No-IMG

دې جګړې ته پرته له کومو موجهو دليلونو بين الافغاني جګړه او خالصه افغان وژنه وايو!

ځينې فکر کوي مونږ دې جګړې ته پرته له کومو موجهو دليلونو بين الافغاني جګړه او خالصه افغان وژنه وايو!

مګر داسې نه ده، دا جګړه په فعلي شرايطو کې چې له هرې زاويې وارزوئ بين الأفغاني ده، محض ورور وژنه او افغان فاميلونو ته د غم داخلولو وسيله ده.

همدې منحوسې جګړې پرون په فراه کې دغه ګلالی ځوان (فياض جان) چې زمونږ وراره کېده له مونږ واخيست، غم دا نه دی چې دا ځوان له نړۍ لاړ او خبره ختمه شوه!

غم دا دی چې د دې ځوان جنازه به اوس خپلې هديرې ته نه پرېښودل کېږي، ځکه چې دا کار د ځينو په نظر د قرآن او سنت خلاف دی! بلکې د دوی په فکر او عقيده خدای تعالی همدا غواړي او د رسول کريم عليه السلام د رسالت سپېڅلې موخه هم دا وه.

اوس د دغه ځوان تکفين او تدفين ته به يې کورنۍ نه شي راتلای!

دا ځوان به يا ننګرهار، يا کنړ او يا هم د نورستان په يوې بلې سيمې کې دفن شي، چېرې چې نه به يې مور قبر ته د ورتګ اجازه لري او نه هم خويندې!

ظلم خو يې لا دا چې مور او پلار به يې په خپل کور کې د دې حق هم نه لري چې څوک يې تسليت او فاتحې ته ورشي.

دا جګړه نه يوازې دا چې د افغان وژنې سلسله ده، بلکې د افغانانو په منځ کې د عاطفې، خواخوږۍ او نورو انساني ارزښتونو د ختمولو او سپکولو وسيله هم ده.

مونږ يې په همدې دلايلو غندو چې ذکر شول او هغه چې اوس هم په هېواد کې روانه جګړه د بدر او أحد مقدسه غزا ګڼي په خپل وجدان او احساس دې وژاړي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک