No-IMG

د ارګ له لاوډ سپيکر نه د جنګ شعارونه خپاره کيږي

زمونږ په کليو وطنونو کې بزګرانو به یوه ډیره  مشهوره اصطلاح کاروله، کله به چې د چا وار خطا و، او یا به له ستونزو سره لاس او ګریوان و، د مشکلاتو لپاره د حل په لټه کې به چې ناکام راغی، نو بیا به یې دا اصطلاح ورته کاروله چې

اشنا (ورخ دې اوبو وړی دی)

مشرانو به ویل کله چې اوبه ورخ یوسي نو د کلیو بزګرانو مسؤلیت دا دی چې کلیوال ته به يې سمدلاسه خبر ورکوي چې په فلاني ځای کې د زیاتو اوبو له امله ورخونه ويجاړ او یا ړنګ شوي دي، د دې لپاره چې د کليوالو فصلونو او ځمکو ته تاوان ونه رسیږي، سمدستي ټول کلیوال به تصمیم نیسي او اقدام کوي چې د ورخونو جوړولو پاره قومي(پګړه) را وباسي، څو زیاتې اوبه مهار کړي او ورخونه له سره ترمیم او جوړ کړي چې بزګران په اسانۍ سره ترې استفاده وکړي.

حال دا چې په کلیو او وطنونو کې (پګړه) د قومونو ولسونو په زور او قوت ترسره کیږي، او هر کار په عمومي ډول کوي څو د حل لاره ولټوي او په عملي توګه یې تطبیق کړي.

خبره مې دا کوله چې له بده مرغه زمونږ په هیواد کې خورا ډیر بد وضعیت را روان دی، ملت مو په جګړه کی نور تباه شو، داسې بې احساس او نااهله خلک په ملت باندې واکمني کوي چې نه له اسلام څخه خبر دي، نه ورته افغانیت او ملت ارزښت لري، یوازې د ارګ له لاوډ سپيکر نه  د جنګ شعارونه خپاره کیږي او روزانه په سلګونه افغانان وژل کیږي، داسې یو فوق العاده افغاني اجماع نه لرو چې د افغانستان ملي مسایلو لپاره ملي تصمیم په کې ونیول شي.

په ارګ کې سلا مشوره یوازې په انفرادي شکل له هغه چا سره کیږي چې هغوی په خپله مجرمین او د ملت خاینان دي، د جنګ غوښتونکي دي، د جګړې دوام غواړي، قومي ملیشې لري، د نظام پر ضد جنګېدلي دي او جنګیږي، افغان وژنې لپاره ګمارل شوي دي له بهر نه تمویل او حمایت کیږي، حتی په ملي اردو او ځواکونه باندې حملې کوي د دوی په لاس وژني کیږي، بیا هم د افغانستان ملي مسایلو په رابطه هماغو سره  سلا او مشورې صورت نيسي او ارزښت ورکول کیږي. له دې کارونو داسې مالومیږي چې  د ارګ مېشتو “ورخ اوبو وړی دی” له وارخطايۍ نه پوهیږي چې څه وکړي، او څنګه له یو لوی ملت سره په ملي مسایلو کې ځان شریک وګڼي، سلا مشوره او ګټه ترې واخلي، د ملت او هیواد لپاره قربانيو ته تیار واوسي.

دولتونه د چا شخصي او مراثي ملکیتونه نه دي دا هر څه ملت پورې مربوط دي، متاسفانه یوازې یو څو غله پردیپاله او مفسد په ارګ کې راټول شوي دي د شخصي ګټو په خاطر د افغانستان په ملي مسایلو کې درګرده ريشخند او ملنډې وهي.

زه خو شخصاً هیڅکله دا فکر نه کوم چې داسې اشخاص به افغانان له دې بدبختیو نه وژغوري، بلکې له یو بل لوی ناورین سره به ېې مخامخ کړي، ممکن د قدرت او شهرت وږو په خوښه او فرمایش د هیواد او ملت سرنوشت به ګاونډیانو ته سپارل کېږي، یو څوک چې د پرديو په لاس روزل شوی وي  هغوی د هر چا د لاس لاندې امر مني.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک