د اسد الله شهاب لیکنی
هر مسلمان په خپل ذات کې خپله خيريه بنسټ دی
فکر نه کوم که يو بافهمه مسلمان دې د خيريه بنسټونو له داعيې سره مخالف وي، ځکه چې هر مسلمان په خپل ذات کې خپله خيريه بنسټ دی.
نبي عليه الصلاة والسلام فرمايلي دي: ((خيرُ النَّاس من ينفعُ النَّاس)). يعنې په خلکو کې تر ټولو غوره هغه دی چې خیر یې تر نورو ډېر خلکو ته رسېږي.
خو زه شخصاً د مروجو خيريه بنسټونو د ډېرېدو، بلکې د مروَّج کېدو او د وخت په تېرېدو په ټولنه کې د دوی د بد تأثير د ډېرېدو مخالف يم.
يو او عمده بد تأثير يې دا دی چې د دې خيريه ټولنو په ډېرېدو په ټولنه کې ډېر خلک خپله کاروبار کولو، د کسب زده کولو او په دې برخه کې د ابتکار مخه نيول کېږي.
کله چې صحابه کرامو په لومړيو کې له مکې، مدينې ...
نور ولوله
د دين او دنيا تر منځ د جلاوالي خبره که د منحرفو اديانو په اړه کېږي، ځای نيسي
خو د اسلام مبارك دين په اړه که څوک دا خبره کوي نو دلته دوه خبرې دي، يا به دا خبره د اسلام هغه مخالف کوي چې د اسلام له جوهري تعريف څخه بې خبره دی او يا د اسلام په اړه ورته ناسمه تشريح رسېدلې ده.
او يا به دا خبره د اسلام هغه ميراثي مدافع کوي چې اصلاً د دنيا په اړه يې ديد راهبانه دی.
واقعيت دا دی چې اسلام داسې يو الهي او د انسانانو د فردي او اجتماعي ژوند تنظيموونکی، جامع او شامل قانون دی چې په همدې دنيا کې د انسانانو ژوند ورځ تر بلې د پرمختګ او اسانتياو طرف ته سوق کوي او بيا د همدې دنيا د اعمالو په تناسب ورسره په آخرت کې د خپل عدل، فضل او رحم معامله کوي.
دين_او_دنيا
له_بلې_زاويې
...
نور ولوله
حماس عرب مشرانو ته؛ ايا تاسو نه شئ کولی چې زمونږ د ولس ټپي ماشومانو، مېرمنو ته اوبه او دوا ورسوئ؟!
د حماس د نظامي برخې القسام وياند ابو عبيدة په خپل وروستي پيغام کې د عربي هېوادونو مشرانو ته په خطاب کې ويلي دي: خدای دې نه کړي (لا سمح اللّٰه) چې مونږ به د خپل ولس، عزت او خاورې د دفاع په برخه کې ستاسو له ټانکونو، پوځ او پوځي وسائلو د مرستې توقع لرو، مګر عجيبه ده؛ ايا تاسو اوس دومره هم نه شئ کولی چې زمونږ د ولس ټپي ماشومانو، مېرمنو او عامو خلکو ته اوبه او دوا ورسوئ؟!
ځينو عربي ليکوالانو ليکلي دي چې دا يې عرب مشرانو ته تر ټولو لوی پېغور ورکړی دی، ځکه چې د عربو په تاريخ کې به په جنګونو کې ټپيانو ته د اوبو او دوا رسول د ښځو دنده وه.
...
نور ولوله
د غزې د مسلمانانو د مظلومیت په اړه که يو مسلمان له زړه؛ نه دردېږي، نو په خپل ايمان دې وډار شي
خو داسې هم نه ده چې په غزه کې د خپلو مسلمانانو په دفاع کې دې دلته مونږ يوه ډله ځوانان تيار کړو او په اs۔ را۔ ئيلو ورمنډه کړو چې ختموو يې، يا په اوسنيو حالاتو کې په ګڼ شمېر ستونزو کې راګير خپل حکومت نه توقع وکړو چې سم د واره له اسرائيلو سره دې جنګ اعلان کړي، په فعلي شرائطو کې د ترکيې، سعودي او مصر په څېر قوي هېوادونه چې دا کار نه شي کولوی، مونږ خو يې په هيڅ صورت نه شو کولی، هيله ده د قضاياو په اړه احساساتي ويناوې او لیکنې ونه کړو.
هغه چې په نړۍ د نړيوال استعماري تقسيم او د واکمنۍ په الف با هم خبر وي، هغه به د غزې او اسرائيلو تر منځ جګړې ته کله هم د خپل کلي د کوڅې د جګړې په سترګه ونه ګوري چې بېلچه او ډانګ راواخلي او ورمنډه کړي چې د کاکا د زوی ننګه کوم...
نور ولوله
د نورو قومونو په عیبونو تر نیوکې مخکې د خپل قوم په عیبونو نیوکه وکړئ
د انسانانو لپاره د اسلام د مبارک دين ستر پيغام همدا دی چې لومړی به د خپل ځان، خپلې کورنۍ، خپل قوم، د خپل ګوند او د خپلې ډلې تېروتنې، ناسم افکار او ظالمانه دودونه نقد کوې، مقابله به يې کوې، د دې کارونو د مثبت بدلون او اصلاح لپاره به معقوله او د تطبیق وړ مبارزه کوې، ګنې د خپل ځان، کورنۍ، قوم، ګوند او ډلې پرېښودل او يوازې د بل او نورو په عيبونو مصروفېدل؛ خپله د هوس او شيطان غوښتنو ته لبيک ويل دي او دا داسې يو ناسم او غير عادلانه عمل دی چې هر پيغمبر يې پر وړاندې کلکه مبارزه کړې ده.
په دې ارتباط د دکتور علي الوردي رحمه الله دا وينا ډېره په زړه پورې او پر واقعيت ولاړه ده چې ليکلي يې دي:
رسول الله عليه الصلاة والسلام خپل ستر پیغام (رسالت)د دې لپاره نه و راوړی چې ...
نور ولوله
د مجازي نړۍ؛ فيسبوک او د ټويټر په څېر ډېرو شيانو اوس زمونږ په ژوند کې د يو واقعيت بڼه اختيار کړې
د مجازي نړۍ؛ فيسبوک او د ټويټر په څېر ډېرو شيانو اوس زمونږ په ژوند کې د يو واقعيت بڼه اختيار کړې، نو مونږ به حتماً د الله تعالی پر وړاندې په دغو شبکو کې د خپل هر کمنټ، پوسټ، شېير او لايک حتمي حساب ورکوو، او دا هم يو ستر واقعیت دی چې په دې برخه کې هره ورځ زمونږ مخې ته ډېرې خبرې او مختلف موضوعات ښکته او پورته کېږي، نو هغه خبرې چې خرافاتي بڼه لري، د يو چا ناحقه ملاتړ او د يو چا غير عادلانه مخالفت په کې کېږي، يا سمتي، مذهبي او قومي تعصباتو ته په کې لمن وهل کېږي، نو دا ټول کارونه د (لغو) او (زُور) په زُمره کې راځي او الله تعالی په قرآن کريم کې خپل ځانګړي بنده ګان داسې ياد کړي دي چې له دغسې کارونو ځان ژغوري.
﴿وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا﴾ [سُ...
نور ولوله
که د يو ويښ ملت په توګه ترقي کول غواړو نو د ژوند په ټولو ابعادو کې به موازي پرمختګ کوو
که د يو ويښ ملت په توګه ترقي کول غواړو نو حتمي ده چې د ژوند په ټولو ابعادو کې به موازي پرمختګ کوو، يوازې د ژوند په يو بُعد کې پرمختګ نيمګړی پرمختګ وي.
په اوسني عصر کې د ژوند په ټولو برخو کې پرمختګ په بې سوادۍ سره بيخي ناممکن دی، که دا د صنعت برخه وي، د ټيکنالوژۍ برخه وي، د زراعت برخه وي، د بازار برخه وي او که د کور برخه وي، د کور برخه مې ځکه وويل چې کور يا کورنۍ د ژوند تر ټولو مهمه برخه ده او د ژوند دا مهمه برخه په ښځينه طبقې (ميندو، خويندو، مېرمنو او لوڼو) اباده ده، نو دا به څنګه ممکن وي چې د ژوند دا مهمه برخه به په بې سوادو مېرمنو ترقي کوي؟ او که د ژوند دا مهمه برخه مو د بې سوادۍ په سبب ترقي ونه شي کړی نو څنګه به ممکنه وي چې د ژوند د نورو برخو نسبي پرمختګ ته د کامل پرمختګ نوم ورکړو؟...
نور ولوله
د مسلمانانو د پرمختګ او زوال یواځينی لامل د دوی فوري او لنډ مهاله جوش او جذبه ده
پر حقيقت ولاړه لیکنه
مولانا سید سلیمان ندوي رحمه الله لیکي:
"د مسلمانانو د پرمختګ او زوال یواځې يو لامل دی او هغه د دوی فوري او لنډ مهاله جوش او جذبه ده. دوی کولی شي د سیلاب په څیر یو غر له خپل ځای څخه ليرې کړي، مګر د خواري کښ مزدور په څېر نه شي کولی چې د يوې يوې تيږې په ليرې کولو سره غره کې پاکه لاره وکړي.
دوی لکه د برېښنا په يوه لحظه کې د خوراک ذخاير سوزولی شي، خو لکه د مېږتون په څېر نه شي کولی چې يوه يوه دانه راټوله او ذخیره يې کړي.
دوی ممکن د جومات په دفاع کې د اوبو په څیر خپلې وینې تویې کړي، مګر د ویجاړ شوي جومات د بیا جوړولو لپاره دوامداره هڅې نه شي کولی...
نور ولوله
د بې وزله او فقير انسان له مجبوريته بده استفاده مه کوئ
غالباً د عباسيانو د دورې حکایت دی، وايي يوه غريبه ښځه وه کورني غوړي به يې بازار ته راوړل او خرڅول به يې. کومه ورځ يوه حريص او چالاک سړي ترې په بازار کې پوښتنه کړې چې څه شی خرڅوې؟
ښځه: کورني غوړي خرڅوم.
سړی: سوچه دي؟
ښځه: هو.
سړی: ته يې راښکاره کړه چې خپله يې وګورم.
ښځې چې د غوړيو لوښی له سره راښکته کاوه، نو يو څه غوړي ترې د سړي په جامو توی شول. سړی سخت په غضب شو او سپکې سپورې يې ښځې ته وويلې.
ښځې ترې په ډېرې عاجزۍ بښنه وغوښتله، خو سړي ورته وويل چې په بښنې هيڅ نه کېږي، زما د جامو تاوان راکړه!
ښځه: د جامو تاوان دې څو دی؟
سړی: 1000 ...
نور ولوله
حکايت؛ پرته له تفکر او تعقل په هر هغه څه باور مه کوئ
حکايت دی، وايي، پولیسو هغه پلار نیولی دی چې د خپل کوچني زوی ګوته يې قطع کړې وه!!!
حکايت داسې دی چې پلار د خپلې خوښې، نوی اخيستل شوی موټر پاکاوه، نو په همدې وخت کې يې خپل دوه کلن زوى وليد چې په يو مېخ يې د موټر په دروازه يو څه ليکل.
پلار چې څټک يې په لاس کې و، په غوسه شو او د خپل زوی په لاس یې ګوزار وکړ پرته له دې چې متوجه شي چې د څټک په ډنډه هغه په لاس وهي!!
پلار ناوخته پوه شو چې څه بد ترې پېښ شوي، د زوی لاس يې چې په وينو وليد، نو زوی یې عاجل روغتون ته یوړ، چیرې چې زوی يې د ده د وهلو په نتيجه کې یوه ګوته له لاسه ورکړه!
کله يې چې زوی لږ ښه شو او خپل پلار يې ولید، په معصومانه لهجه ...
نور ولوله
د ماشومتوب دوره اصلاً په خپل حساب له مسئوليتونو ډکه وي
زه الحمد لله د زده کړې له برخې سره منسلک انسان يم، نو ځکه پوښتنې کول او د ځوابونو تلاش کول مې د ژوند يوه مشغله ګرځېدلې ده.
ډېر وخت کېږي چې په صنفونو او عامو مجالسو کې له ملګرو پوښتنه کوم چې د ماشومتوب دوره ولې خوږه او خاطره سازه وي؟ وينو چې هر انسان د ماشوم د دورې خاطرې ډېر په شوق سره يو او بل ته بيانوي او اورېدونکی هم ترې خوند اخلي.
د ډېرو ملګرو ځواب دا وي چې د ماشومتوب دوره ځکه ډېره خوږه او خاطره يي وي چې مسئوليت په کې نه وي.
خو واقعيت بيا دا خبره نه قبلوي، بلکې د ماشومتوب دوره له مسئوليتونو ډکه دوره وي، د ماشوم هر اقدام د جدي نظارت لاندې وي، په کور کې د والدينو او په مکتب او مدرسه کې د استاذانو او د اداري مسئولينو د جدي...
نور ولوله
د اهل سنت څلورو مشهورو امامانو ټولو علی العموم د تکفير په مسئله کې ډېر احتياط کړی دی
د اهل سنت په څلورو مشهورو امامانو کې ټولو علی العموم خو امام أبو حنيفه رحمه الله علی الخصوص د تکفير په مسئله کې ډېر احتياط کړی دی، د امام ابوحنيفه رحمه الله شاګردانو د همدې احتياط پر اساس په اعتقادي مسائلو کې دلائل په دوو ډولونو (قطعي الثبوت او ظني الثبوت) ويشلي دي، بيا يې يوازې له قطعي الثبوت دلايلو انکار کوونکي کافر بللي دي، ځکه چې دا ډول دليل؛ اورېدونکو او لوستونکو ته يقيني علم افاده کوي او څوک چې له يو يقين افاده کوونکي دليل نه انکار کوي، نو دا ډول انکار د هغه ايمان عکس/ضد دی چې د يقيني دلايلو پر اساس يو چاته حاصلېږي چې علماء کرام ورته تصديق بالقب وايي. د يادونې وړ ده چې قطعي الثبوت دليل قرآن کريم او متواترو احاديثو ته ويل کېږي.
همدا رنګه يې هغه دلايل چې ثبوت يې د أغلب ګومان پر اساس و...
نور ولوله
