No-IMG

حکايت؛ پرته له تفکر او تعقل په هر هغه څه باور مه کوئ

حکايت دی، وايي، پولیسو هغه پلار نیولی دی چې د خپل کوچني زوی ګوته يې قطع کړې وه!!!

حکايت داسې دی چې پلار د خپلې خوښې، نوی اخيستل شوی موټر پاکاوه، نو په همدې وخت کې يې خپل دوه کلن زوى وليد چې په يو مېخ يې د موټر په دروازه يو څه ليکل.

 پلار چې څټک يې په لاس کې و، په غوسه شو او د خپل زوی په لاس یې ګوزار وکړ پرته له دې چې متوجه شي چې د څټک په ډنډه هغه په لاس وهي!!

 پلار ناوخته پوه شو چې څه بد ترې پېښ شوي، د زوی لاس يې چې په وينو وليد، نو زوی یې عاجل روغتون ته یوړ، چیرې چې زوی يې د ده د وهلو په نتيجه کې یوه ګوته له لاسه ورکړه!

کله يې چې زوی لږ ښه شو او خپل پلار يې ولید، په معصومانه لهجه يې ورته وویل:

 پلار جانه! زما ګوته به کله راشنه کېږي؟ (يعنې کله به وده کوي؟)

 پوښتنه یې په پلار لکه د تندر ولږېده، نو بيا احساساتي شو، بهر راووت، موټر په خوا روان شو او هغه یې ویجاړ کړ.

 بیا يې يوه شېبه د خپلې مېرمنې مخې ته په ناسته ښه ډېر وژړل او پښیماني یې ښکاره کړه چې زوی ته یې د ده له وجهې دا هر څه پیښ شوي.

 شېبه وروسته يې د موټر هغه سکریچ شوي برخې ته وکتل چې زوی پرې په مېخ يو څه ليکلي و:

 مینه درسره لرم پلاره...

 له دې ليکلو سره يې د پلار پښېماني له حده واوښته نو ځان وژنه یې وکړه..؟!!

 د کیسې پای...

 راځئ چې لږ څه قصې ته بيا لاړ شو:

 ایا څوک په څټک سره موټر پاکوي؟

 - او آيا څټک له موضوع سره څه تړاو لري؟!

 - هلک دوه کلن دی، ایا هغه لیکلی شي چې پلاره! زه تا سره مینه لرم؟

 - او آيا دوه کلن ماشوم کولی شي خبرې وکړي، په دې پوه شي او ووایي: زما ګوته به کله وده وکړي پلاره؟!!

 - پلار یې چې ځان وژنه کړې نو پوليسو څنګه ونيوه؟

 دا چې زموږ په ټولنه کې اکثره پېښې په دغه بڼه جوړېږي، نو موږ فقط عاطفي او احساساتي چلند ورسره کوو او له عقل کار اخيستل پرېږدو، نو ژور فکر نه کوو.

 په دې توګه، زموږ ذهنونه او زموږ فکر زموږ څخه غلا کیږي پرته له دې چې موږ يې احساس وکړو!!

 د قصې حکمت دا دی چې "پرته له تفکر او تعقل په هر هغه څه باور مه کوئ چې تاسو یې لولئ او د هر هغه څه روايت بل ته مه کوئ چې تاسو یې اورئ."

ــــ‍ــــــ‍ــــــ‍ــــــ‍ــــــ‍ــــــ‍ــــــ‍ــــــ‍ــــــ‍ــــــ‍ــــــ‍ــــــ‍ــــــ‍ــــــ‍ــ

له دې حکايت وروسته دې هر څوک له ځان سره د ځان په اړه فکر وکړي چې په لومړي سر کې دې قصې څومره متأثر کړی و، که يې څوک متأثر کړی وي هغه دې د خپل ځان دغه صفت بدل کړي، مطلب پر احساساتو او عاطفې دې تفکر او تعقل غالب کړي.

او که څوک د دې حکايت لوستلو په سر کې دغو عجيبه تناقضاتو ته متوجه شوی وي، نو هغه دې بيا په دې فکر وکړي چې آيا دی د ژوند په هره برخه کې له هر حکايت او اورېدلي خبرې سره همداسې تعامل کوي او که نه ځينې د عقل د ادراک وړ شيان يې پرته له تعقل او تفکر منلي دي؛ که یې منلي وي، نو د ده هم دا صفت بدلون غواړي، مطلب پر احساساتو او عاطفې دې تفکر او تعقل غالب کړي.

ژباړه_او_زياتونه

حکايتونه

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک