د اسد الله شهاب لیکنی

شاګردان له بلې زاويې

زمونږ يو صنفي و، د استاذ د درسونو منظم نوټونه به يې اخيستل، د مدرسو او پوهنتونونو ماحول داسې وي چې امتحان ته نېږدې ورځو کې زمونږ غوندې لټان او غافله شاګردان سخت په کې فعاله کېږي چې کله خبر شوم امتحانونه بيخي نېږدې دي، نو دغه نوټونو والا صنفي مې ګير کړ او د نوټ يوه کتابچه مې ترې واخيستله، زمونږ يو استاذ و (اوس وفات شوی دی، جنتونه يې نصيب شه) نوټونه به يې ټول په عربي ژبه راکول، دا د هغه د درسونو د نوټونو کتابچه وه، کله مې چې خپلې کتابچې ته ترې مهم مهم درسونه نقلول، ځای ځای ګورم چې په حروفو ليکل شوي دي «نقطتانِ شارحتان» زه به حيران شوم چې دا «نقطتانِ شارحتان» خو په دې جمله کې هيڅ معنی نه ورکوي، هيڅ معقول تړاو يې نه جوړېږي، نو دغه د نوټونو متخصص به ولې دا شی په کې ليکلی وي؟! خير په سبا مې په...
نور ولوله

ملګرتيا د خدای لپاره مینه ده چې دوه کسان سره یوځای کوي

ليکلي يې وو: ریښتینی ملګری هغه څوک دی چې ستاسو عذر مني او که تېروتنه وکړئ؛ بښنه درته کوي. رښتينی ملګری ستاسو په نه‌شتون کې ستاسو ځای ډکوي. ملګرتيا هغه ځمکه ده چې د مينې پر بنسټ کرل کېږي او د مینې په اوبو خړوبېږي. ملګرتيا هغه باغ دی چې ګلونه یې ورورولي ده او امرت (شربت/جوس) یې همکاري ده. ملګرتيا هغه ونه ده چې ریښې یې وفاداري، څانګې يې مهربانۍ او میوه یې د ښو اړيکو جوړېدل او پالنه ده. ملګرتيا خواخوږي او باور دی. ملګرتيا د وجدان خوب او وجود دی. ملګرتيا د خدای...
نور ولوله

نامناسبه خبره

یو عرب ليکوال د خپلې ټولنې د يوې واده شوې ښځې قصه د هغې په ژبه کړې، وايي: یو وخت د غوسې حالت کې مې خاوند ته له خولې ووتل چې «کاشکې مې له تا سره واده نه وای کړی.» بېرته وډاره شوم چې راته په غوسه به شي یا به مې وهل ټکول وکړي، خو هغه د حیرانتیا په بڼه يو څو ثانيې را وکتل، چپ پاتې شو او له کوره ووت. درې ساعته وروسته بېرته راغی، خو له هغه وخت راهیسې احساس کوم چې زه له بل سړي سره واده یم. یو سړی چې زما د خاوند په څېر نه دی، نه خوشحاله کېږي، نه غوسه کېږي، نه خبرې کوي، نه بحث کوي، نه پوښتنه کوي، نه وضاحت غواړي، نه زما په کار کې مداخله کوي، بس لکه د کوم دفتر مامور، يوازې د کور کارونه کوي. له دې خبرې او زما د خاوند په دغه خوی او حالت په همدې بڼه څلور کاله تېر شوي، خو ما درک کړې چې څنګه مې خپل کور په یوه خبره وران کړ. ل...
نور ولوله

ګرانه سړیه!!

که تا خپله ښځه له بل سړي سره په اړیکه کې وموندله، نو دا نه ده لازمي چې په جذبه او بې ځايه غيرت کې دې خپل کور خراب کړې او کورنۍ دې له منځه ولاړه شي. د ځان پاکوالي ته لږ پام وکړه، ورزش وکړه، نوي کالي واخله، ښه عطر استعمال کړه، خپل ویښتان رنګ کړه یا یې بل ډول منظم جوړ کړه. هغه څه ترسره کړه چې مېرمنې دې په هغه بل سړي کې خوښ کړي دي، ترڅو یې پام بل سړي پر ځای تا ته درواوړي او هغې ته بېرته ته، کور او اولادونه ورپه یاد کړي. مه پرېږده چې پوهه شي ته پرې په خيانت خبر شوی یې، پام کوه! که هغه درنه څه شی پټ کړي، نو ممکن بیا په راتلونکي کې هم همداسې وکړي، نو مه يې مجبوروه چې اقرار ترې واخلې، مه يې خجالته کوه، بيا به يې ضد ونيسي. د خپلو ماشومانو په خاطر د تغافل او د تجاهل...
نور ولوله

په ناکامو ټولنو کې د هر شعوري خبرو په مقابل کې زر بې وقوفه خبرې وي

کله چې روسي لیکوال انتون چیخوف څخه د ناکامو ټولنو د طبیعت په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل: په ناکامو ټولنو کې، د هر پوه په مقابل کې زر احمقان وي، او د هر شعوري خبرو په مقابل کې زر بې وقوفه خبرې وي. اکثریت تل بې وقوفه وي او په دوامداره توګه په پوه کسانو غالب وي. که تاسو وګورئ چې په یوه ټولنه کې بې معنا موضوعات د بحث زینت شوي او بې وقوف خلک په منظر کې دي، نو پوه شئ چې تاسو د یوې خورا ناکامې ټولنې خبره کوئ. د بیلګې په توګه، بې معنا سندرې او غزلې میلیونونه خلک نڅولو او سندرو ویلو ته اړ باسي، او د دې سندرې سندرغاړی مشهور، معروف او محبوب کیږي. حتی خلک د دوی نظرونو ته په ټولنیزو او ژوندانه موضوعاتو کې هم ارزښت ورکوي. پداسې حال کې چې ...
نور ولوله

ګيله من وزير د خپل فکر او مبارزې زړور ترجمان او وياند و

زه د هر ځلمي د مرګ تر شا د هغه د مور، مېرمن، خويندو او لوڼو اوښکې وينم، ځکه راته هيڅ ځوان په مرګ نه دی پېرزو. ګيله من وزير مې يوازې په فيسبوک پېژانده، د خپل فکر او مبارزې زړور ترجمان او وياند و، شعرونه او خبرې يې صريحې وې، مجامله يې نه کوله مبهم نه غږېده، ځکه هم ونه زغمل شو او تر شا يې يوه نړۍ خواشینې کړله. إنا لله وإنا إليه راجعون الله تعالی دې ورته هغه دنیا ښايسته او د لوړو درجو څښتن يې کړي. ټولو خواخوږو او ملګرو ته يې بشپړ تسليت وايو. د انسانانو په توګه لږ او ډېر فکري مخالفين هر انسان لري، خو ځينې وخت د مخالفت پر مهال داسې لمحې راځي چې انسان اخلاقا له مخالفته تېرېږي، الفاظ نرموي...
نور ولوله

له هېواد سره به مې خيانت کوم...

سوريايي اديب محمد الماغوط په خپل مشهور کتاب (له هېواد سره به مې خيانت کوم) کې لیکي: ((دا زما لپاره احمقانه خبره ده چې د داسې هېواد دفاع وکړم چېرې چې زه په کې کور یا ورځيني خواړه نه لرم. دا زما لپاره احمقانه ده چې خپل ځان د دې لپاره قربان کړم ‎څو زما اولادونه له ما وروسته بې کوره ژوند وکړي. دا د شرم خبره ده چې زما وروسته زما مېرمن د سپيو (په څېر انسانانو) د طمعې او هوس ښکار شي. وطن هغه دی چې د ژوند اړتیاوې پکې وي، نه د مرګ لاملونه.  هېوادنی تړاو د سياسيونو او چارواکو لخو جوړ شوی دروغ دی، څو مونږ (ولس) د دو...
نور ولوله

بدرنګه ښځه

زموږ په ټولنه کې ډېر داسې سړي شته چې د واده پنځه، شپږ، یا لس کاله وروسته ورته خپله ښځه ښکلې نه ښکاري، فکر کوي چې ښځه يې بدرنګه شوې ده او دا حقیقت هم دی چې لس کاله وروسته د ښځې هغه ښکلا نه پاتې کېږي چې پخوا يې وه. خو په عموم کې د سړي فطرت داسې دی چې په هر حال کې يې ښکلې ښځه پکار ده، که حالات هر څنګه وي، د اکثرو سړيو په فکر ښځه يې بايد ښکلې وي. سړی دا نه ګوري ښځه يې چې پخوا ښکلې وه او اوس (له واده کلونه وروسته) ښکلې نه ښکاري؛ د دې لامل څه دی؟ يعنې د ښځې د ښکلا د زوال اسباب څه دي؟ سړی په دې اړه اصلاً فکر نه کوي. دی یوازې غواړي چې ښځه یې د واده د لومړۍ شپې یا د لومړي کال په څېر ښکلې وي او بس... له بده مرغه په سړيو کې د اکثريت قصه همداسې ده. دوی دا خبره هېروي چې په دې لسو کلونو کې د کور دننه ښ...
نور ولوله

تر څو ژوندی يې له دې وروسته به د کوم بې چاره او فقير انسان له مجبوريته بده استفاده نه کوې

غالباً د عباسيانو د دورې حکایت دی، وايي يوه غريبه ښځه وه کورني غوړي به يې بازار ته راوړل او خرڅول به يې. کومه ورځ يوه حريص او چالاک سړي ترې په بازار کې پوښتنه کړې چې څه شی خرڅوې؟ ښځه: کورني غوړي خرڅوم. سړی: سوچه دي؟ ښځه: هو. سړی: ته يې راښکاره کړه چې خپله يې وګورم. ښځې چې د غوړيو لوښی له سره راښکته کاوه، نو يو څه غوړي ترې د سړي په جامو توی شول. سړی سخت په غضب شو او سپکې سپورې يې ښځې ته وويلې. ښځې ترې په ډېرې عاجزۍ بښنه وغوښتله، خو سړي ورته وويل چې په بښنې هيڅ نه کېږي، زما د جامو تاوان راکړه! ښځه: د جامو تاوان دې څو دی؟ سړی: 1000 ...
نور ولوله

مونږ له الله تعالی پرته خپل سر چا ته نه ټيټوو

  مونږ له الله تعالی پرته خپل سر چا ته نه ټيټوو، بل چا ته رکوع او سجده نه کوو، الله تعالی ته رکوع او سجده ځکه کوو چې هغه يې په حقیقي او واقعي معنی يوازينی مستحق دی. ولې يوازې سر؟ دا ځکه چې مونږ ته له ماشومتوبه داسې يو فهم راکړل شوی او يا مونږ له خپلې ټولنې دا زده کړي دي چې سر بايد بل چا ته ټيټ نه شي او که بل چا ته ټيټ شي نو دا د غلامۍ په معنی ده! خو زه فکر کوم چې ازاد انسان بايد يوازې سر نه، بلکې د خپل وجود هره برخه او هر خاصيت له الله تعالی پرته د بل چا تابع نه کړي، اراده، خواهشات او حتی کلمات يې بايد د بل چا تابع نه وي، په واقعي معنی د خپلواک او ازاد انسان د خپلواکۍ او ازادۍ حِس بايد دومره ژوندی او حساس وي چې د الله تعالی پرته د ...
نور ولوله

مونږ د هر لمونځ په هر رکعت کې له الله تعالی د صراط مستقيم غوښتنه کوو!

خو کله مو فکر کړی دی چې دا صراط مستقيم څه شی دی؟ تعريف او تفسير يې څه دی؟ همدا ډول مفسرين چې وايي د قرآن کریم تر ټولو غوره تفسير د قرآن کریم د يو آيت تفسير د قرآن کريم په نورو آيتونو کې لټول دي، نو د دې طريقې په بنسټ څنګه کولی شو چې په سورة الفاتحه کې د ياد شوي صراط المستقيم معنی د قران کريم په نورو سورتونو او آيتونو کې ولټوو؟ په دې اړه لازمه ده چې تر هر څه وړاندې کاملاً په اخلاص او د هر ډول مذهبي، قومي او شخصي تأثر نه په پاک ذهن قرآن کريم ته مراجعه وشي او بيا د موضوع اړوند د قرآن کريم آيتونو ته په دقت سره کتنه وشي او بيا د هر آيت مخکې او وروسته آيتونه او موضوعات يې په غور سره څېړل پکار دي. ما دلته د صراط مستقيم اړوند کافي شمېر آيتونه کاپي کړي دي، که څوک غواړي چې د صرا...
نور ولوله

انسان ټولنيز مخلوق دی، يعنې له ټولنې پرته آسوده ژوند نه شي کولی

ټولنه يعنې کورنۍ، دوستان، د کار او درس ملګري او نور خلک. دغه ټول ذکر شوي خلک په اړيکو تړل شوي دي او اړيکې په ښه تعامل سره ژوندۍ او روغې ساتل کېږي، کله هم چې انسان په دغو اړيکو کې خپل تعامل ته پاملرنه ونه کړه، يعنې خپلو الفاظو او لهجې ته متوجه نه شو، يعنې د په الفاظو او لهجه کې يې د سپکاوي او تکبر رنګ پيدا شو، نو په ټولنه کې د انسان اړيکې په خرابېدو کېږي او په کرار کرار به ترې کورنۍ، دوستان، د کار او درس ملګري فاصله اخلي او يا به يې ورسره اړيکه بې خونده او سړه کېږي. په دې حالت کې هم ممکن ځينې اړيکې په بشپړ ډول قطع نه شي او د يو بل علت په خاطر به وصل شوې پاتې وي، خو هغه خوند او سکون به په کې نه وي، د کوم چې توقع کېږي. لذا انس...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک