د ماشومتوب دوره اصلاً په خپل حساب له مسئوليتونو ډکه وي
زه الحمد لله د زده کړې له برخې سره منسلک انسان يم، نو ځکه پوښتنې کول او د ځوابونو تلاش کول مې د ژوند يوه مشغله ګرځېدلې ده.
ډېر وخت کېږي چې په صنفونو او عامو مجالسو کې له ملګرو پوښتنه کوم چې د ماشومتوب دوره ولې خوږه او خاطره سازه وي؟ وينو چې هر انسان د ماشوم د دورې خاطرې ډېر په شوق سره يو او بل ته بيانوي او اورېدونکی هم ترې خوند اخلي.
د ډېرو ملګرو ځواب دا وي چې د ماشومتوب دوره ځکه ډېره خوږه او خاطره يي وي چې مسئوليت په کې نه وي.
خو واقعيت بيا دا خبره نه قبلوي، بلکې د ماشومتوب دوره له مسئوليتونو ډکه دوره وي، د ماشوم هر اقدام د جدي نظارت لاندې وي، په کور کې د والدينو او په مکتب او مدرسه کې د استاذانو او د اداري مسئولينو د جدي او دقيق نظارت لاندې وي، په هر څه کې يې د مشرانو کار وي، د خوراک، ناستې ولاړې، خوب، لوبو، لباس او داسې نورو شيانو او کارولو کې يې کامل اختيار نه لري.
مطلب د ماشومتوب دوره د بې مسئوليتۍ په لحاظ خوږه ځکه نه وي چې دا دوره اصلاً په خپل حساب له مسئوليتونو ډکه وي.
حقيقت دا دی چې د ماشومتوب په دوره کې تر ټولو خوږ او خوندور شی دا وي چې په دې دوره کې ماشوم هره ورځ او بلکې هره ګړۍ نوي نوي شيان زده کوي، نوي نوي خلک پېژني، له نويو نويو قصو خبرېږي، په ژوند کې يې د تکراري شيانو فيصدي ډېره کمه وي، او دا هغه څه دي چې ماشوم د خسته ګۍ او ستړيا احساس نه کوي او د ماشومتوب دورې ته ښکلا او خوند ورکوي.
ژوند هغه وخت ستړی کوونکی او بوج شي چې نوښت په کې نه وي، ځکه چې تکراري شيان، يعنې تکراري خبرې، تکراري کارونه، تکراري خواړه، تکراري لباس او بل هر تکراري شی خسته کوونکی وي.
تاسو به ليدلي وي چې کله انسانان د اسائشو او وسائلو په اوج کې ژوند کوي او هر شی ورته تکراري شي نو ژوند يې خسته کُن شي، همدا علت دی چې ډېر انسانان د عصري ژوند له موډرنو وسائلو هم خوند نه شي اخيستی، ګڼو خلکو ته رواني ستونزې پيدا شوې وي او حتی ځينې يې ځان وژنې هم کوي، تر شا يې بيا ليکلی خط پريښی وي چې ژوند راته ستړی کوونکی و؛ نور مې ژوند د لاسه نه کېده نو پرېکړه مې وکړه چې خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدم!!
فلهذا که غواړو ژوند مو له خسته ګۍ وباسو او له ژونده خوند واخلو نو حللاره يې دا ده چې د زده کړې په ډګر کې ښځه او نر، شپه او ورځ بوخت واوسو او هره ګړۍ د نويو نويو اختراعاتو او انکشافاتو په واسطه په ژوند کې نوي رنګينۍ پيدا کړو. له بده مرغه د نړۍ په کچه مونږ مسلمانان يو له هغو خلکو يو چې له پيړيو پيړيو راهيسې يې علمي انکشافاتو او اختراعاتو ته شا کړې، حال دا چې مونږ که د خپل دين اساسي کتاب او بنيادي مصدر قرآن کريم ولولو نو هغه مونږ تل په کائناتو او د کائناتو په باريکيو کې د فکر او څېړنو بلنه راکوي، دا په واقعيت کې قرآن کريم مونږ د ژوند رنګينيو ته رابلي، دا ځکه که مسلمانان دا کار عملي کړي نو حتماً به په کائناتو کې د شته موجوداتو له ګټو خبر شي او بيا به د خپل ژوند په اسانتيا او پرمختګ کې ترې استفاده کوي او له بل اړخه دا به هغه څه وي چې د يو ملت په توګه مونږ له ډېرو هغو جزوي خبرو او اختلافاتو هم بې غمه شو، کومو چې له کلونو کلونو مصروف ساتلي يو او يو متحد امت يې په سلګونو ډلو او تپلو وېشلي يو.
زه په دې باور يم چې د لوړو او اساسي اهدافو نه پېژندل او يا يې نه تعقيبول انسانان په کوچنيو خبرو کې مصروف ساتي او مونږ همدا اوس په همدې کوچنيو کوچنيو خبرو عملاً مصروف پاتې شوي يو، حال دا چې قرآن کريم مونږ ته وايي چې ستاسې کار په اسمانونو، د کائناتو په موجوداتو او د تېر او راتلونکو نسلونو په اړه تفکر او څېړنې کول دي. قرآن کريم په ډېر صراحت سره وايي چې الله تعالی په ځمکه کې هر شی ستاسې استفادې لپاره پيدا کړی دی، ځمکه يې ستاسې په خدمت کې پرېښې ده څو د دې ځمکې په لارو او درو کې وګرځئ او روزي ترې ترلاسه کړئ!
ډېر د افسوس ځای دی چې مونږ د قرآن کریم لخوا راکړل شوي ډېر ستر ستر اهداف په ډېره ټيټه درجه اهدافو کې نيولي دي، بلکې يو ګڼ شمېر مسلمانان يې اصلاً د ژوند لپاره هدف هم نه ګڼي.
هدانا اللهُ جميعاً
ماشومتوب
مونږ
له_بلې_زاويې
