په خپلو ماشومانو يې قياس کړئ، آيا څوک حاضر دی چې خپل ماشوم په دې حالت کې وګوري؟
د وظيفې غږ وشو. دروازې ته ووتم، د ژمي سهار وختي، وژونکی يخ، نرۍ جامې، شلېدلی کوټ، شلېدلې پلاستيکي چپلکې، معصومه څېره، چاودلې شونډې، په يو لاس کې د سټيل کاسه، د لاس ګوتې يې د يخ دلاسه تکې سرې، په بل لاس کې پلاستيکي خلته چې د سړو ډوډيو څو ټکړې په کې وې، لس يا يوولس کلن يخ وهلی ماشوم دروازې ته ولاړ و.
د خدای په لحاظ دا سېسټم بايد ختم شي، دا قسم خوراک ټولول په هيڅ لحاظ د دين زده کوونکو سره نه ښايي.
دا کار بايد په ګډه ختم کړو، حکومت، علماء او ولس ټول بايد د دې ذلت امېزه سېسټم د تغيير په اړه جدي فکر او تصميم ونيسي.
په خپلو ماشومانو يې قياس کړئ، آيا څوک حاضر دی چې خپل ماشوم په دې حالت کې وګوري؟
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
