هر مسلمان په خپل ذات کې خپله خيريه بنسټ دی
فکر نه کوم که يو بافهمه مسلمان دې د خيريه بنسټونو له داعيې سره مخالف وي، ځکه چې هر مسلمان په خپل ذات کې خپله خيريه بنسټ دی.
نبي عليه الصلاة والسلام فرمايلي دي: ((خيرُ النَّاس من ينفعُ النَّاس)). يعنې په خلکو کې تر ټولو غوره هغه دی چې خیر یې تر نورو ډېر خلکو ته رسېږي.
خو زه شخصاً د مروجو خيريه بنسټونو د ډېرېدو، بلکې د مروَّج کېدو او د وخت په تېرېدو په ټولنه کې د دوی د بد تأثير د ډېرېدو مخالف يم.
يو او عمده بد تأثير يې دا دی چې د دې خيريه ټولنو په ډېرېدو په ټولنه کې ډېر خلک خپله کاروبار کولو، د کسب زده کولو او په دې برخه کې د ابتکار مخه نيول کېږي.
کله چې صحابه کرامو په لومړيو کې له مکې، مدينې ته مهاجرت وکړ، نو داسې يو حالت رامنځ ته شو چې بايد له مهاجرينو سره مرستې شوې وای، نبي عليه السلام انصار او نور شتمن خلک دې ته وهڅول چې د مهاجرينو لاسنيوی وکړي، خو دا کار يې يو څو ځانګړو خيريه ټولنو يا بنسټونو ته ونه سپارلو، بلکې په مجموع کې يې ټول وګړي د هغوی تر توان مکلف کړل چې مستقيماً د مهاجرينو مرسته وکړي.
له بلې خوا مهاجرين هم د خلکو ته خيراتونو ته کېنناستل، بلکې تاسو به حتماً د عبدالرحمن بن عوف او د هغه د انصار ورور سعد بن الربيع الأنصاري رضي الله عنهما قصه لوستلي وي چې سعد بن الربيع رضي الله عنه ورته د خپل ژوند د ټولې سرمايې نیمايي برخه ورکوي، خو عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه ورته وايي چې الله تعالی دې درسره ښه وکړي او الله تعالی دې په مال او کورنۍ کې برکت واچوي، له ما سره که ښه کوئ، نو د دومره ډېر مال اړتيا نه لرم، بلکې ما ته د بازار لار راوښېيئ او د تجارت لارښوونه راته وکړئ.
په همدې قصه کې مونږ ټولو لپاره دومره ډېر څه دي چې درس ترې اخيستی شو، خو افسوس چې مونږ له دې قصو هيڅ زده کړه نه کوو.
خیریه_بنسټونه
له_بلې_زاويې
