د بې وزله او فقير انسان له مجبوريته بده استفاده مه کوئ
غالباً د عباسيانو د دورې حکایت دی، وايي يوه غريبه ښځه وه کورني غوړي به يې بازار ته راوړل او خرڅول به يې. کومه ورځ يوه حريص او چالاک سړي ترې په بازار کې پوښتنه کړې چې څه شی خرڅوې؟
ښځه: کورني غوړي خرڅوم.
سړی: سوچه دي؟
ښځه: هو.
سړی: ته يې راښکاره کړه چې خپله يې وګورم.
ښځې چې د غوړيو لوښی له سره راښکته کاوه، نو يو څه غوړي ترې د سړي په جامو توی شول. سړی سخت په غضب شو او سپکې سپورې يې ښځې ته وويلې.
ښځې ترې په ډېرې عاجزۍ بښنه وغوښتله، خو سړي ورته وويل چې په بښنې هيڅ نه کېږي، زما د جامو تاوان راکړه!
ښځه: د جامو تاوان دې څو دی؟
سړی: 1000 درهمه.
ښځه: زه غريبه ښځه يم، په ټوله اوونۍ کې دومره درهم نه شمه ګټلی نو له کومه به يې کړمه؟ خير دی دلته بازار دی، خلک به راټول شي، شرم دی، زه يوه ښځه يمه؛ مه مې شرموه، دعاء به درته وکړم، زر درهمه نه شم درکولی، دا ظلم راسره مه کوه.
خو سړي د خپلو جامو د قيمت اخيستو ضد نيولی و، ورته يې وويل: زه درنه سوال نه کوم او نه هم ظلم درسره کوم، بلکې خپل حلال حق غواړم، جامې دې راته خرابې کړې دي، تاوان يې راکړه، نور په څه نه پوهېږم او نه هم کومه بله خبره اورېدل غواړم.
په دغه وخت کې يو ځوان چې ښکلې جامې يې پر تن وې، نېږدې ورغی او له ښځې يې پوښتنه وکړه چې څه قصه ده؟
ښځې ورته ټوله قصه بیان کړه. ځوان ښځې ته ډاډ ورکړ چې هر څه به سم شي، مه وارخطا کېږه.
بيا يې سړي ته وويل: ته نو حتماً د خپلو جامو قيمت غواړې؟
سړی: هو.
ځوان ورته زر درهمه ورکړل نو سړی روان شو، ځوان ورته په لوړ اواز وويل: ودرېږه! تا د خپلو جامو قيمت واخيست؟
سړی: هو.
ځوان: يعنې ستا او د دې ښځې قضيه ختمه شوه؟!
سړی: هو.
ځوان: زما او ستا سودا هم وشوه؟ د خپلو جامو قيمت دې پوره واخيست؟
سړی: هو.
له دې سره سړي بيا اراده وکړه چې په خپله مخه لاړ شي. يو څو قدمه چې لاړ، ځوان پرې بیا غږ وکړ.
مشره! تا خو د خپلو جامو قيمت واخيست، نو جامې اوس زما دي، زه خپلې جامې غواړم او سمدستي يې غواړم.
سړی: دا ته څه وايې؟ که جامې تا ته درکړم، زه به څه اغوندم؟ ستا مطلب دی بربنډ تر کوره لاړ شم؟ په دې ډک بازار کې به پرته له جامو ګرځم؟!
ځوان: دا ستا خپل کار دی، زه په دې خبرو نه پوهېږ، ما ته مې خپلې جامې پکار دي.
سړی: که جامې در نه کړم نو بيا؟
ځوان: بيا يې قيمت راکړه.
سړی: قيمت يې څو اخلې؟
ځوان: دوه زره درهمه!
سړی: مګر همدا اوس دې له ما زر درهمه وانخستې؟!
ځوان: هو، هغه وخت جامې ستا وې، قيمت يې هم ستا په خوښه تا ورته ټاکلی و، خو اوس دغه جامې زما ملکيت دی، زما خوښه ده چې په څو يې درکوم.
سړی: خير دی، په ما رحم وکړه، دومره پيسې نه لرم، دا ظلم دی، ظلم مه کوه.
ځوان: زه درنه سوال نه کوم او نه هم ظلم درسره کوم، بلکې خپل حلال حق غواړم، جامې زما دي، که قيمت يې ډېر دی، نو جامې مې راکړه، که جامې نه راکوې قيمت يې راکړه، نور په څه نه پوهېږم او نه هم کومه بله خبره اورېدل غواړم.
سړي آخر هم له بل کوم شخص يو څو درهمه برابرې کړې او ځوان ته يې دوه زره درهمه ورکړل.
ځوان دوه زره درهمه واخيستل او ښځې ته يې ورکړې او ورته يې وويل چې د خپلې کورنۍ اړتياوې پرې پوره کړه او بيا يې سړي ته وويل: مطمئن يم چې تر څو ژوندی يې له دې وروسته به د کوم بې چاره او فقير انسان له مجبوريته بده استفاده نه کوې. ځه په مخه دې ښه.
درس
له_بلې_زاويې
