیکه فعلاً د پلیتوب پړاو کې ده.

طالبانو هم د ټاپي د پلیتوب هرکلی کړی او نړیوال هم په دې باور دي چې پرته د طالبانو له مرستې ناممکنه ده چی  د دې پروژې امنیت تاامین واوسي او طالبانو د پروژی د خوندیتوب سره تړلي بولي.

له بده مرغه زمونږ د هیواد او منطقي په سرنوشت باندې داسې پټې او ښکاره معاملې دوام لري

چې تراوسه پورې مونږ نه پوهیږو چې په اینده کې به څه ډول بحران سره لاس او ګریوان کیږو، یوازې د دوی ډول اواز ته په پټو سترګو نڅا کوو، متاسفانه په دې نه پوهیږو  چې زمونږ په غیاب کې پردي ولې فیصلې وکړي، د خپلو فیصلو  واک حق د افغانانو نه ولې سلب شوی دی، فقط مونږ ېې په خپل مینځ کې قومي، سمتي، ژبني، مذهبي، تعصب په مرض ککړ کړي یوو، او له بلې خوا په افغانانو باندې داسې بې رحمه نااهله پردیپاله مجرمین اشخاص یې ګومارلي چې هغوی د افغانانو نماینده ګي نه شي کولای يوازې خپل موقف او ډالرو لپاره کار کوي،

 افغانان دومره نه شي کولای چې په خپل منځ کې کیني او د افغانستان اوسني وضعیت ته د حللاره پیدا کړي.

الله تعالی دې افغانان په خپل مینځ کې د یو واحد صف تر چتر لاندې متحد کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک