No-IMG

ملايان چې کله خپلو کې کېني نو د ځينې مسئلو په اړه وايي: دا مسائل عوامو ته مه وايئ!

زما په نظر دې کار به شايد د خاص مصلحت پر بنسټ ځينې موقتې ګټې درلودلې وي، خو په عموم کې يې ضرر ډېر را پېښ کړی دی.

د عوامو او ملايانو تر منځ طبقاتي توپير ملايان په تدريج سره له خپل مسئوليته بې غوره کړي دي، د دين دعوت چې د خير رسونې احساس او ستر مسئوليت دی، په دې طبقاتي تقسيم سره دا ديني مسئوليت په ملايانو کې د ملکيت په احساس او په شخصي مجبوريت بدل شوی دی.

پيغمبر عليه السلام دين د اللّٰه تعالی ملکيت او ديني دعوت د خير رسونې په احساس او د ستر مسئوليت په توګه عملي کړی دی، دين د خدای تعالی ملکيت دی، نو دعوت يې چې کله په پيغمبري بڼه اداء شي، هلته د دعوت د مثبتو نتيجو په نه لاس ته راوړلو سره انسان غوسه نه کوي، بلکې غمجن کېږي، تر نورو ډېر خپل ځان مقصر ګڼي او په خپل تعامل له سره فکر کوي.

د دعوت د ښې پايلې د عدمِ حصول پر مهال الله تعالی په قرآن کريم کې د پيغمبر عليه السلام د نفسي يا داخلي شعور تعبير په (فلا يَحزُنکَ قولُهم) او (فلعلَّكَ باخِعٌ نفسَكَ) سره کوي، يعنې د دې خلکو بې غوري، د دوی له خوا ستا خبرې نه منل، د دوی ايمان نه راوړل دې تا نه اندېښمن او غمجن کوي او پر ځان دې د ډېر غم او تأسف له وجهې فشار مه راوړه.

خو که څوک دين خپل ملکيت وګڼي او يا اقلا د خدای په ملکيت کې ځان د يوې حصې شريک وګڼي، هغه به بيا د حُزن (غم او اندېښنې) پر ځای غوسه کوي، د ځان او د خپلې لهجې او رويې د تقصير پر ځای به خلکو ته غوسې او ګواښونه کوي. لکه نن سبا چې مونږ له بده مرغه له خپلو منبرونو او اکثرو ملايانو نه يوازې ګواښونه او وعيدونه اورو. کاش چې زمونږ د ملايانو له خوا هم عامو مسلمانانو ته د عوامو په عنوان په ټيټه او د ګنهګارې طبقې په نظر نه کتل کېدای.

ملايان_او_عوام

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک