د فلسطین مسئله یوازې د فلسطينیانو نه دی بلکې دا د ټول اُمت مُسلمه موضوع ده
د نړۍ ټول مسلمانان د کفري استعمار لاندې خورا سخت د مظلومیت او بې وسۍ ژوند تیروي د نړۍ ټول مسلمانان د کفري استعمار لاندې خورا سخت د مظلومیت او بې وسۍ ژوند تیروي، دومره کړېدلي، ځوریدلي او وژل شوي یوو چې د یو بل په درد غم نه پوهیږو حتی د ژړا او فریاد له امله د سترګو اوښکې مو هم وچې شوې دي، په تیره بیا د افغانستان ولس په دې شلو کلونو ډیر سختو شرایطو او بدبختیو سره لاس او ګریوان دی.
پیغمبر( ص) په خپل یو حدیث شریف کې فرمایلي دي چې د اسلامي ټولنې وګړي د کومې عادي ټولنې وګړي ندي. که چیرې یو تن ته کوم درد ورسیږي ټول مسلمانان د دې درد احساس کوي. مسلمانان د یو وجود د غړیو په څیر دي.
د دین ورورولي یو داسې ورورولي ده چې په دې کې ژبه، کلتور، قوم، ملت، رنګ، ښایست او هیڅ شی په نظر کې نه دی نیول شوی. دا ورورولي یوازې د الله په خاطر ده. دا ځکه چې هیڅوک د خپل قوم، مورنۍ ژبې، د پوستکي د رنګ د انتخاب چانس نلري. د همدې امله په دیني ورورولۍ کې یواځنی اساس دین او عقیده په نظر کې نیول شوې ده او بس.
له بده مرغه نننيو شرایطو ته په کتو سره د اسلام د مبارک دین دښمانانو د مسلمانانو ترمنځه دومره د نفاق او فتنو تخمونه کرلي دي چې د اسلام په دین کې یو ورور د بل ورور دښمن جوړ کړی دی.
قدرمنو وروڼو!
د فلسطین مسئله یوازې د فلسطينیانو نه دی بلکې دا د ټول اُمت مُسلمه موضوع ده.
مسجد الااقصی د مسلمانانو لپاره دریم مقدس ځای دی دا په دې معنا چې دغه موضوع ټولو مسلمانانو پورې تړاو لري، دا د ټولو مسلمانانو مسؤلیت او اسلامي فریضه ده چې د خپلو مقدساتو او شعائرو نه دفاع وکړي.
