زموږ په ټولنه کې په عملي توګه د سیاست د منفي تعبیر فضا حاکمه ده
زموږ په ټولنه کې په عملي توګه د سیاست د منفي تعبیر فضا حاکمه ده، د دې دلیل دا دی چې زموږ ځوان احساساتي قشر په هر دور کې پرته له دې چې، حقیقي سیاسي او مسلکي پوهه تر لاسه کړي، فردي او ټولنیز مسؤلیت درک کړي، عقلاني او منطقي فکر وکړي، د ډېرو کوچنیو او محدودو مادي توقعاتو لپاره یې د منحرف سیاست پلویانو لار تعقیب کړې، د هغوی صفتونه کوي او د هغوی صفونه یې لا پیاوړي کړي دي چې په پایله کې یې هم ټولنې او هم سیاسي قاموس ته زیان رسولی دی او بالعکس؛ وروسته يې د خپلو ټولو بدمرغیو پړه بيا پر نورو اچولې.
پورتنیو کرښو ته په کتو زموږ ځوان نسل ته لازمه ده څو د مسلکي پوهې د ترلاسه کولو په صورت کې، له ورځنیو موضوعاتو سره د ځان او ټولنې په ګټه د یو مسؤل په توګه برخورد وکړي او د خپل ژوند ورځنۍ چارې په مسلکي توګه مخته یوسي، او باور يې باید دا واوسي چې ځان او ټولنه له روانو بدبختیو را ویستل نه د پرديو سفارتونو مسئوليت کېدای شي، او نه هم د پرديو پوځونو، بلکې زموږ مسئولانه درک او خپلمنځي وحدت يې يوازېنۍ لاره ده او بس.
