اسد الله شهاب
د اسد الله شهاب لیکنی
په يوه مدرسه کې زما د تدريس يوه لنډه تجربه
دا د هغه وخت کیسه ده، کله چې زه له نن تقريباً ۱۵ کاله وړاندې په یوه مدرسه کې د ناظرې د صنف د ښوونکي په توګه وټاکل شوم، لامې لوړې زدهکړې نه وې کړې، کشر او بې تجربې وم، خو الحمدلله فکرا متشدد او توند خويه نه وم. هلته له ما وړاندې زما یو شمېر نېږدې دوستانو هم د ښوونې دنده تر سره کوله، زه هلته د هغوی په تشويق ورغلی وم. هغوی زما لپاره یو ځانګړی ټولګی جوړ کړ، خو دا ټولګی زما لپاڅ له لومړۍ ورځې د یو ازمېښتځای و، نه د ارام ځای.
دا ټولګی له هغو ماشومانو څخه جوړ و چې نورو استادانو له خپلو ټولګیو بېل کړي وو، په اصطلاح ځان يې ترې خلاص کړی و. ???? دا هغه ماشومان وو چې نه یوازې د زدهکړې له پلوه کمزوري وو، بلکې په شرارتونو او ورانيو کې هم ماهر او د نظم فوق العاده اخلالوونکي وو. په حقیقت کې د...
نور ولوله
د ایران او امریکا تر منځ تازه پېښې او د حالاتو ارزونه
که ته د امریکا او اسرائیل له لیدلوري وضعیت ته ګورې، نو داسې ښکاري چې ګواکې د ایران اتومي پروګرام بشپړ ویجاړ شوی، ټولو مفاعلاتو ته زیان رسېدلی، نظام ړنګ شوی او هغوی بریالي شوي دي.
خو که د ایران او د مقاومت محور دریځ ته وګورې، نو لا هم حیراني، انکار او د راتلونکو پېښو انتظار حاکم دی.
او که یو بېطرفه، دقیق او واقعبین څارونکی یې، نو دا دواړه لیدلوري مطلق نه ګڼې، بلکې ځینې مهم حقایق دې ته متوجه کوي:
1. امریکا رسماً جګړه کې شامله شوه، نو له دې وروسته د دې هېواد پوځي اډې او ګټې هدف ګرځي. پوښتنه دا ده: آیا امریکا دا مهال یوه پراخه جګړه زغملای شي؟ او اسرائیل به خپله وظیفه تر پایه رسولای شي؟
2. اتومي فاجعه نه ده رامنځته شوې – نه کوم شعاعي لیک شتون لري، نه چاودنې، نه تخریبي ...
نور ولوله
دا مېرمن ريحانه جباري نومېده، حتماً له قصې به يې خبر ياست
دې د خپلې آبرو او عزت په خاطر تجاوز کوونکی ايرانی دولتي افسر وژلی و او بيا وروسته پرې اعدام شوه.
د محکمې په ورځ قاضي ترې وپوښتل:
افسر دې ولې وواژه؟
ریحانې ځواب ورکړ: د خپل عزت او آبرو د دفاع لپاره!!
قاضي ورته وویل: دا د وژنې لپاره کافي دلیل نه دی!
ریحانې ځواب ورکړ: هو، هغه چې عزت او آبرو نه لري او نه يې پېژني، دا ورته بايد هم مُوجَّه دليل ښکاره نه شي.
ما ته د ريحانې او د غ.... Z...ې د م Qاومت او ميړني ولس په پېښو کې ډېر مشابهت ښکاري، رښتیا هم هغه چې د ازادۍ او خپلواکۍ په ارزښت نه پوهېږي، د غلامۍ او...
نور ولوله
دا ډول ښېګڼې مسلمان ته د اخروي اجرونو ګټلو فرصتونه برابروي
په کابل کې له ارزان قيمت، د قلعهِزمانخان له لارې فروشګاه ته، واړه موټر له هر مسافر دېرش افغانۍ اخلي، درې نفره شا ته او دوه نفره په مخکې سيټ کې کېنوي، دا چې دا د روزي ګټلو وسايل دي؛ هر سړي د خپلې ګټې محاسبه له وړاندې کړې وي نو په غالب ګومان هر موټروان به هم په دغه لاين کې په يوه پېره د ۱۵۰ افغانيو ګټلو محاسبه له مخکې کړې وي.
له يو موټروان سره کېناستم، د درېیمې لسيزې د لومړنيو کلونو د عمر به و، په مخکې سيټ کې يوې مېرمنې د ناستې اجازه وغوښتله.
ده ورته دستي ځواب ورکړ چې د دوو سورليو کرايه به راکوئ.
مېرمن له ناستې منصرفه شوه، لږه شېبه وروسته يې وويل يو پنځوسی به درکړم.
ځوان خپله خبر...
نور ولوله
بايد ډاډه اوسو چې الله تعالی د چا د عمل په نه ثبتولو له چا سره ظلم نه کوي
روسان چې هر چا ويستې دي او يا هم نور اش. غالګر لکه امريکايان او انګليسان چې چا ويستي دي، الله تعالی ټول ليدلي دي، په دې نېک کار کې د هر مسلمان نېک نيت او نېک عمل الله تعالی ته معلوم دی، د هغه په کتاب کې هر وړوکی او لوی عمل ثبت دی، بايد ډاډه اوسو چې الله تعالی د چا د عمل په نه ثبتولو له چا سره ظلم نه کوي ﴿لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا﴾ نه هم په ځمکه او اسمانونو کې له الله تعالی کومه خبره پټه پاتې کېږي ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يَخْفَى عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ﴾ او نه هم ترې کومه خبره هېرېږي ﴿وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا﴾ نو د دې خبرو هر کال بيا بيا يادول او يا يې پر چا احسان کول ښه کار نه دی، په دنيا کې د دې کارون...
نور ولوله
د فلسطين بنديانو داستانونه واقعا ځوروونکي دي
په فلسطين کې د تازه ازاد شويو بنديانو له راخوشې کېدو وروسته په رسنيو کې وينو چې هر دويم او درېيم بندي يې دردوونکی داستان لري...
له چا سره شل کلن زوی لومړي ځل لپاره ويني...
د چا دوه درې لوڼې له ماشومتوب وروسته شل پنځه ويشت کاله وروسته خپل پلار په داسې حال کې ويني چې لوڼې يې واده شوې دي او پلار يې سپينږيری...
ځينې داسې دي چې نامزاد يې ورته لس کاله انتظار کړی دی...
ځينې د واده په دويمه اونۍ يا د واده په لومړنيو مياشتو کې نيول شوي او چې راوځي، خاوند او مېرمن دواړه له مخونو زاړه او نحيف ښکاري...
ځينې چې راخوشې شوي، ټوله کورنۍ يې د وحشيانو په وحشت د لاسه ورک...
نور ولوله
د مکسیکو ولسمشره کلودیا شینباوم د ټرمپ په ځواب کې وایي
1. تاسو د هېواد په پوله دیوال جوړولو لپاره رایه ورکړه؟
ښه، ګرانو امریکایانو!
که څه هم تاسو د جغرافیې په اړه ډېر نه پوهېږئ، ځکه "امریکا" ستاسو لپاره یوازې یو هیواد دی، نه یوه قاره (لويه وچه)، نو ښه به وي چې د ديوال د لومړنۍ خښتې له ایښودو مخکې پوه شئ چې د دې دیوال تر شا ۷ میلیارده انسانان (ممکن د باقي نړۍ نفوس به يې هدف وي) ژوند کوي.
2. که "انسانان" نه پیژنئ، نو "مصرف کوونکي" به یې وبولو!
دا ۷ میلیارده مصرف کوونکي چمتو دي چې په ۴۲ ساعتونو کې دننه خپل iPhone د Samsung یا Hua...
نور ولوله
آیا زه غل یم؟
قدرمن دکتور محمد الفقيه يوه ليکنه خپره کړې ده، خوند يې راکړ، نو پښتو ته مې واړوله، څو تاسو يې هم ولولئ. ليکلي يې دي:
یو سوډاني ورور ډېره په زړه پورې مقاله لیکلې چې سرلیک یې "آیا زه غل یم؟" دی. په دې مقاله کې هغه دوه پېښې یادې کړې دي چې ورسره مخ شوی و.
لومړۍ_پېښه:
دی لیکي:
ما په آیرلېنډ کې د طب پوهنځي امتحانونه ورکول. د امتحان فیس 309 پاونډه و، خو ما سره ماتې پیسې نه وې، نو ما 310 پاونډه ورکړل. امتحان مې ورکړ، وخت تېر شو، او بېرته خپل هېواد، سوډان، ته راغلم.
یو وخت مې د آیرلنډ نه یو لیک ترلاسه کړ. په لیک کې لیکل شوي وو:
...
نور ولوله
د غزې ولس خپله دا هر څه بريا بولي او د نړۍوالو رسنيو سره په ښکاره ورباندې وياړي
ځينې دوستان د غزې د حالاتو په اړه له دې ځايه داسې تبصرې کوي چې هغوی تباه او برباد شوي دي، فلهذا له ژړا پرته بايد بل هيڅ کار ونه کړي او په مقابل کې صهيونيستي رژيم هر ظلم په پټو سترګو ومني، د غلامۍ هر حالت ته غاړه کېږدي او دښمن ته د خپلې ځمکې، آبرو او شرف ټول اختيار ورکړي چې هر څه کوي؛ کوي دې... يا دې د (د بېغيرته دې يم خو ژوندی دې يم) په مصداق فقط د ژوند کولو فرصت دې قبول کړي...
دغو دوستان دې ته متوجه وي چې د کور په حال خپله د کور خلک ښه پوهېږي، د غزې ولس خپله دا هر څه بريا بولي او د نړۍوالو رسنيو سره په ښکاره ورباندې وياړي، نو زمونږ او يا ستاسو تبصره چې د هغوی له باختياره ارادې، پاليسۍ او تصميم سره مخالفه وي، هيڅ ځای نه نيسي.
مونږ بايد دا خبره درک کړ...
نور ولوله
سياست او د پيغام رسولو ډپلوماسي
ويل کېږي چې حجَّاج بن يوسف الثقفي د (هِند) په نامه له یوې ښځې سره واده وکړ، په داسې حال چې نه د هغې خوښه وه او نه يې د پلار... بس حجاج د وخت چارواکی و، د حالاتو جبر و او د زور خبره!!
کله يې چې د واده یو کال تېر شو، یوه ورځ يې په کور کې هِند د آینې مخې ته ناسته وليده چې ځان يې جوړولو او لاندیني بيتونه يې زمزمه کول:
وَمَا هِنْدُ إِلَّا مُهْرَةٌ عَرَبِيَّةٌ *** سَلِيلَةُ أَفْرَاسٍ تَحَلَّلَهَا بَغْلٌ
فَإِنْ وَلَدَتْ مُهْرًا فَلِلَّهِ دَرُّهَا *** وَإِنْ وَلَدَتْ بَغْلًا فَقَدْ جَاءَ بِهِ البَغْلُ
یعنې: هند یوه اصیله عربۍ اسپه (مُهرة) ده چې نسل يې له اصیلو اسونو اخيستی دی، خو په زور یو قچر ورسره يوځای شوی دی. که یې بچی مُهر شو، نو شاباس دې...
نور ولوله
دين د انساني ټولنې فطري اړتيا ده
انسان ټولنيز مخلوق دی، ټولنيز مخلوق د منظَّم، مهذَّب او مثقَّف ژوند لپاره يو شمېر ټولنيزو اصولو او قواعدو ته اړتيا لري، د ژوند دغه قواعد او اصول نن سبا د قانون په بڼه پېژندل کېږي، مونږ نن سبا په نړۍ کې مختلف قوانين لرو، په قوانينو کې تر ټول ښه قانون هغه وي چې د انسانانو د ژوند د چارو د تنظيم او تهذيب لپاره په کې جامع، معقول او منطقي لارښوونې شوې وي او د دې قانون جوړوونکي او تشريح کوونکي پوه او عادل اشخاص وي.
دينونه اصل کې همدا قوانين دي، بلکې دينونه د نړۍ په اوسنيو هېوادونو کې له معاصرو او نافذو قوانینو ډېر شامل او جامع ځکه دي چې اديان عموما د مادي ژوند تر څنګ د انساني ژوند معنوي او رواني اړخ هم رانغاړي، خو دا چې دا دينونه چا جوړ کړي او چا تشريح کړي دي؟ د دې برخې په پېژندلو سره مون...
نور ولوله
تاریخ د چارواکو غفلت هم په خيانت حسابوي
دا اوس چې ځينې مشهور اشخاص او چارواکي د تاريخ په حواله رټل کېږي، کردار او کړنې يې د اوسني عصر د انسانانو لپاره د شرم او خجالتۍ دليل ګرځي، نو داسې نه ده چې دوی به په خپل وخت کې هم په اوسني شکل خلکو ملامت کړي وو، بلکې دوی ته په خپل وخت چې دغه کړنې يې ترسره کولې، د دربار چاپلوسانو، متملقينو او مضرو محافظه کارانو ويل چې بس تاسو مشران ښه پوهېږئ، تاسې د اللّٰه تعالی غوره کړل شوي خلک ياست، تاسو چې هر څه کوئ د اللّٰه تعالی استازي ياست، د خدای تعالی په نصرت او توفيق يې کوئ، تاسو د ولس او وطن په خير ياست، ستاسې نقد ستاسې تخريب او توهین دی، ستاسې هر ناقد ستاسې او د ولس بدخواه دی... او داسې نورې متملقانه خبرې!
خو وروسته د قضاوت پر مهال تاريخ بيا دغه چاپلوس درباريان او متملقين نه پېژني، نه يې يادوي او...
نور ولوله
