هغه حکومتونه چې د یو لوی ملت پر ضد استعمالیږي هغوی به حتماً د ملت له غبرګون سره مخ کیږي!
د ارګ میشتو مامورینو له خبرو داسې معلومیږي چې ګواکې په حکومت کې داسې قوتونه دي چې نه جمهوریت مني او نه قانون ته غاړه ږدي، خو له بده مرغه هر ډول امتیازات اخلي په حکومت کی ۸۰٪ کډ سهامي قدرت یی په اختیار کې دی.
ارګ ناستو په لوی لاس هماغو اشخاصو ته مارشالۍ، جنرالۍ، وزراتونه، ریاستونه، قومي مليشه جوړونې، انتصابي سناتورۍ او دوکالت امتيازات ورکړل، اوس هماغه اشخاص نه حکومت مني او نه د جمهوریت په کیسه کې دي.
هغه حکومتونه چې د یو لوی ملت پر ضد استعمالیږي هغوی به حتماً د ملت له غبرګون سره مخ کیږي!
تیره اونۍ د کوهدامن په جلسه کې امان الله ګوزر ته په خطاب کې يې د افغانستان ټول تاریخي کریډیټ یوازې همدغو خلکو ته ورکړ، په خپلو خبرو کې ورته وایي چې جمهوریت یوازې ستاسو دی او خاص تاسو پورې مربوط دی، دا ځکه چې تاسو د تاریخ په اوژدو کې د ازادۍ او استقلالیت لپاره خورا ډيرې قربانۍ ورکړي دي.
داسې مالومیږي چی تاریخ ېې سرچپه لوستلی وي او یا خو د دې تصور کوي چې افغانان له تاریخ څخه خبر نه دي، فقر غربت او جنګځپلی مخلوق دی. حافظه ېې هم کار نه کا؛ فقط څه چې ورته وویل شي هماغه مني!
له بده مرغه دا نور بدبخته افغانان خو پرته له جنګ او وژلوو نه په بل هیڅ څه کې حق نه لري، ټول ژوند یې په شخصي بندیخانو کې او په فقر او غربت جګړو کی تیریږي.! هغه څوک چی د ارګ له ادرسه ستایل او توصیف کیږي هماغه نه قانون مني او نه د ستاسو جمهوریت ته ژمن دي.
نجیب هم د خپلو نازولو او د باوري ملیشو جنرالانو له لاسه خپل سر وخوړ.
