د اسد الله شهاب لیکنی

په روژه کې په خصوصي ډول د توکو لوړول سپک عمل او ظلم دی

د رمضان د مياشتې له نېږدې کېدو سره هر خوا د ورځو د شمېرلو سلسله، انتظار او پوښتنې زياتېږي، چې څو ورځې ورته پاتې شوې؟ روژه به کله وي؟ او داسې نورې پوښتنې... ډېر مسلمانان به يې د عبادت، تلاوت، رحمت او برکت په خاطر منتظر وي، خو يو شمېر مسلمانان؛ په ځانګړي ډول لوی تجاران او واړه سوداګر به يوازې د دې په خاطر ورته منتظر وي چې د توکو قيمتونه يو په دوه کړي. راځئ له اوسه ورته کمپاين وچلوو چې د دې بد کار مخنيوی وکړو، که بشپړ مخنيوی مو نه وي کړی، اقلا يو پوهاوی خو به مو کړی وي. په روژه کې په خصوصي ډول د توکو لوړول سپک عمل او ظلم دی. هيله ده هر ليکوال ورور په دې اړه د روژې تر پايه دا کمپاين بدرګه کړي...
نور ولوله

د حزب اسلامي تاريخي لاريون د مدنيت يوه ښکلې نمونه

په دهمزنګ د حزب اسلامي مظاهره کې تقريباً لس بجې؛ زيات خلک راټول و، زه په موټر کې ناست وم، د نظم وروڼو درولي و، په همدې بهير کې مې وليدل چې يوه مېرمن له خپلې وړې ماشومې سره ( په غالب احتمال لور به يې وه) د کوټه سنګي له لوري راغله او د خلکو د هجوم منځ ته داخله شوه، غوښتل يې د سرک بل لوري ته واوړي، لاريون کوونکي په منځ نيم شول او دغې خورکۍ ته يې لار پریښوده او هغه خپله لور د لاسه نيولې په بشپړ اطمئنان د سرک بل لوري ته ورسېده؛ دا شايد په لاريون کې راټولو وروڼو ته يوه عادي خبره وه، مګر ما ته دا کار د مدنيت يوه ښکلې نمونه وه، فکر نه کوم که په دې شرائطو کې د کابل په بل کوم لاريون کې دې يوه مور له خپلې لس کلنې لور سره په دغه اطمئنان د خلکو په منځ کې سفر وکړي. دا د پروني لاريون کوونکو د اخلاقو او ...
نور ولوله

حزب اسلامي ولې د سولې خبره ډېره جدي نيسي؟

ځينې ملګري به فکر کوي چې حـــزب اســلامی ولې د سولې خبره ډېره جدي نيسي؟ ځواب يې په دوو برخو کې وايو: اول: سوله زمونږ (د تاريخ، برم، هېواد او آدرس) د بقاء راز او د وخت اړتيا ده. دويم: دا له حزب اسلامی سره د لاسليک شوې توافقنامې د يوويشتمې مادې پر بنسټ د دولت غوښتنه ده چې حزب اسلامی به د خپل ديني او تاريخي مسئوليت پر اساس په افغانستان کې د دائمي سولې او ثبات د تأمين په خاطر هڅې کوي او د سولې اړوند د دولت له هڅو به ملاتړ کوي. (نوټ: هېره دې نه وي د توافقنامې په يوويشتمه ماده کې د دولت د سولې د هڅو د ملاتړ خبره شوې، نه د سولې د تخريب د هڅو) يوويشتمه ماده دا ده...
نور ولوله

په خپلو ماشومانو يې قياس کړئ، آيا څوک حاضر دی چې خپل ماشوم په دې حالت کې وګوري؟

د وظيفې غږ وشو. دروازې ته ووتم، د ژمي سهار وختي، وژونکی يخ، نرۍ جامې، شلېدلی کوټ، شلېدلې پلاستيکي چپلکې، معصومه څېره، چاودلې شونډې، په يو لاس کې د سټيل کاسه، د لاس ګوتې يې د يخ دلاسه تکې سرې، په بل لاس کې پلاستيکي خلته چې د سړو ډوډيو څو ټکړې په کې وې، لس يا يوولس کلن يخ وهلی ماشوم دروازې ته ولاړ و. د خدای په لحاظ دا سېسټم بايد ختم شي، دا قسم خوراک ټولول په هيڅ لحاظ د دين زده کوونکو سره نه ښايي. دا کار بايد په ګډه ختم کړو، حکومت، علماء او ولس ټول بايد د دې ذلت امېزه سېسټم د تغيير په اړه جدي فکر او تصميم ونيسي. په خپلو ماشومانو يې قياس کړئ، آيا څوک حاضر دی چې خپل ماشوم په دې حالت کې وګوري؟ ...
نور ولوله

له تېر عبرت اخيستل او د راتلونکي لپاره صادقانه کار پکار دی

ځينې وخت د هېواد دې وران ويجاړ او دردوونکي حالت ته فکر وکړم، د ملامت او سلامت په لټه کې شم، د ځان شا او خوا ټول په کې ملامت ووينم، خو چې ځان ته فکر وکړم نو متوجه شم چې د دغو ملامتو وګړو په يو نه يو ډول ملاتړی پاتې شوی يم، چا ته مې چکچکې کړې دي، څوک مې تشويق کړی دی، کله مې يو ملامت پر بل ملامت غوره ګڼلی دی، کله مې د يو ملامت په ټکولو او غندلو کې زياتی کړی دی چې ګټه يې په مستقيم ډول يو بل ملامت ته رسېدلې او کله مې د نقد پر مهال ملامت سرسري غندلی دی او هغه فکر کړی چې ځه نو زه ډېر ملامت نه يم. مطلب واقعيت دا دی چې ټول ملامت يو، د يو او بل په ملامتولو دا شخړه نه هوارېږي. يو جرأت پکار دی، ټول بايد ومنو چې ښه نه يو روان، له تېر عبرت اخيستل او د راتلونکي لپاره صاد...
نور ولوله

دې جګړې ته پرته له کومو موجهو دليلونو بين الافغاني جګړه او خالصه افغان وژنه وايو!

ځينې فکر کوي مونږ دې جګړې ته پرته له کومو موجهو دليلونو بين الافغاني جګړه او خالصه افغان وژنه وايو! مګر داسې نه ده، دا جګړه په فعلي شرايطو کې چې له هرې زاويې وارزوئ بين الأفغاني ده، محض ورور وژنه او افغان فاميلونو ته د غم داخلولو وسيله ده. همدې منحوسې جګړې پرون په فراه کې دغه ګلالی ځوان (فياض جان) چې زمونږ وراره کېده له مونږ واخيست، غم دا نه دی چې دا ځوان له نړۍ لاړ او خبره ختمه شوه! غم دا دی چې د دې ځوان جنازه به اوس خپلې هديرې ته نه پرېښودل کېږي، ځکه چې دا کار د ځينو په نظر د قرآن او سنت خلاف دی! بلکې د دوی په فکر او عقيده خدای تعالی همدا غواړي او د رسول کريم عليه السلام د رسالت سپېڅلې موخه هم دا وه....
نور ولوله

وايي دا خلک ټول وحشيان او له عقله خلاص دي!

زه وايم د دې خلکو په حق کې هغو چې يو څو ټکي تعليم يې کړی دی؛ څه ونه کړل؟ چا د دين له ادرسه وځپل او چا د عصري علومو په عنوان. چا مکتب کفر وباله او چا مدرسه د وحشت زېږونې ځاله. چا هوسا ژوند د اسلام ضد وباله او چا له نړيوالو معتبرو ډيګريانو سره په خيانتونو او فسادونو کې ريکارډ جوړ کړ!  د دې ولس د شعور د لوړولو لپاره دوی کړي څه دي؟ څلور لسيزې جګړه ځپلی ولس چې اوس هم لکه حيوانان يو بل نه خوري دا هم د شکر ځای دی. هو دا ولس د خېټې د فقر په څنګ کې په عقلي فقر هم اخته دی، خو د جګړې اور ته په پوکي وهلو د ملتونو عقلونه رُشد نه کوي، که رښتيا هم زړورتيا لرئ، د جګړې اصلي عاملين وغندئ چې د جنګ په ګرمولو سره يې خېټه غوړه ده؛ ځينې يې خپله په عربي ا...
نور ولوله

خيالي القاب او مونږ

د علم په ډګر کې د افراطي القابو کارول ناسم کار دی، دا کار د رسول الله صلی الله عليه په زمانه کې نه دی شوی، حال دا چې هغه وخت ډېر ستر ستر صحابه کرام رضوان الله عليهم موجود و، د راشده خلافت په جريان کې هم د دې کار خاص تاثير نه ليدل کېږي، بلکې د علميت په نسبت د کړنو پر اساس ایښودول شوي القاب په دوی کې ډېر مطرح و. تر ټولو مهم دا چې قرآن کريم خپله د ګڼو انبياء کرامو عليهم السلام يادونه کړې، مګر هغوی يې د علميت په نسبت په نيکو کړنو ډېر موصوف کړي دي، صديق، شکور، حنان، عبد، صابر، اواب، صالح او داسې نور اوصاف يې په مثال کې لوستلی شو. خو وروسته وروسته دا القاب په بل ډول مطرح شول، هرې طبقې په خپل داخل کې د القابو په کارولو کې نوي نوي اختراعات وکړل، د حديث، فقه، تصوف،...
نور ولوله

افغان جګړه ورځ تر بلې د ګران افغانستان وجود ته جدي ګواښونه متوجه کوي

مشهوره قصه ده. وايي د يو ماشوم پر سر د دوو مېرمنو دعوه شوه، يوې ويل ويل ماشوم زما دی، زه يې مور يم او بلې ويل زما دی او مور يې زه يم. خبره محکمې ته لاړه، قاضي وويل: جنجال مه کوئ، ماشوم به په منځ نيم کړم، نيم يوه واخلئ او نيم يې بله. يوه مېرمن چې د درواغو دعوه يې کړې وه؛ په دې پرېکړې راځي شوه او هغه چې اصلي مور وه، هغې وويل: قاضي صاحب!  مه يې نيموه، ماشوم دې د دې شي. دا ځکه چې دا يې مور وه، پرې دردېدله، د خپلوۍ او مِن حيث مور يې د مِلکيت احساس کاوه، نو د مجبوريت پر اساس د ماشوم روغ پاتې کېدل يې هم غنيمت وګڼل او له خپلې دعوې تېره شوه. دا يې د هوښیارتیا پرېکړه وه، ځکه که ماشوم روغ پاتې شي نو شايد يو بل وخت يې بيا تر لاسه کړي، خو که نيم کړی يې وای، ماشوم ...
نور ولوله

زمونږ ريښتيني اتلان

په کابل کې عادتا د کرولا وروستۍ چوکۍ کې درې کسان کېني، زه يوازې په موټر کې ناست وم. موټروان د (کوټه سنګي، کوټه سنګي) چيغې وهلې. د ښاروالۍ يو کارمند په خپلې مخصوصې دريشۍ کې راپورته شو، له ما لږ ليرې کېناست،رخوله شوی و او ستړيا يې په څېره کې ښکاره معلومېدله. په مخکېني سيټ کې دوه نفره کېناستل خو ورستي سيټ کې د ښاروالۍ له کارمند سره څوک نه حاضرېدل چې کېني، د سيټ دروازه به يې خلاصه کړله او بېرته به له خپل تصميمه منصرف شول. يعنې له ده سره ناسته يې چټل او فرعوني وجدان نه منله! آخر هم يو معلول راپورته شو او په خوا کې يې کېناست. د ښاروالۍ کارمند بيا هم هڅه کوله چې له ما سره جوخت کېنني، ما چې يې خجالتۍ درک کړه، ځان ته مې راجوخت کړ، بيا مې ورسره تر کوټه سنګي مجلس وکړ...
نور ولوله

د پيغمبرۍ دعوه فتنې تر شا د چا لاس دی!

د هراتي محمد زلمي يو کلېپ مې واورېد چې د پيغمبرۍ دعوه په کې کوي. نه پوهېږم ولې مې ورباندې زړه درد وکړ، د ده د خبرو په انداز، د ده په ظاهري سټايل، په دې نوي عصر کې د ده په کليوالي فکر، د ده د قرآن کريم د تلاوت په طرز، په عربي کلماتو د ده په تلفظ او ... خلاصه دا ټول يې د رسالت له سترې دعوې سره هيڅ اړخ نه لګوي، نه پوهېږم دا بې چاره به چا غولولی وي؟! په هر حال هيله لرم يو څو زيرکه علماء کرام يې په نرمه پوه کړي، چې کاکا يا دې د مغزو علاج وکړه او يا هغه څوک راوښييه چې ستا د دې پيغمبرۍ د ډرامې ترشا ولاړ دي او غواړي زمونږ په حوصله او جذباتو ريشخند ووهي. زما په نظر دا سړی خپله مهم نه دی، د دې فتنې تر...
نور ولوله

ملايان چې کله خپلو کې کېني نو د ځينې مسئلو په اړه وايي: دا مسائل عوامو ته مه وايئ!

زما په نظر دې کار به شايد د خاص مصلحت پر بنسټ ځينې موقتې ګټې درلودلې وي، خو په عموم کې يې ضرر ډېر را پېښ کړی دی. د عوامو او ملايانو تر منځ طبقاتي توپير ملايان په تدريج سره له خپل مسئوليته بې غوره کړي دي، د دين دعوت چې د خير رسونې احساس او ستر مسئوليت دی، په دې طبقاتي تقسيم سره دا ديني مسئوليت په ملايانو کې د ملکيت په احساس او په شخصي مجبوريت بدل شوی دی. پيغمبر عليه السلام دين د اللّٰه تعالی ملکيت او ديني دعوت د خير رسونې په احساس او د ستر مسئوليت په توګه عملي کړی دی، دين د خدای تعالی ملکيت دی، نو دعوت يې چې کله په پيغمبري بڼه اداء شي، هلته د دعوت د مثبتو نتيجو په نه لاس ته راوړلو سره انسان غوسه نه کوي، بلکې غمجن کېږي، تر نورو ډېر خپل ځان مقصر ګڼي او په خپل...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک