د مسلمانانو د پرمختګ او زوال یواځينی لامل د دوی فوري او لنډ مهاله جوش او جذبه ده
پر حقيقت ولاړه لیکنه
مولانا سید سلیمان ندوي رحمه الله لیکي:
"د مسلمانانو د پرمختګ او زوال یواځې يو لامل دی او هغه د دوی فوري او لنډ مهاله جوش او جذبه ده. دوی کولی شي د سیلاب په څیر یو غر له خپل ځای څخه ليرې کړي، مګر د خواري کښ مزدور په څېر نه شي کولی چې د يوې يوې تيږې په ليرې کولو سره غره کې پاکه لاره وکړي.
دوی لکه د برېښنا په يوه لحظه کې د خوراک ذخاير سوزولی شي، خو لکه د مېږتون په څېر نه شي کولی چې يوه يوه دانه راټوله او ذخیره يې کړي.
دوی ممکن د جومات په دفاع کې د اوبو په څیر خپلې وینې تویې کړي، مګر د ویجاړ شوي جومات د بیا جوړولو لپاره دوامداره هڅې نه شي کولی.
د دوی (د هند مسلمانانو) لپاره دا ممکنه وه چې د محمد علي او د مولانا ابوالکلام ازاد ښي او کیڼ لوري ته ځانونه قرباني او ووژني، خو دا يې له توانه پورته وه چې د پرله پسې اساسي او قانوني مبارزې له لارې د اسلام بندیان له زندانه خوشې کړي.
زموږ د ناکامۍ اصلي لامل دا دی چې موږ د باد په څیر راځو او د بریښنا په څیر تیریږو. موږ باید د سیند د اوبو په څیر واوسو چې ورو، ورو پورته کیږي او د کلونو په اوږدو کې د څنډو په پرې کولو سره خپلې پولې پراخوي.
بریا یوازې په دوامداره او پرلپسې هڅو کې ده. د همالیا د واورو څوکې ورو ورو ويلې کېږي، خو هیڅکله اجازه نه ورکوي چې د جمنا او ګنګا اوبه دې وچې شي. مګر د اسمان اوبه په څو ساعتونو کې دښتې او غرونه د اوبو لاندې کوي، خو وينو چې په څو ورځو کې هرې خوا ته بيا دوړې او خاورې پورته کېږي."
(شذرات معارف: اکتوبر ۱۹۱۷)
جوش_او_هوش
له_بلې_زاويې
ژباړه
