No-IMG

له تېر عبرت اخيستل او د راتلونکي لپاره صادقانه کار پکار دی

ځينې وخت د هېواد دې وران ويجاړ او دردوونکي حالت ته فکر وکړم، د ملامت او سلامت په لټه کې شم، د ځان شا او خوا ټول په کې ملامت ووينم، خو چې ځان ته فکر وکړم نو متوجه شم چې د دغو ملامتو وګړو په يو نه يو ډول ملاتړی پاتې شوی يم، چا ته مې چکچکې کړې دي، څوک مې تشويق کړی دی، کله مې يو ملامت پر بل ملامت غوره ګڼلی دی، کله مې د يو ملامت په ټکولو او غندلو کې زياتی کړی دی چې ګټه يې په مستقيم ډول يو بل ملامت ته رسېدلې او کله مې د نقد پر مهال ملامت سرسري غندلی دی او هغه فکر کړی چې ځه نو زه ډېر ملامت نه يم.

مطلب واقعيت دا دی چې ټول ملامت يو، د يو او بل په ملامتولو دا شخړه نه هوارېږي.

يو جرأت پکار دی، ټول بايد ومنو چې ښه نه يو روان، له تېر عبرت اخيستل او د راتلونکي لپاره صادقانه کار پکار دی.

که داسې ونه کړو، نو خدای مکړه څلورې لسيزې وروسته به بيا هم تر نن ډېر په بد وضعيت کې اوسېږو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک