د اسد الله شهاب لیکنی
اولاد د مور او پلار لپاره د دنیا تر څنګ د آخرت د ګټې وسيله هم ده
د يو حديث شريف مطابق اولاد د مور او پلار لپاره د دنیا تر څنګ د آخرت د ګټې وسيله هم ده، مطلب دا هغه ممکن دی چې زحمت مو ویستی وي او ماشومان مو په سالم ډول روزلي وي.
دا چې مونږ او تاسو په خپلو کورونو کې ماشومان لرو، دا هر ماشوم زمونږ د دنیا او آخرت د ګټې وسيله ده او دا مو د مستقبل اميد دی. غواړم يو وړوکی مثال يې درکړم:
مسلمانان د الله په فضل د ورځې پنځه وخته لمونځونه کوي، لمونځ د مسلمانانو په ژوند کې تر ټولو ډېر تکرارېدنکی عمل دی، که چا ته مو لمونځ زده کړ، معنی دغه شخص چې د ژوند تر پايه څومره لمونځونه کوي، تاسو به په کې خپله برابره برخه اخلئ، داسې چې د دغه شخص له حسابه به هيڅ هم نه کمېږي.
ډېر بد نصيب به هغه وي چې د ده د کور م...
نور ولوله
مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې، دا ټول د يو بل دوستان دي
کله چې لولو د رسول الله عليه السلام لورکۍ فاطمې رضي الله عنها له علي رضي الله عنه سره په خپل ګډ ژوند کې د کور شاقه (سخت) کارونه په خپل لاس کول، تر دې چې لاسونه به يې تڼاکې شول، دا په دې معنی نه وه چې فاطمې لکه د يوې وينځې د خپل بادار (خاوند) خدمت کاوه، بلکې دا په يوه کورنۍ کې د يوې مور او مسئولیت شناسې مېرمنې د مينې، عاطفې او اخلاص څرګندونه ده چې په زيار او زحمت کولو سره د کورنۍ د ژوندۍ ساتلو په خاطر زحمت کوي.
همدا ډول د اسماء بنت أبي بکر رضي الله عنهما دا وينا چې وايي: ما به د خپل خاوند زبير بن عوام رضي الله عنه خدمت کاوه، د کور د نورو کارونو ترڅنګ د هغه د آس پالنه به مې کوله، واښه، اوبه راوړل او هر ضرورت مې ورته پوره کاوه، ما به د فرسخ دوه د دريو برخو (تقريباً ۵٫۵ کيلو متره) په اندازه ل...
نور ولوله
په مونږ کې يوه لويه ستونزه دا ده چې تل هڅه کوو، يو څوک کم راولو
په مونږ کې يوه لويه ستونزه دا ده چې تل هڅه کوو، يو څوک کم راولو، د خبرې توند ځواب ورکړو، ویې ډار کړو، سپک يې خلکو ته معرفي کړو او ...!
په همدې؛ يوه خبره رایاده شوه، يو وخت زمونږ يو قومي مشر چې د عمر په لحاظ مشر سړی دی، په يوه غونډه کې له نورو مشرانو سره ناست و، په مجلس کې د ډېرو کسانو نومونه چې يادېدل، ده به پرې لنډه تبصره کوله چې هغه مې په هغه ځای کې برابر کړل... فلانکی مې په هغه بل مجلس کې خړ کړ...
بستانکی په هغه بله ناسته کې بې عزته کړ...
هغه بل مې هلته بې عزته کړ!
يو بل ځوان مشر ورته وويل: حاجي صاحب! خير دی کله نا کله چا ته عزت هم ورکوه. د بې عزته کولو کار کوم د افتخار خبره نه ده...
نور ولوله
إمام أبو حنيفه رحمه الله يو داسې مستقل تاجر و چې خپل شاګردان به يې په خپلو پيسو روزل
إمام أبو حنيفه رحمه الله په مالي لحاظ يو داسې مستقل تاجر او شتمن شخص و چې خپل شاګردان به يې په خپلو پيسو روزل، حتی د کور خرچ به يې هم ورکاوه، کله به يې چې له خلکو سره مالي مرسته کوله ورته به يې وويل: ګواه اوسئ چې ستاسې خپل حق تاسې ته درورسېد، دا مال اصلا ستاسې خپل ملکيت و، خو الله تعالی زه وسيله کړم چې خپلو اصلي مالکانو ته يې وسپارم، أبوحنيفه هيڅ حق نه لري چې پر تاسو د دې کار احسان وکړي او نه بايد تاسو ترې مننه وکړئ.
دا عالم و، ريښتينی عالم، هغه چې د خلکو خيرات ته ناست وي، په خدای که مو ترې د حق خبره کما حقه واورېده او محتاج إنسان که هر څومره ښه خبره وکړي په ټولنه کې يې ارزښت د دوو ټنګو هم نه وي.
...
نور ولوله
د رُشد مرحلې ته تر رسېدو مخکې دې په ديني مسائلو کې ډېر احتياط کوئ
ډاکټر صاحب Dr Aman Shams په طبي لحاظ ډېره ښکلې خبره ليکلې ده، هغه ليکي:
(کله چې ماشومان نوي ځوانۍ ته تازه رسېږي د دوي د مغزو د اقدام او مکافاتو برخه (نيوکليس اکمبنس) په چټکۍ سره پخيږي او د لويانو په څير کيږي. خو د مغزو هغه برخه چېرته چې د فېصلو عواقب سنجول کيږي (فرنټل کورټېکس) د پخېدلو لپاره ډير وخت لګيږي نو لدې امله د نوو ځوانانو د کار د اقدام زړورتيا د لويانو په څېر وي خو د عواقبو سنجول يې د ماشومانو په څير وي.»
د ډاکټر صاحب پورتنۍ خبره څه يوه زبردسته خبره ده!
له بده مرغه په مونږ کې چې محضِ بلوغت ته څوک ورسېږي فکر کوو چې بس نو نور ځای ته رسېدلي يو او هر څه چې کوو سم دي...
نور ولوله
د لومړي مُخترع يا مُنکشِف هڅې او زحمتونه بايد ډېر وستايل شي
د لومړي مُخترع يا په اصطلاح د مُنکشِف هڅې او زحمتونه بايد ډېر وستايل شي، دا يې حق جوړېږي، بيا چې وروسته خلک له دغه لومړني انکشاف او اختراع نه په الهام نوي نوي شيان جوړوي، هغوی هم بايد وستايل شي، خو داسې نه چې لومړنی مخترع له خلکو هېر شي!
له بده مرغه په طبيعي لحاظ د انسانانو خاصيت داسې دی چې د وخت په تېرېدو سره لومړی مخترع له پامه غورځوي چې دا ښه کار نه دی.
همدا اوس عملاً خپل ماحول ته وګورئ چې هر څوک د نوي ورژن او نسل موبایلونو په توصيف کې يې له خولې زګونه باد باد کېږي خو د موبايل د اصلي مخترع نوم به ورته ياد نه وي، په همدې ډول مونږ د ژوند په بهير کې ډېر هغه خلک هېروو چې د لومړي ځل لپاره يې د ډېرو شيانو د ترسره کولو او زده کولو هُنر رازده کړی وي، خو په خوله...
نور ولوله
د علم په مباح او غيرِ مباح تقسیم کې څه وايې؟
يو ځوان رانه پوښتنه وکړه چې د علم په مباح او غيرِ مباح تقسیم کې څه وايې؟
ما ويل: زه د علم په هغه تقسیم قائل يم چې رسول الله عليه السلام په خپلو دعاګانو کې کړی دی: ګټور علم او بې ګټې علم (يعنې علمِ نافع او علمِ غير نافع(
ګټور علم هغه دی چې ټولنې او خپله صاحب ته یې ګټه رسېږي، او بې ګټې علم هغه دی چې نه ترې ټولنه فایده اخلي او نه هم صاحب يې ترې ګټه اخيستی شي.
په لږ بل تعبير يې که ووايم ګټور علم هغه دی چې رسول الله عليه السلام به يې هر سهار له خدای تعالی په دې الفاظو غوښتنه کوله:
﴿اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ عِلْمًا نَافِعًا، وَرِزْقًا طَيِّبًا، وَعَمَلًا مُتَقَبَّلًا﴾
او په مقابل کې له بې ګټې عل...
نور ولوله
د هېواد مکتب او مدرسه له بلې زاويې
هيڅ خوند نه راکوي چې له يو کور، له يوې کوڅې او يا له يوه کلي واړه ماشومان سهار وختي ځينې د مکتب په عنوان روان شي او ځينې د مدرسې!
د ماشومتوب مرحله ډېره حساسه مرحله ده، که تاسو فکر کړی وي په ماشومانو کې د (زما او ستا) منطق ډېر جدي وي، زما پلار ستا پلار، زما جامې او ستا جامې، زما کور او ستا کور... او دغسې نورې ماشومانه پرتلې په دوی کې ډېرې زياتې وي.
دا چې دوی په دغه مرحله کې خپلې د زده کړې لارې هم جلا کړي او هر سهار له یو کور، يا له يوې کوڅې او يا له يو کلي په دوو مختلفو مسيرونو روان شي، نو له دغه ځایه د دوی په ذهن کې د مکتب او مدرسې د اختلاف تخم کرل کېږي چې په هيڅ صورت د يوې اسلامي ټولنې لپاره مناسب کار نه دی.
مناسبه لار (ل...
نور ولوله
تعليم د ژوند ښکلا ده، با سواده مېرمن د کور ښکلا ده
سمه ده چې مونږ په ټولنه کې ښځينه ډاکټرانو ته اړتيا لرو، دا د ژوند يو مهم اړخ دی. مګر تر دې وړاندې بايد هر ماشوم داسې باسواده مور ولري چې اقلاً د درس په ارزښت پوهه وي، د خپلو ماشومانو د ښې تربيې په اړه مطالعه وکړی شي، د خپل کور د ښه تنظيم لپاره کتابونه ولولي، د خپل ګډ ژوند د ښه راتلونکي لپاره خپل خاوند ته ښې مشورې ورکړي، دا د نن سبا زمانه کې د هر کور، د هر ماشوم او د هر خاوند حق دی. مېرمن دې د سواد وروسته هيڅ وظيفه نه اخلي، هيڅ دفتر ته دې نه ځي، مګر دا کارونه چې ذکر شول؛ يوه بې سواده مېرمن يې نه شي کولای، اقلاً تر دولسم يا له يوې ديني مدرسې تر فراغته زده کړې ورته شرط دی.
تعليم د ژوند ښکلا ده، با سواده مېرمن د کور ښکلا ده، الله تعالی ښکلی ذات دی، ښکلا خوښوي، ان الله جميل يحب الجمال...
نور ولوله
د دليل پر ځای يوازې نوم او آدرس ته مه ګورئ
د کويت د کوم پوهنتون د استاد په حواله مې يو چېرې عربي پوسټ لوستی و چې هغه د يوې قضيې په رابطه د دکتور قرضاوي او شيخ شعراوي خبرې د شيخ ابن باز او شيخ عثيمين په حواله او د شيخ ابن باز او شيخ عثيمين خبرې يې د دکتور قرضاوي او شيخ شعراوي (حفظه الله ورحمهم اللّٰه) په آدرس بدلې کړې او د پوهنتون محصلینو ته يې ورکړې چې دا ولولئ او خپل نظرونه مو راته وليکئ.
مطلق اکثریت د محصلينو هغه خبرې تأييد کړې چې د شیخ ابن باز او شيخ عثيمين په حواله وې، خو اصل کې د دکتور قرضاوي او شيخ شعراوي خبرې وې او د دکتور قرضاوي او شيخ شعراوي خبرې يې کمزورې وبللې چې اصلا د شیخ ابن باز او شيخ عثيمين خبرې وې. (د يادونې وړ ده چې کويت کې هم اکثر پوهنتونونه لکه د سعودي؛ د سلفي منهج په نصاب تدريسېږي)
...
نور ولوله
ناځواني به وي که د خپل هوايي ځواک نه مننه ونکړو
ما په سوات کې د پنځو ځوانانو انځور وليده چې بې آسرې او په مظلوميت د سيلابي څپو په منځ کې د مرګ شېبې يې شمېرلې، وروسته خبر شوم چې پنځه واړه ځوانان د سيلاب د څپو خوراک شول!! دې خبر بې حده ودردولم
بيا مې په خپل هېواد کې يو څو هېوادوال وليدل چې هماغسې د سيلابي اوبو منځ کې بند پاتې دي، خو د امنیتي ځواکونو چورلکه ورورسېږي او خپلې غېږې ته يې راپورته کړي، باور وکړئ بې اختياره مې دغې صحنې له سترګو اوښکې وبهولې.
هغه چې ژوند ژغوري، لاس يې د ښکولولو دی او هغه چې ژوند اخلي، خدای دې ورته ژوند نه ورکوي.
...
نور ولوله
عجيبه پوښتنې او د شيخ محمد الغزالي رحمه الله جالب ځوابونه
مناسب ځوابونه!
عجيبه پوښتنې او د شيخ محمد الغزالي رحمه الله جالب ځوابونه
* پوښتنه: په اسلام کې د لمونځ نه کوونکي حکم څه دی؟
* ځواب: حکم يې دا دی چې مسجد ته يې له ځان سره بوځئ، مخکې له دې چې قاضيان شئ؛ بايد داعيان واوسئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* پوښتنه: شيخ صاحب! ږيره دې کمه ده، له خدای سره به په کوم مخ؛ مخ کېږې؟
* ځواب: په مخ نه، له خدای تعالی سره به ان شاءالله په روغ زړه (بقلبٍ سليم) مخ کېږم. هلته محاسبه د مخ نه، بلکې د زړه ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ...
نور ولوله
