افغان جګړه ورځ تر بلې د ګران افغانستان وجود ته جدي ګواښونه متوجه کوي
مشهوره قصه ده. وايي د يو ماشوم پر سر د دوو مېرمنو دعوه شوه، يوې ويل ويل ماشوم زما دی، زه يې مور يم او بلې ويل زما دی او مور يې زه يم.
خبره محکمې ته لاړه، قاضي وويل: جنجال مه کوئ، ماشوم به په منځ نيم کړم، نيم يوه واخلئ او نيم يې بله.
يوه مېرمن چې د درواغو دعوه يې کړې وه؛ په دې پرېکړې راځي شوه او هغه چې اصلي مور وه، هغې وويل: قاضي صاحب! مه يې نيموه، ماشوم دې د دې شي. دا ځکه چې دا يې مور وه، پرې دردېدله، د خپلوۍ او مِن حيث مور يې د مِلکيت احساس کاوه، نو د مجبوريت پر اساس د ماشوم روغ پاتې کېدل يې هم غنيمت وګڼل او له خپلې دعوې تېره شوه. دا يې د هوښیارتیا پرېکړه وه، ځکه که ماشوم روغ پاتې شي نو شايد يو بل وخت يې بيا تر لاسه کړي، خو که نيم کړی يې وای، ماشوم حتماً مړ کېده او د تل لپاره يې د لاسه ورکاوه.
ګران افغانستان هم په فعلي شرايطو کې په يو لحاظ د دغه ماشوم حيثيت لري چې د څو جهتونو پرې دعوه ده. که افغانستان روغ جوړ وي، پر سر يې د يو څو خواو د مِلکيت دعوه وي، دعوه هم په داسې بڼه چې فيزيکي جوړښت او شتون ته يې په کې تاوان نه وي، نو دې حالت کې په کار دا وي چې اصلي مالک د خپل مِلکيت له دعوې څخه په هيڅ صورت تېر نه شي، مبارزه وکړي، استقامت وکړي، تنزل او شاتګ ونه کړي.
خو که دعوه په داسې بڼه وي چې د افغانستان فيزيکي جوړښت او وجود په کې له مينځه ځي او متضرر کېږي، په دې صورت کې به په ښکېلو جهتونو کې هغه جهت چې افغانستان خپل ګڼي او د مالکيت احساس يې لري، نو طبيعي ده چې د افغانستان د سالميت په خاطر به يو ډول تنازل کوي، له خپلو يو شمېر مُسلَّمو او ثابتو دعوو به تېرېږي، څو د هېواد فيزيکي وجود ته په کې تاوان ونه رسېږي، ځکه چې که هېواد سالم پاتې شو، نو د تر لاسه کولو لپاره يې په بل وخت کې سل نورې لارې چارې هم شته.
په فعلي شرايطو کې په هېواد کې جګړه ورځ تر بلې د ګران افغانستان وجود ته جدي ګواښونه متوجه کوي، حيثيت او آبرو يې له کلونو وړاندې ليلام شوې، خو متأسفانه اوس يې فيزيکي وجود ته هم تر بل هر وخت خطرونه زيات متوجه دي.
دا چې په دې شرايطو کې هم د جګړې بالفعل ښکېل جهتونه په خپلې دعوې کلک ولاړ دي او يو قدم هم شاتګ نه کوي، دا په دې دلالت کوي چې دوی د افغانستان د مالکيت احساس نه لري او يوازې د پرديو لپاره د آلاتو او وسائلو په بڼه استعمالېږي.
کاش چې يو چا خو د هېواد د مالکيت احساس لرلای.
افغانستان
له بلې زاويې
