هالينډ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه څیړنې پیل کړي
زمونږ په هیواد کې نړیوالو او د دوی لاسپوڅو او د مزدورو مجرمینو په واسطه خورا زیات افغانان او بیګناه نسل وژنه شوې او تر اوسه جریان لري، په دې جنګي جرمونو کې نړیوال او په افغانستان کې د دوی داخلي قراردادي حامیانو هغه مغرضې کړۍ باید محاکمه شي چې وطن، دین، او ملت یې په نړیوالو باندی پلورلې دي. د دوی محاکمه د ټول مسلمان ملت غوښتنه ده.
په هالند کې د نړیوالو د جنګي جرمونو او د انسان او نسل وژنې The International Criminal Court (ICC) محاکمه (هاګ) ته د ارګ په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی هالنډ ته تللی چې د جرمونو نړیوالې محکمې له څارنوال سره د افغانستان د جرمونو او نسل وژنې په رابطه خبرې وکړي.
په داسې حال کې چې د ڼړیوالو جرمنو د هاګ محکمې لوی څارنوال (chief prosecutor Fatou Bensouda) په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه څیړنې پیل کړي او امریکايي ځواکونه یې په جنګي جرمونو په ارتکاب متهم کړي دي، په نتیجه کې د امریکا د هغه مهال ولسمشر ټرمپ، سمدلاسه پر لوی څارنوال (chief prosecutor Fatou Bensouda) مالي بندیزونه او د متحده ایالاتو د ویزې بندیزونه ولګول، ويې ویل چې مونږ د خپلو سرتیرو نه په هر قیمت دفاع او ملاتړ کوو، هیچا ته د دې حق نه ورکوو چې زمونږ سرتیري څوک محاکمه کړي.
افغانانو لپاره د تشویش وړ خبره دا ده چې د ارګ په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی په هالند کې د نړیوالې جنګي او د جرمنو محکمې( هاګ ) کې د څه او د چا لپاره خبري کوي؟ که دلته د افغانانو د عدل او د نړیوالو د دوی لاسپوڅو د جرمنو د محکمې خبره کیږي، نو بیا خو د ملت حق کیږي چې یوه باصلاحیته ملي اجماع په شتون کې فیصله وشي، دا ځکه چې دلته له ملت سره ظلم او وحشت شوی، عامه ملکيان بمبار او په بربریت وژل شوي، بیګناه افغانان پرته له محکمي نه په شخصي زندانونو کې اچول شوي دي، دا هغه جنایتونه دي چې ملت پرې ښه پوه او هر څه ورته ښکاره مالوم دي.
د غو مجرمينو د هر يو د جرمونو دوسيې له ملت سره محفوظې دي، نو بناً د ملت په سر دې معامله نه کوي.
که احیاناً په هالنډ کې د نړیوالو د جنګي جرمونو په محکمه کې خپلو دوسيو په سپيناوي او د ځانونو په خلاصون وتوانېږي، خو د الله تعالی او د ملت له محاکمې نه به چیرې خلاص شي؟!!
