No-IMG

زمونږ ريښتيني اتلان

په کابل کې عادتا د کرولا وروستۍ چوکۍ کې درې کسان کېني، زه يوازې په موټر کې ناست وم. موټروان د (کوټه سنګي، کوټه سنګي) چيغې وهلې. د ښاروالۍ يو کارمند په خپلې مخصوصې دريشۍ کې راپورته شو، له ما لږ ليرې کېناست،رخوله شوی و او ستړيا يې په څېره کې ښکاره معلومېدله.

په مخکېني سيټ کې دوه نفره کېناستل خو ورستي سيټ کې د ښاروالۍ له کارمند سره څوک نه حاضرېدل چې کېني، د سيټ دروازه به يې خلاصه کړله او بېرته به له خپل تصميمه منصرف شول. يعنې له ده سره ناسته يې چټل او فرعوني وجدان نه منله!

آخر هم يو معلول راپورته شو او په خوا کې يې کېناست. د ښاروالۍ کارمند بيا هم هڅه کوله چې له ما سره جوخت کېنني، ما چې يې خجالتۍ درک کړه، ځان ته مې راجوخت کړ، بيا مې ورسره تر کوټه سنګي مجلس وکړ، د ژوند په اړه مې ترې پوښتنې وکړې، ويل یې د طالبانو په دوره کې مې مکتب په اووم ټولګي کې؛ د ژوند د سختو ظروفو او فقر له امله پرېښود.

ويل يې واده مې کړی، الحمد لله څلور ماشومان لرم، وړه مګر خوشحاله نړۍ لرو، دوه مشران ماشومان مې مکتب ته ځي، اوس چې مکتوبونه بند دي نو مشر زوی مې جومات ته لیږم. له ما درس پاتې شو خو ماشومان نه پرېږدم چې بې تعليمه پاتې شي، دا مې عزم کړی دی.

ما هم تشویق کړ، ډاډ مې ورکړ، د دوی کار مې بنيادي وباله، ما ويل په ټولنه کې که يو نيم ځان عصري او پاک بولي او له تاسې فاصله نيسي، جدي يې مه نيسئ، اصلا دا خلک د پاکوالي او عصري بودن په معنی نه پوهېږي، نادانه دي، په زړه يې مه اخلئ، څرنګه چې تاسې زمونږ له سړکونو، کوڅو او د کورونو له مخې ګند ليرې کوئ او چيرې ليرې يې خطا کوئ؛ دغه ډول وګړي هم په کثافت دانۍ کې وغورځوئ، د دوی غير انساني او اسلامي برخورد ته ارزښت مه ورکوئ، د دوی له وجهې اندېښنه مه کوئ، که يو دوه دغسې وي، لسګونه مو بيا قدر کوي او د اتلانو په سترګه درته ګوري.

تاسې رښتيني اتلان ياست.

رښتيني اتلان

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک