وايي دا خلک ټول وحشيان او له عقله خلاص دي!
زه وايم د دې خلکو په حق کې هغو چې يو څو ټکي تعليم يې کړی دی؛ څه ونه کړل؟
چا د دين له ادرسه وځپل او چا د عصري علومو په عنوان. چا مکتب کفر وباله او چا مدرسه د وحشت زېږونې ځاله. چا هوسا ژوند د اسلام ضد وباله او چا له نړيوالو معتبرو ډيګريانو سره په خيانتونو او فسادونو کې ريکارډ جوړ کړ!
د دې ولس د شعور د لوړولو لپاره دوی کړي څه دي؟
څلور لسيزې جګړه ځپلی ولس چې اوس هم لکه حيوانان يو بل نه خوري دا هم د شکر ځای دی.
هو دا ولس د خېټې د فقر په څنګ کې په عقلي فقر هم اخته دی، خو د جګړې اور ته په پوکي وهلو د ملتونو عقلونه رُشد نه کوي، که رښتيا هم زړورتيا لرئ، د جګړې اصلي عاملين وغندئ چې د جنګ په ګرمولو سره يې خېټه غوړه ده؛ ځينې يې خپله په عربي او ګاونډي هېوادونو کې دي او ځينې يې بيا دلته ګټي او کورنۍ يې ګټه په غربي هېوادونو کې څټي.
بلخوا
د هلمند د يو نظامي مرکز په ديوالونو ولسي خلک ښکاري چې ورانوي يې.
ځينې شايد دا فکر وکړي چې دا به له دولتي ارګانونو سره د خلکو د کرکې انعکاس وي، خو واقعيت دا دی چې ولس نه د دولت په مينه کې مړ دی او نه هم د طالب، اصلي خبره دا ده چې ولس له لوږې مري، فقر دې ته هڅولي چې په خاورو کې هم د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو په خاطر خوله ووهي، په انځور کې د خلکو منډې او د چور حالت له ورايه ښکاري، بله هيڅ خبره نه شته.
ځانونه به نه خطا باسو.
نه پوهېږم څنګه دې خلکو ته قناعت ورکړو چې وا خلکو! د جګړې د تاثيراتو په غندنه ځانونه مه ستړي کوئ، لومړيتوب وپېژنئ، نيغ په نيغه جګړه وغندئ، په دې وروستيو کې خو دې خبيثې جګړې د جواز هر دليل دلاسه ورکړ، د دې جګړې د بطلان دليل لکه لمر واضح شوی دی.
د هلمند د بریښنا په مرکز هر طرف او هر شخص اوښکې تويوي، ښه کوي، بايد ورباندې خفه شو، ملي شتمني نه بايد ولوټل شي.
خو په خدای مې قسم چې د اسلام له نظره د مسلمان يوه قطره وينه تر سلو ملي شتمنيو ارزښتناکه ده، مګر په خدای که د چا چورت هم پرې خراب وي.
دا هغه منافقت دی چې له ډېرې مودې مجاهد يې هم کوي، ملا يې هم کوي او بلا يې هم!
