درې ورځنی اوربند د استانبول غونډې پورې وغځول شي
په سوله او اوربند کې خیر او برکت دی، دا د ټولو افغانانو یو ارمان او شرعي غوښتنه ده، له بده مرغه افغانان د سولې لپاره له ډیر وخت راهیسې په بې صبرۍ سره انتظار کوي.
پېشنهاد
سیاسي جهتونه کولای شي چې په یو لنډ مهاله اوربند باندې سلا مشوره وکړي څو په خپلو کې یو سیاسي مفاهمې او توافقنامې ته ورسيږي، البته دغه کار د یو مسلکي او باصلاحیته تشکيل په شتون کې او د منظم میکانیزم پر اساس باید عملي شي.
که چیرې د افغانستان سیاسي او نظامي جهتونه همدغه درې ورځنې اوربند د اسټانبول غونډې پورې وغځوي، ممکن د سولې د تحقق لپاره د باور او اعتماد فضا او فرصتونه ایجاد کړي، شاید افغانان په خپلو کې یو څه نتیجې ته ورسیږي؛ که احیاناً د سولې او دغه اوربند کومه مثبته نتیجه ورنه کړي بیا دوی کولای شي چې د خپل ملت په خوښه تصمیم ونیسي، څو افغانان د دې معضلې په رابطه یو داسې جدي عکس العمل ته لاس په کار شي چې په تاریخ کې بیا نه وطن وپلوري او نه پرديپاله په افغانانو باندې حکومتونه وکړي.
